نظــر

د هندوستان، ايران او روس ګډه ويره !!!!

iran_china_india_flagesهندوستان د خپلي بهرنۍ پاليسي مخ اړولى دى، لومړي وزير من موهن سنګ د خپل وخت په لومړي حكومت كي چي كوم هيوادونه تر نظر ايستلي و له كومو چي ناراضه ده، اوس غواړي چي له هغوى سره خپلي اړيكي ښې كړي، مقصد دا چي اوس نړۍ له اقتصادي بحران سره مخامخ ده  او هندوستان لپاره خپل ګاونډي ډېر خطر ناكه كېداى سي، هسي هم له هغوى سره اړيكي ښه كول ضروري دي،

هندوستان د خپلي پاليسۍ په بدلولو سره خپل ځان خوندي ساتل غواړي، د برېښنا د توليد لاري خلاصي غواړي،

 

له افغانستان نه د امريكا يي سرتېرو وتلو وروسته چي كوم حالت رامنځ ته كېدونكى دى، د هغه له بدو پايلو څخه ځان ساتل غواړي

من موهن سنګ د خپل حكومت په لومړي پړاو كي له امريكا سره خپله پاليسي ښه وساتله، اوس يې له امريكا نه خپل مقصد تر لاسه كړ، يعني له هغه سره يې سوېلين ايټمي تړون وكړ او جشن يې باندي جوړ كړ، اوس د خپل حكومت په دويم پړاو كي هغه نوى باب خلاصوي، كه څه هم هغوى هغه له امريكا سره خپل ستراتېژيك ملګرتوب ساتلى دى خو نن چي نړۍ څومره سره پېچله سوې ده، دې ته په كتو سره يې نوې پاليسي جوړه كړې ده، هغه د هندوستان او ايران اړيكي له سره نوي كولو لپاره د ملګرو ملتو په غونډه كي له ايراني  ولسمشر احمدي نژاد سره وكتل او ايران ته يې په تلو خپله امادګي وښوده

ايران په دې خفه دى چي هندوستان له امريكا سره د سوېلين ايټمي تړون كولو لپاره په ملګرو ملتو كي د ايران په خلاف رايه وركړه، هندوستان اوس دوه اړخيزو اړيكو ته نوى ژوند وركول غواړي، مقصد دا چي ګيس او تيل تر لاسه كړي او د انرجي مسله كړي

من موهن سنګ به ډېر ژر له يوه لوړ پوړي ډلي سره ايران ته لاړ سي چي د ايرانيانو له ذهن نه بد يادونه لري كړي، په واشنګټن كي د هندوستان د سياسي چارو كارپوه په خبره چي” ايران   هندوستان ته  يو چلبازه ملګري كېداى سي، هغوى د زړو تړونو له منځه وړل يا هغه له سره خلاصولو عادت لري، په 2005 كي ايران له هندوستان سره همداسي كړي و، كله چي هندوستان په نړيواله نړيوال اټامك اژانس كي د ايران په خلاف رايه وركړه هندوستان ته دا يوه رايه په 5 زره لكه ډالره پرېوته، ځكه چي ايران د ګيس  وركولو تړون منسوغ كړ

اوس چي د انرجي بيه مخ په لوړېدو ده هندوستان له ايران سره خپلي اړيكي ښه كول غواړي

بل خوا هندوستان له ښه ملګري اسرائيل او امريكا نه مخ اړوي او دا دواړه هيوادونه د هندوستان له ايران سره د اړيكو ښه كول نه خوښوي، خودا رښتيا ده چي ايران هندستان ته خام تيل وركونكى دويم لوى هيواد دى، ايران هندوستان ته د كال 18 ميلينه ټنه خام تيل وركوي، د دواړو هيوادونو د افغانستان په راتلونكي خبري هم رواني دي، كه څه هم امريكا ته هر څومره بده لګېږي خو بيا هم ايران په سيمه كي ځانګړى رول ادا كوي، په افغانستان كي د امن راوستلو لپاره د ايران مرستي ضرورت خو په كارېږي، ايران په ستمبر كي د اسلامي بيدارۍ كانفرنس جوړ كړى و، چي د طالبانو نمائندګانو په ګډون 700 اسلامي مشرانو ګډون كړى و، هندوستان د افغانستان په معامله كي د ايران لپاره د باور وړ اړيكي نيونكى كېداى سي، هغه له افغانستان نه د امريكا په خوندي وتلو كي مرسته كولاى سي

