نن په انځورونو کي

کابل: د عبد الرحمن ښکلی جامع مسجد – په انځورونو کې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د کابل ښار په زړه کې، له د نګو منارو نه د تکبیر ملکوتي غږ تر ډېره لرې د موزیکونو غږ بندوي او خلکو ته ورپام کوي چې دنیاوي بازار بند او د لوی خدای په دربار کې د درېدو وخت دی.

د دې مسجد له ننه دیارلس کاله وړاندې ـ ۱۳۸۰ل د وري په دویمه ـ د افغانستان اسلامي امارت په وروستیو کې د وخت د ریاست الوزراء ارواښاد ملا محمد رباني له لوري د بنسټ تېږه کېښودل شوه.

مسجد د پراخې شنې ساحې په لرلو سربېره پخپل لاندیني او پورتني پوړ کې په یو وخت د لس زره تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دغه مسجد د کابل ښار په زړه ده افغانانو سیمه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارته څېرمه داساسي قانون پر واټ باندې باندې ودان شوی دی.

د مسجد په لاندیني پوړ کې په یوه وخت د سلګونو اوداسه کوونکو لپاره مناسب ځای او پر مخ وړاندې په ځمکتلي کې ارام، پراخ ځای لري.

د دې مسجد مصارفو ته حاجي عبدالرحمن د حاجي غلام رسول زوی اوږه روکړه، نوموړی د د کابل ولایت د بګرامي د شیوکي کلي اوسېدونکی و، چې د مسجد له بنسټه يې یو کال وروسته د مرګ داعي ته لبیک ووایه.

د مسجد په مخ کې يې په پراخ انګړ کې د پېژندنې په ډبره کښل شوي دي:
«این بقعه مبارکه که ندای ملکوتی بانګ محمد و فریاد تکبیر و زمزمه های تهلیل و تسبیح تا روز رستاخیز طنین انداز است، به تمویل و اهتمام مرحوم حاجي عبدالرحمن فرزند الحاج غلام رسول باشنده قریه شیوه کی ولسوالی بګرامی کابل بتاریخ ۲حمل ۱۳۸م خورشیدی بمنظور کسب رضای خدای عزوجل برا ادای نمازهای پنجګانه، جمعه وعیدین بنیاد نهاده شده…»

د دې مسجد د جوړولو ټولې چارې څلور کاره وړاندې په ۱۳۸۹ل کال کې پای ته ورسېدې.

په جوړولو کې يې انجینر غلام فاروق، انجینر رحیم ګل، انجینر ګل اغا حیدري، خطاط محمد بشیر پیکان، خطاط محمد اصف آلف، ګل نذیر منګل او احمد فرید برخه وال و.

د عبدالرحمن مسجد په کابل ښار کې ځانګړی نوم لري، چې پراخوالی، پاکوالی او ښایست يې مهمې ځانګړنې دي.

1527011_1485049855101506_5805709486513812643_n AbdulRehman_masjid (19) AbdulRehman_masjid (18) AbdulRehman_masjid (17) AbdulRehman_masjid (16) AbdulRehman_masjid (15) AbdulRehman_masjid (14) AbdulRehman_masjid (13) AbdulRehman_masjid (12) AbdulRehman_masjid (11) AbdulRehman_masjid (10) AbdulRehman_masjid (9) AbdulRehman_masjid (8) AbdulRehman_masjid (7) AbdulRehman_masjid (6) AbdulRehman_masjid (5) AbdulRehman_masjid (4) AbdulRehman_masjid (3) AbdulRehman_masjid (2) AbdulRehman_masjid (1)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
maiwand

Mashallah, Subhanallah

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x