ورزش

د کرکټ نړیوال جام د شنبې پر ورځ کابل ته راورسید

نن تکی اسیا (یکشنبه، وږی ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوال جام چې هر ځل تر نړیوالو سیالیو وړاندې سیالیو کې ګډون کوونکو هیوادونو ته انتقالیږي، پرون په تاریخ کې د لومړې ځل لپاره کابل ته راوړل شو.

په هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړپوړو دولتي چارواکو د دې جام تود هرکلی وکړ.

نړیوال جام کابل هوايي ډګر ته تر رارسیدو وروسته ارګ ماڼۍ ته انتقال شو. په ارګ کې جوړ شوي هرکلې پروګرام کې ولسمشر حامد کرزی، د هند سفیر شیدا محمد ابدالي، د افغانستان کرکټ بورډ مشران او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ګډون درلود.

ولسمشر حامد کرزی د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام انتقال کابل ته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

ارګ ماڼي څخه وروسته نړیوال جام د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته ولیږدول شو. کرکټ بورډ په اداره کې د نړیوال جام هرکلي په نسبت غونډه جوړه شوې وه چي پکی د دولتي چارواکو او کرکټ بورډ مشرانو سربیره د آسټرالیا، نیوزیلینډ، هند، کانډا، انګلستان او هالینډ هیوادونو سفیران هم ګډون درلود.

د غونډې په ترڅ د استرالیا سفیر جان فلیپ د افغانستان د کرکټ بورډ او د افغانستان د ملي لوبډلې هلې ځلې وستایلې او د همیشنیو مرستو ژمنه یي وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x