fbpx

يو سپیناوی د ښاغلي … چې مستعار نوم يې سالار ټنی دی

یادونه: نن ټکی اسیا د بیان په ازادۍ باور لري، تر دې وړاندې يې د ښاغلي سالار تڼي لیکنه چې په شمشاد تلویزون یې نقد کړی و، نشر ته سپارلې وه، دا لیکنه د هغې لیکنې په ځواب کې لیکل شوې، موږ يې د خپلې پالیسۍ له مخې او بیان ازادۍ ته په احترام يې نشر ته سپارو. نن ټکی اسیا د هيچا د لیکنې ننګه نه کوي، لیکوال پوه شه او د لیکنې په اړه سپيناوی. اداره

لیکوال:وصال

دغه ښاغلی چې ځان ته لیکوال شاعر او ژونالیست هم وايي زه يې ښه پېژنم او په دې هم پوهیږم چې دغه ښاغلی کومو کسانو پړسولی خو دا د شهرت تږی او وږی چې ممکن د کومې مرکې او بل کوم نوم په خاطر یې دا لیکنه کړې ټولې اوتې بوتې یې لیکلي او يوه خبره يې هم په منطق برابره نده.

د مثال په ډول یې د يو شمېر خبرو سپیناوی په کره ثبوتونو او دلایلو کوم.

۱ـ ) دې ښاغلي لیکلي چې: وصال دشمشاد راډېو اوسني مدير،داهغه څوک دي چې دلېسې له دورې څخه خويې خبر نه يم مګر له دارلمعلمين څخه په داسې حال کې فارغ شوي دي چې ډېر وخت خوبه يې خپل صنف او ټولګيوال هم نه پېژندل،دپوهنتون تر دوهم ټولګي يې هم املا او انشاء سمه نه وه ياده.

ګرانه:زما د لیسې له دورې که نه یې خبر نو زه به یې درته ووایم تر لسم ټولګي پورې مې زده کړې په پاکستان کړي او پخپل ټولګي کې اول نومره وم او د افغانانو نوم مې هلته هسک ساتلی و له هجرته وروسته مې لیسه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په محمدي صاحبزاده لیسه کې په عالي درجه پای رسولې،لوړې زدکړې مې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي په پښتو څانګه کې په ډېرې لوړې فیصدۍ يعني(۹۳٪ ) پای ته رسولي همیشه د خپل ټولګي ممتازه زده کوونکی وم همیشه به اول يا دویم دومره وم او خپلې لوړې زدکړې مې په اول نومرګۍ پای ته رسولي.که کوم شک په کې ولرې کولای شې پوهنځي او يا هم زما استادانو چې نومونه به یې هم درته ياد کړم استاد ابراهیم همکار،استاد سیدغنی غنی،استاد عبدلطیف مل شینواری همداشان له استاد لال پاچا ازمون اواستاد ببرک میاخل نه زما د استعداد او زدکړو په اړه وپوښتې.

ګرانه زه تاغوندې اوتې بوتې نه وایم زه د خپل فراغت ټول اسناد په لاس کې لرم چې کله سره مخامخ شو بیا به یې د ستاینلیکونو له يوه بنډل سره یې درته وښایم.

دا ښاغلی وايي چې زه له درالمعلین نه فارغ یم په دې برخه کې چې کوم کس تاسو ته معلومات درکړي هغه په دې ډول ندي ګرانه البته زه له درالمعلمین فارغ نه بلکه د کابل په سیدجماالدین درالمعلین کې استاد پاتې شوی یم او اوس رانه له ډېرو بوختیاو له وجې پاتې دی.

او دا چې دا بې ضمیره وايي چې زه خپل ټولګیوال نه پېژنم نه پوهیږم دا کوم منطق دی چې يو څوک دې خپل ټولیګوال ونه پېژني ګرانه دا به هم درته معلومه وي چې زمونږ دوره يوه طلايي دوره مونږ ددې لپاره چې ملګري مو پس له کلونو کلونو هم هیر نشي، زما او د ملګري لیکوال او شاعر ګل رحمن رحماني په ګډې هڅې (ګوره چې هېر مې نه کړې) په نوم د ټولیګوالو تذکره چاپ کړه چې له ګودر خپروندويي ټولنې څخه یې لاسته راوړلی شې.

۲:بله خبره دې ښاغلي د کرکټ د کمنټرۍ کړې چې ګوندې زه نه پوهېږم،نمک حرامه همدا تا پخپله له شمشاد راډیو د کرکټ کمنټري اورېدله او ویل به دې چې وصال صيب ښه کمنټري کوې او اوس داسې وايې،ګرانه ما پخپله لاس کاله کرکټ کړی په دې برخه کې پوره تجربه لرم له ننګرهاره نیولې تر کابله او په ټول افغانستان کې چاچې زما غږ له مرام راډيو،اراکوزیا راډیو او شمشاد راډیو څخه اورېدلی ټولو راته د ښه کمنټیټر لقب راکړی او له بلې به دې هم خبر کړم چې د سپتمبر په ۱۹ د میلونر جام سيالۍ چې له شمشاد راډیو ټلویزون څخه خپریږي د کرکټ بورډ لخوا د دريو ځوانو کمنټیټرانو ترڅنګ څلورم کس زه يم چې کرکټ بورډ د کمنټرۍ لپاره غوره کړی يم.

