
جان الن به د اسلامي دولت پر ضد د پوځي عملياتو مشر وي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري اعلان وکړ، چې د امریکايي پوځ متقاعد جنرال جان الن به د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د پوځي عملياتو مشر وي.
جان کيري زياته کړه، چې جنرال الن د اسلامي دولت پر ضد د پوځي عملياتو لپاره وړ جنرال دی او کولای شي، چې دغه جګړه په ډېره ښه او مناسبه طريقه پر مخ بوځي.
جان الن اوسمهال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت امنیتي سلاکار دی او اوس به د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ د څلويښتو نړيوالو هېوادونو د پوځي عملياتو مشري پر غاړه ولري.
جنرال الن ۲۰۰۶- ۲۰۰۸م کال پورې د عراق الانبار ولايت کې د امريکایي عسکرو مشر قومندان و.
له هغې وروسته ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۳ م کاله پورې افغانستان کې د امريکايي عسکرو مشر قومندان و.
د امريکايي چارواکو په وينا جنرال الن د عربي هېوادونو په پوځي چارو کې د يو تکړه او متخصص جنرال په توګه کولای شي، چې اسلامي دولت له منځه يوسي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپلو پوځيانو ته امر کړی، چې اسلامي دولت کمزوری نه، بلکې له منځه يې يوسي.
امريکايي چارواکي فکر کوي، چې د بشاراسد منځلارو وسله والو مخالفينو ته وسلې ورکړي، چې د عراقي پوځيانو تر څنګ د اسلامي دولت پر ضد وجنګيږي.