کابل: له ډله ییز تېريګر برید وروسته د پغمان ننداره کمه شوې

نن ټکی اسیا (یکشبنه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): وروسته له هغه چې د تېرې لمریزې میاشتې په وروستۍ شپه پغمان ته په لاره په ده عربان سیمه کې د پولیسو په جامو کې څو تنو تېريګرو د یوې کورنۍ په ښځینه وو له غلا او لوټ وروسته ډله ییز جنسي تېری وکړ، په دې سیمه کې ګڼه ګوڼه کمې شوې ده.

که څه هم په دولتي مسوولینو داسې دعوه خپره کړه چې ګواکې په دې سیمه کې له دولتي یونیفورمه ګټه اخیستونکي پوره ډله بدمعاشان يې ځينې نیولي او ځینې نور يې تېښتې ته اړ کړي دي، مګر د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دې ډلې ډېر غړي لا په سیمه کې پاتې دي او د خپلو ملګرو د غچ په بهانه د موقعې په تمه دي.

ده عربانو دوه لارې ته څېرمه چېرته چې تېره پېښه شوې ده، یو تن دوکاندار د نوم نه ښوودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې تر یادې پېښې وړاندې به په دې لاره دومره ګڼه ګوڼه وه، چې دوی به پکې پرېمانه سودا پلورله.

د دې دوکاندار په قول په مازیګر کې به دومره بېروبار شو، چې ډېر وخت به لاره بنده او دا لاربندۍ به د څو ساعتونو لپاره اوږده شوه.

د ده په خبره د زمري د یودېرشمې پېښې نه وروسته په دې سیمه کې یو ډول وېره خپره ده او داسې انګېرل کېږي چې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستونکي بدمعاش بانډ به د خپلو نیول شویو ملګرو غچ واخلي.

د ده عربانو سیمه چې د پغمان ننداریزې سیمې قرغې ته په لاره پر ته ده، په یاده سیمه کې يې د نندارچیانو ګڼه ګوڼه خورا کمه شوې ده. قرغه چې د کابل په سطحه د نندارې خورا مشهور ځای او د ډېرو دوکاندارانو او هوټل د خاوندانو لپاره یوه ښه اقتصادي موقع وه، د ګڼې ګوڼې کمښت تاوان ور اړولی دی.

په دغه سیمه کې د دعوت اسلامي د ګوند د مشر عبدرب الرسول سیاف اړوند ټوپکوال د ممتاز او طوفان په نامه واکمن دی چې د ځمکو په غصب او مالیو اخېستلو کې نوم لري.

یاده دې وي چې د پغمان د یادې ډله ییزې پېښې اړوند د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې تند غبرګونونه را وپارېدل او د هېواد له قضايي ارګانونو يې وغوښتل چې عاملین دې يې په عام محضر کې اعدام شي.

د هېواد سترې محکمې پخپله لومړنۍ محاکمه کې پر یاد مجرمینو د اعدام حکم وکړ، چې نړیوالو بشري څارونکو دغه پرېکړه د سیاسي فشارونو په پایله کې وګڼله او د دوی په خبره نیمګړې محاکمه ګڼل کېدای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د