۳:دا چې زما غږ څنګه دی په دې اړه به درته دومره ووایم چې بې ضمیره انسانه په موبي ګروپ يا طلوع کې د کارمند د ګمارلو په برخه کې يو مهم شرط غږ دی که زما غږ مناسب او يا هم ښه نه وی نو زه هلته په ۷۵ کسانو کې چې پنځه تنه يې ونیول نه کامیابیدم هغه هم ترنورو په لوړ امتیاز.

۴ـ څلورمه خبره یې يې دا کړې چې ګوندې زه نورو ته وایم چې ما وستایی لږ شرم وکړه هغه خو ته او ستا ملګري ياست چې لا تراوسه په دې ارمان چې په کومه رسنۍ کې خپرونه وړاندې کړئ زه خو له کلونو کلونو په راډيو او ټلویزون کې کار کوم ټول مې پېژني او بله دا چې د قلم ټولنې لخوا جوړه شوه غونډه چې تاسو به پرې خبر ياست هلته محترمو استادانو هريو لال پاچا ازمون،عبدلغفور لیوال،خپلواک ساپي،اجمل تورمان ګل رحمن رحماني او نورو ملګرو زما په اړه د ښو يادونو ترڅنګ نږدې اتو ټولنو او بنسټونو ماته اته ستاینلیکونه هم راکړل.تاسو دا هم ویلي چې زما کوم يو کتاب چاپ شوی وبښه ګرانه زما لا تر اوسه شپیږ کتابونه چاپ شوي چې په تصویر کې به یې لاندې وګورې او څلور نور کتابونه هم تر کار لاندې دي.

بله دا چې زه نشه کوم دا خبره زه نه پوهیږم دې ښاغلي له کومه ويستلې زما دوستان او ملګري چې زما سره همیشه وي له هغوی پوښتنه کولای شې په دې برخه کې ددې ښاغلي خبره په دې هم غلطه ده چې ما له ياران وېپاڼې سره کومه مرکه نده کړې که ثبوت لري نو لنک دې له دوستانو سره شریک هغه يو متل دی چې وايي درواغجن حافظه نلري.

دې ښاغلي زما په مدیریت هم نیوکې کړې خو کاش چې دا نیوکې يې داسې وی چې ما يو څه ترې زده کړی وايي نه پوهیږم د متل د استعمال لپاره بل ځای نه درلود او که څنګه چې وايي زوړ ملا زړې تروایح.

ګرانه لږ وېښ شه نه پوهیږم ته په کوم خوب ویده یې:

تغیرات ته څه ته وايې دلته چې زه راغلم د راډيو کارکونکي ۵ تنه و او اوس ماشاالله ۱۵ تنه دي د راډیو نشرات په ۵ پنځو ولایتونو کې ول او په ۲۵ کې دي،خپرونې ۱۲ ساعته وې او ۲۴ ساعته دي،خپرونې یې ډېرې کمې وې خو اوس ۳۶ بيلا بېل،دیني ،خبري،ادبي،معلوماتي،سپورتي،سياسي او ټولینزې خپرونې لري. ګرانه د وروستیو موندونو له مخې شمشاد راډیو اوس د هیواد یو له بهترینو راډیو څخه ده چې نږدې ۶ میلونه اوريدنکي لري.د خپرونو د کیفیت او معیار په اړه يې ځکه څه نه وايم چې ستا سر په دې مسایلو سم نه خلاصیږي او سواد دې په برخه کې کم دی.

وروستۍ خبره دا چې کومې ګډې وډې دې زما د همکارانو په اړه ویلي د هغه ځواب به ته پخپله همدوی ته وايې خو دومره درته وایم چې ته به هم خور او مور او ورو به لرې يوه ګوته چې نورو ته نیسې څلور یې تاته وي.

او کاش چې لکه ارین احمدزي دې خپله لیکنه پخپل نوم کړی وای نه ده ښځو غوندې په مستعار نوم.

يادونه:دوستانو ما نه غوښتل چې څه ولیکم ځکه متل دی وايي چې (سپي غپيږي کاروان تېریږي)خو ددې لپاره چې تاسو ځیني دوستان ددې منافق د غلطو خبرو ښکار نشي د سپیناوي په موخه مې يوڅه ولیکل.

کس مې موندلی سره له ثبتونو

په درنښت

وصال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د