نظــر

خارق العاده لاسپوڅي او یرغلګرو ته مشوره

loyajirga2011_6په افغانستان کې لاسپوڅي هم د خپل ډول خارق العاده داسې مخلوق دی چې دایم الاوقات د لویو یرغلګرو امپراتورانو د غاړې طوق جوړ شوي، خپل باداران یې د خپلو لنډمهالو شخصي ګټو په توغ کې ښکېل ساتلي او بالاخره یې له تاریخي شرمندګی او ماتې سره مخ کړي دي.

لاسپوڅي په نوره نړی کې ،، له لاسپوڅو په افغانستان کې ځمکه تر اسمانه فرق کوي، دلته لاسپوڅي مستقل هدف په مخکې نلري،

،، او نه هم د لاسپوڅی تر څنګ هیڅ ډول قسمي ملي ستراتیژی ته ژمن دي،،، زمونږ د لاسپوڅو تر ټولو ژوندی مثال د روسي اشغال هغه لنډغر او حرامزاده ګان وو چې ټول عمر یې روسان په دې وغولول چې ګواکي دوی د ملت لویه برخه او استازي دي، د خپلې درواغجنې دعوی د ثبوت لپاره یې ډول ډول وحشي کړنې چې ډلییزې وژنې،، د کلیو او بانډو بمبارول،، زندانونو ته د خلکو اچول او په بیلابیلو شکنجو سره د خلکو تعذیبول ټول د دوی د ناکامه هڅو برخې جوړولې،،،

صلیبیانو هم د روسانو په ناولي قدم خپل تر ټولو ناولی قدم کېښود او زمونږ په پاکه خاوره یې د ناروا او وحشي یرغل تکل وکړ،،، امریکایان د روسانو څخه په توپیر کې یوه ټکي ته په خورا زیات اهمیت قایل شول،، هغه دا چې د کمونستانو خلاف یې د ولس په منځ کې ګیرور، لنګوټي والا، پکول پر سر،،، واسکټي،، قرقل او چپنې په دودیزو ظاهري بڼو تکیه وکړه،،، د دوی په منځ کې یې مادي ګټې د دوی د اشتراک محور وټاکه،،، دوی یې د ولس د استازو په توګه وځلول،،، او تر ننه همدا تلقین ورکوي چې تاسو د ولس غوره کړل شوي خلک یاست،،، زمونږ لوستي خلک هسې هم د وولس په منځ کې چندانې ژورې ریښې نلري که یې لري هم،، د بزګر ورور،،، مشر پلار او کلیوالو خپلوانو په مټ یې لري،،، نو که د لوست تر څنګ پسې لاسپوڅي هم شي نو بیا به څرنګه وکولای شي د وولس حقیقي استازیتوب وکړي،،

زه شخصا داسې روڼ اندي، لوستي او مسلکي خلک پېژنم چې دا ۲۰ کاله کیژي چې خپل کلي ته تګ نشي کولای خو چې چېرته د پی-آر-ټي یا کوم بې معیاره ټي-وي،، یا جوامع معدني (مدني ټولنې مې هدف دي) سره مرکه یا تش په نوم کنفرانس شرف تر لاسه کړي،، نو ځان به قومي مشر معرفي کوي،،، ډالري قراردادیان چې سمې نیمایي پروژې یې په ښکاره بې ناموسی او اخلاقي انحطاط کې ګټلې او سر ته رسولې او د یو څه مردارو ډالرو څښتنان شوي،،، په ورته توګه په ډېره بې شرمی سره ځانونه ملي سوداګر او کسبه کاران قلمداد او معرفي کوي.

مطلب مې دا دی چې د یرغلګرو حماقت د دوی د لاسپوڅو له مخې ښه اټکل کیدای شي،،، زما د امریکا په مشری کې وحشي یرغلګرو ته مشوره ده چې له خپلو لاسپوڅو خو دا یو تضمین هم واخلی چې که د ستراتیژیک تړون له انعقاد وروسته په تاسو حمله وشوه،،، نو ستاسو د وحشي غبرګون ځای او ځوابګوی به عام ولس نه بلکه د ولس په درواغجن استازیتوب کې راټول شوي ۲۰۰۰ کسیز نمایندګان وي،،، د ولس د استازیتوب معنی خو همدا ده چې دوجانبه عمل به کوي،،، کنه دا لاسپوڅي خو تاسو یرغلګر په لوی لاس د هلاکت کندې ته ګوزارول غواړي،،، له یوې خوا تاسو ته د اډو په اړه مثبته مشوره درکوي،، خو له بلې خوا ستاسو سره یوازې او یوازې د جیب او ډالر په حد کې ملګري پاته کیژي،،، که چا مو اډې له بیخه خاورې ایرې هم کړې نو د دوی یې پرې څه،،، دوی به د خپل منافقت له مخې ستاسو په مرګ ژوبله د خدای شکر هم پر ځای کړي او د جیب په غم کې به تاسو ته د بیا جوړولو مشوره درکړي،،، تر څو د دوی پروژې همداسې روانې وي،،،،، تاسو به مری خو ستاسو لاسپوڅي به چاغیژي،،، ستاسو له تیښتې سره جوخت به لومړی همدا ستاسو  لاسپوڅي وي چې تاسو به خپل ولس ته د مخ روڼي په توګه په پښو پښو کې ووهي او خپل ډک ډډی به درباندې تشوي،،، مخکې لدې چې په ورته سرنوشت مو اخته کړي،،، خپل لاسپوڅي یو یو خپلو فوځي اډو ته بوزی او د شپې له خوا پیرې پرې وکړی،، د طالبانو سره یې د جګړې لومړیو کرښو ته واستوی،، لنډه دا چې یو څه د جګړې ترخه هم ور وڅکی،،، که فکر کوی چې جاسوسي درته کوي،،، نو دا هم په خلاصو غوږونو واوری چې ستاسو د لاسپوڅو استخباراتي او جاسوسي چوپړ هم ۹۹ په سلو کې په درواغو بنا دی،،،

مظلومو افغانانو خو تر پرونه له افغانستان څخه ستاسو د ژر تر ژره ابرومندانه وتلو هیله درلوده،،، خو دا چې اوس تاسو متاسفانه د ستراتیژیک تړون خوبونه وینی نو له نوموړې حتمي هیلې سره سم به لدې وروسته ستاسو د بنیادي نړیوالې شرمندګی او شرموونکي حتمي زوال شیبې هم شماري،،،،

ان شاالله العزیز والمقتدر

لیک: عادل عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x