fbpx

افغانانو ته د ډیورنډ پرکرښې هیڅ ډول تصرف د منلو وړ نه دی! -سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: په داسې حال کې چې افغان چارواکي له تیرو شپږو میاشتو راهیسي د ټاکنو د درغلیزې لانجې پر سر یو د بل پرخلاف په تبلیغاتي کمپاینونو مصروف دي د ګاونډي هیواد پاکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان سره پر پوله د ډیورنډ پر فرضي کرښي باندې د ژورخندق ایستلو او د هغې د مشخص کولو چارې پرمخ وړي.

د پاکستاني ځواکونو لخوا د ډیورنډ پر فرضي کرښې د خندق ایستلو کار د روان کال له شروع نه په پلان کې وه ، خو د سیمه ییزو خبري رسنیو په حواله پاکستاني سرحدي ځواکونه همدا اوس د ډیورنډ پرفرضي کرښې د ۴۸۰ کیلومتره په اوږد والي د خندق کیندلو کار عملا پیل کړی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان په مجموعي توګه د امریکا او ناټو ځواکونو تر اشغال لاندې دی په دغه حساس وخت کې ګاونډي هیواد پاکستان ته دیوه اسلامي همجواره په توګه نه دي په کار چې د افغاني او بین المللي منصفو سرحدي ناظرینو له موجودیت پرته په یواځیتوب سره د دواړو هیوادونو ترمنځ پرصفري نقطه تصرفات کوي او د امنیتي پیښو او نشه يي توکو د مخنیوي په پلمه د ډیورنډ د فرضي کرښې په امتداد د هغې د تشخیص او ټاکلو هڅې کوي.

د افغانستان او پاکستان وروڼو ولسونو د پاکستان له تأسیس نه بیا تراوسه پوري په خپل منځ کې د مشترکو دیني معتقداتو ، مشترک کلتور او مشترکو عنعناتو د شتون له امله د حسن همجوارۍ په فضاء کې ژوند کړی او یوبل ته یې د ستونزو او مشکلاتو پرمهال د مرستي او مساعدت لاس ورکړی دی. افغان ولس به د پاکستاني ورور ولس هغه احسان هیڅ وخت له یاده ونه باسي چې د شوروي یرغل پرمهال یې په خپل هیواد کې ۵ ملیونو افغانانو ته ځای ورکړی وه او د هجرت ټول مشکلات یې ورسره په ګډه زغمل.

اوس هم افغانستان او افغان ولس هماغه ډول د خارجي ظالم اشغال تر سیوري لاندې له ډول ډول مشکلاتوسره مخ دی. پاکستاني حکومت ته دا په کاردی چې په دغسي اضطراري حالت کې په داسې هڅو لاس پوري نه کړي چې هغه د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د تشنج او تاوتریخوالي لامل ګرځي.

امریکایانو چې د یوې کفري عقیدې له مخې یې پر افغانستان تیری کړی هیڅکله پاکستان ته هم د یوه اسلامي هیواد په توګه د خیر اراده نه لري ، هغوي غواړي په سیمه کې د خپل پوځي موجودیت د ابقاء لپاره د همجواره هیوادونو ترمنځ د ورورۍ او ثبات فضاءګډوډه کړي .

د پاکستان د دولت په شمول سیمه ییز هیوادونه باید دغه امریکايي شرارت ته متوجه وي او له هغو کړنو ځان وساتي چې منطقوي همجواري زیانمنوي.

افغانان د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې هرډول فردي تصرفات په سیمه کې د امریکايي شرارت تخریبي محصول بولي او چارواکو ته یې له هغه څخه د خود داري توصیه کوي .

افغانان که څه هم چې دمتجاوزینو پرلپسي تیریو ډیر ځپلې خو بیا هم پرخپلې خاوري باندې د هیڅ متجاوزلوری تیری نه مني، اصیل افغانان د خپل هیواد د ځمکني تمامیت په اړه ډیرحساس دي او د هغه لویشت لویشت خاوره ورته ملي او وطني قداست لري.

افغانان د خپل سر په وینو د خپلې لویشت ،لویشت خاورې تحفظ او له هغې څخه دفاع د خپل ځان شرعي، اخلاقي او وطني فریضه ګڼي.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د