نظــر

دا څرنګه کلی دی !!؟

global-village-clubوایي ، دځمکې تناوونه رالنډیږي او نړۍ په کلي بدلیدونکې دې ، داډېره موده دګلوبل  ویلیج ، العولمة  او نړیوالتوب اصطلاحات اورو ، دنړۍ او نړيوالو په دې نږدې کیدو کې  مهم رول  دانټرنيت هم دی  ، انټرنیټ  په خپل فعالیت سره لوی انقلاب ته مخه ورکړې او ډېر بریدونه یې نړولي دي ، اوس له دې  وسیلې په استفاده  دنړۍ دهرې برخې اوسیدونکي خپل نظریات سره شریکولی شي  ،

دافغانستان په تېره دپښتو ژبې په برخه کې هم  همدا دانټرنيت  په مټ  داجتماعي  کوشير او نږدیوالي بهیر خورا بریالی په مخ روان دی ، اوس افغانان خپل ویشلي نظریات  یوازې  دلیکونو ، پیغامونو او چاپي رسنیو له لارې نه سره تبادله کوي ، بلکې  دانټرنیټ له لارې تقریبا په مخامخ ډول خپل اندونه او ګروهې سره شریکوي ، خپل نظریات ترنورو رسوي ، پوښتنې مطرح کوي ، سپیناوی غواړي  ، خپلې مفکورې توجیه او تشریح کوي ، او دمناظرې او مشاجرې تربریده له خپلو اندتوګو  ننګه کوي .

دلته به ووایو چې  دااجتماعي بحثونه یوازې سیاسي نه دي ، بلکې  په  مذهبي ، فکري ، کلتوري ، علمي ادبي او ډېرو نورو برخو کې اوس  انلاین  ډیالوګ   رواج موندلی  ، چې که په سالمه  فضا کې  پرمخ لاړشي  ، دښو پایلو تمه ترې کیږي .

خو په دې لړ کې  یوه ستونزه چې زما خپله تجربه ده دځینو رسنیو  خویش خور  چلند دی  ، په ځانګړي توګه دسیاسي  نظریاتودارائه کولو  په برخه کې دپښتو ژبې  ځینې وتلې رسنۍ په څرګنده  تله وهي ، په داسې حال کې  چې دخپلې تګلارې له مخې ځان  دبیان  ازادۍ ته ژمن بولي ، دناپېلتوب او بې پلوۍ  توغ رپوي  ، مګر عملا دځینو سیاسي لوریو  په وړاندې  له انصافه عاري  چلند کوي  .

دلته  به یې بیلګې نه راوړم  ، خو داسې په بیابیا پیښ شوي ، چې ځینو لیکوالو د طالبانو داسلامي تحریک په ضد ( چې دافغانستان دسیاست یو مهم لوری دی )  ډیرې بې بنیاده  لیکنې لیکلي وې ، خو چې کله  ورته ځواب لیکل شوی دی ، په ډېر تأسف چې دناموجهو دلائلو له  وجې له نشر څخه پریښودل شوی دی  .

همدا اوس مې  په یوه  وېب پاڼه کې یوه  خورا  دتأسف وړ لیکنه لوسته ، په کومه کې چې  دمدرسې ، طالب او مجاهد په حریم څرګند تیری شوی  ، مدرسه بیت الحمار بلل شوې  ، او داسې نورې نادودې  ، دا په داسې حال کې چې ددې لیکنې په نسبت خورا درنې لیکنې یوازې له دې امله له نشر څخه پریښودل شوي ، چې له طالبانو دفاع په کې شوې ده او یاداچې په لیکوال  شخصي تعرض شوی ، حالانکه دلیکنې محتوا به له ویکپیډیا را اخیستل شوي وي ، او مستنده پشتوانه به لري  .

دا لیکنه دګېلې په دود نه کوم  ، خو داضرور وایم  چې  دعامه رسنیو  داتوپیري چلند که دوی یې په هرنیت کوي  ، مشکل نه شي حل کولای  بلکې  داړوند غاړو سره مطرح سوالونه  علاوتا  ناروښانه او ناحل شوي پرېږدي  ، ازادې رسنۍ که رښتیا  دلانجو دحل او دخپل اولس دهوساینې لپاره دخدمت کومه جذبه په زړه کې لري باید په بشپړه توګه د دریمګړي رول خپل کړي  ، او یوازې دافغانانو ترمنځ ازادډیالوګ ته زمینه سازي وکړي  ، دلیکوالو او سیاسي لوریو ترمنځ توپیري چلند  یوازې په همدې رسنیو عامه باور زیانمنوي ، او ددوی ناپیلتوب ترسوال لاندې راولي ، چې بیا به دغه ازادې رسنۍ دځینو لپاره  په  شخصي تبلیغاتي لوډسپیکرو اوښتي وي ،  او نور  به هماغه  ددوهم ټولګې دپښتو کتاب دلطیفې  سندره زمزمه کوي  ، هغه چې کوم  څوک په کنګل وهلي کلي کې  سپيو داړلی وه  او بیا یې ویل چې

داڅرنګه کلی دی . .

سپي يې خوشي کړي دي . .

تېږې یې تړلي دي  . .