په حقيقت كي د هندوستان، روس او ايران ګډه ويره دا ده چي په افغانستان باندي د طالبانو قبضه ونه سي، درې واړه هيوادونو د افغانستان په حالاتو باندي د غور لپاره په ناروې كي يوه غونډه جوړه كړې وه، چي په ځينو فارمولو خبري سره وكړي

وخت لږ دي، او ځمكنى حقائق تشويشناك، ځكه چي د دې هيوادو په فكر پاكستان ملاتړ لرونكي ډلي د خپل ځاى جوړولو په خاطر مخالفين قتلوي، هندوستان ته د افغانستان په اړه ډېر تشويش ورلوېدلى ده،  د هندوستان د دفاع وزير اې انتوني وايي “چي كله امريكا له افغانستانه ځي نو طالبان به د هندوستان لپاره يوه لويه امينتي خطره وي”، هندوستان په افغانستان كي د امريكا فوځونو حمايت او په شام او لېبيا كي يې د لوېديځ د فوځونو مخالفت كړى دى، له همدې نه د افغانستان په اړه د هندوستان د ويري اندازه كېږي، هندوستان غواړي چي په افغانستان باندي د طالبانو واكمني نه وي، بلكه د هزاره، ازبك او تاجك دي زيات رول وي، ځكه له دوى سره د هندوستان ښې اړيكي دي

طالبانو او حقاني ډلي په 20 ستمبر باندي برهان الدين رباني وواژه او په كابل كي د امريكا په سفارت باندي حمله د هندوستان لپاره يو خبردارى و چي هندوستان يې په ويره كي واچاوو،

كومو خلكو چي غوښتل له ښو طالبانو سره دي خبري وسي شاته سوي دي

امريكا حيرانه ده، هغه دوست او دښمن هيواد پاكستان باندي نيوكي هم كړې دي او د هغه خدمتونه يې ستايلي هم دي،  پاكستاني جنرالان د 2014 په انتظار دي، كله چي د امريكا ډېرى فوځونه له افغانستانه وځي، كه څه هم امريكا په افغانستان كي د خطرناكي لوبي په خلاف غږ پورته كړى دى، خو پاكستاني جنرالان غواړ ي چي كله امريكا افغانستان پرېږدي نو له دې نه وړاندي له امريكا سره سودا وكړي، جنرالان پوهېږي چي په پاكستان كي هغوى هيچا ته هم ځواب وركونكي نه دي، بلخوا د امريكا په ولسمشر اوباما باندي كورنى فشار ډېر دى، په دې ټوله لوبه كي چين كېداى سي، د امريكا اړيكي له پاكستان سره خرابېږي او پاكستان له چين سره خپلي اړيكي ښه كوي، د سياسي چارو كارپوهان وايي چي د دې ثبوت سته چي پاكستان په افغان مشرانو زور اچوي چي دوى امريكاته ووايي چي كله ستاسي سرتېري له افغانستان نه لاړ سي نو زموږ په خاوره كي به اډې درنه كړو،  او د دې په ځاى به هلته چين ځاى په ځاى سي

تر اوسه چين په افغانستان كي د خپل سايوان درلودو لېوالتيا نه ده ښودلې، هغه په دې مطمئن ده چي د خپلي ستراتېژيكي ګټي لپاره پاكستان استعمال كړي، خو په كومه تېزي سره چي حالات بدلېږي دې ته په پام سره به هندوستان ژر پرېكړه وكړي ، من موهن سنګ د خپل هيواد د ګټي لپاره د ټولو لارو په كارولو كوښښ كوي،

د اخبار جهان اونيزي نه په منني

ژباړه: محیب رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x