افغانستان

روزګان: د ملي اردو يوه چورلکه پرېوتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې ګېزاب ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه چورلکه پرېوتې ده.

د روزګان والي دوست محمد ناياب وايي، چې نن ماذديګر څلور بجې د ملي اردو چورلکه چې غوښتل يې د ګيزاب هوايي ډګر کې کيني، له مداره وتې او مخامخ ديوال سره لګيدلې ده.

ياده پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه ضد ونقيض راپورونه ورکړل شوي دي.

د رزوګان والي دوست محمد ناياب وايي، چې ياده پېښې کې د چورلکې پيلوټ او شپږ تنه د ملي اردو عسکر ټپيان شوي دي.

بل پلو روزګان کې د ملي اردو يو جګپوړي افسر جنرال محمد رسول کندهاری وايي، چې ياده پېښه کې د چورلکې يو ساتونکی وژل شوی او د دوو پيلوټانو په ګډون د چټک غبرګون اته تنه عسکر ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، چې دا پېښه د تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې او چا پر چورلکې بريد نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x