په افغان انټرنیټي  کلي کې دکنګل دماتېدو په هیله

زخمي افغان

دا څرنګه کلی دی !!؟
وایي ، دځمکې تناوونه رالنډیږي او نړۍ په کلي بدلیدونکې دې ، داډېره موده دګلوبل  ویلیج ، العولمة  او نړیوالتوب اصطلاحات اورو ، دنړۍ او نړيوالو په دې نږدې کیدو کې  مهم رول  دانټرنيت هم دی  ، انټرنیټ  په خپل فعالیت سره لوی انقلاب ته مخه ورکړې او ډېر بریدونه یې نړولي دي ، اوس له دې  وسیلې په استفاده  دنړۍ دهرې برخې اوسیدونکي خپل نظریات سره شریکولی شي  ،
دافغانستان په تېره دپښتو ژبې په برخه کې هم  همدا دانټرنيت  په مټ  داجتماعي  کوشير او نږدیوالي بهیر خورا بریالی په مخ روان دی ، اوس افغانان خپل ویشلي نظریات  یوازې  دلیکونو ، پیغامونو او چاپي رسنیو له لارې نه سره تبادله کوي ، بلکې  دانټرنیټ له لارې تقریبا په مخامخ ډول خپل اندونه او ګروهې سره شریکوي ، خپل نظریات ترنورو رسوي ، پوښتنې مطرح کوي ، سپیناوی غواړي  ، خپلې مفکورې توجیه او تشریح کوي ، او دمناظرې او مشاجرې تربریده له خپلو اندتوګو  ننګه کوي .
دلته به ووایو چې  دااجتماعي بحثونه یوازې سیاسي نه دي ، بلکې  په  مذهبي ، فکري ، کلتوري ، علمي ادبي او ډېرو نورو برخو کې اوس  انلاین  ډیالوګ   رواج موندلی  ، چې که په سالمه  فضا کې  پرمخ لاړشي  ، دښو پایلو تمه ترې کیږي .
خو په دې لړ کې  یوه ستونزه چې زما خپله تجربه ده دځینو رسنیو  خویش خور  چلند دی  ، په ځانګړي توګه دسیاسي  نظریاتودارائه کولو  په برخه کې دپښتو ژبې  ځینې وتلې رسنۍ په څرګنده  تله وهي ، په داسې حال کې  چې دخپلې تګلارې له مخې ځان  دبیان  ازادۍ ته ژمن بولي ، دناپېلتوب او بې پلوۍ  توغ رپوي  ، مګر عملا دځینو سیاسي لوریو  په وړاندې  له انصافه عاري  چلند کوي  .
دلته  به یې بیلګې نه راوړم  ، خو داسې په بیابیا پیښ شوي ، چې ځینو لیکوالو د طالبانو داسلامي تحریک په ضد ( چې دافغانستان دسیاست یو مهم لوری دی )  ډیرې بې بنیاده  لیکنې لیکلي وې ، خو چې کله  ورته ځواب لیکل شوی دی ، په ډېر تأسف چې دناموجهو دلائلو له  وجې له نشر څخه پریښودل شوی دی  .
همدا اوس مې  په یوه  وېب پاڼه کې یوه  خورا  دتأسف وړ لیکنه لوسته ، په کومه کې چې  دمدرسې ، طالب او مجاهد په حریم څرګند تیری شوی  ، مدرسه بیت الحمار بلل شوې  ، او داسې نورې نادودې  ، دا په داسې حال کې چې ددې لیکنې په نسبت خورا درنې لیکنې یوازې له دې امله له نشر څخه پریښودل شوي ، چې له طالبانو دفاع په کې شوې ده او یاداچې په لیکوال  شخصي تعرض شوی ، حالانکه دلیکنې محتوا به له ویکپیډیا را اخیستل شوي وي ، او مستنده پشتوانه به لري  .
دا لیکنه دګېلې په دود نه کوم  ، خو داضرور وایم  چې  دعامه رسنیو  داتوپیري چلند که دوی یې په هرنیت کوي  ، مشکل نه شي حل کولای  بلکې  داړوند غاړو سره مطرح سوالونه  علاوتا  ناروښانه او ناحل شوي پرېږدي  ، ازادې رسنۍ که رښتیا  دلانجو دحل او دخپل اولس دهوساینې لپاره دخدمت کومه جذبه په زړه کې لري باید په بشپړه توګه د دریمګړي رول خپل کړي  ، او یوازې دافغانانو ترمنځ ازادډیالوګ ته زمینه سازي وکړي  ، دلیکوالو او سیاسي لوریو ترمنځ توپیري چلند  یوازې په همدې رسنیو عامه باور زیانمنوي ، او ددوی ناپیلتوب ترسوال لاندې راولي ، چې بیا به دغه ازادې رسنۍ دځینو لپاره  په  شخصي تبلیغاتي لوډسپیکرو اوښتي وي ،  او نور  به هماغه  ددوهم ټولګې دپښتو کتاب دلطیفې  سندره زمزمه کوي  ، هغه چې کوم  څوک په کنګل وهلي کلي کې  سپيو داړلی وه  او بیا یې ویل چې
داڅرنګه کلی دی . .
سپي يې خوشي کړي دي . .
تېږې یې تړلي دي  . .

په افغان انټرنیټي  کلي کې دکنګل دماتېدو په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x