نظــر

ملا عبد السلام ضعیف د ډیری پټه خوله افغان ملت اواز او استازی

abdul_salam_saeefد ملا عبدالسلام ضعیف میړانه، زړورتیا، تواضع او عاجزي ،  غرور او  په ځان باور (هغه چې اسلام، مذهب او شریعت اجازه ورکوي ) زړه سوی، علمي او سیاسي پوه، د پردیو څخه د هیواد د ازادې لپاره جهاد او هلي ځلي، همدارنګه له ستونزو او کړاوه ډک ژوند (چې د ګوانتانامو انځوراو زما ژوند له طالبانو سره کتاب کې يې لیکلي دي) هر چاته معلوم او روښانه دي.

زه  د ضعیف صاحب په شخصیت او ځانګړتیاو ډیر بحث نکوم ځکه  چې زموږ مسلمان ملت ته د هیواد د ازادۍ، له هیواد او  خپل کړيدلي ولس سره مینه، او دهغه په خبرو  او سیاست کې ریښتونولي ښکاره  ده.

د نورو  ډیرو ښو ځانګړتیا سره سره دوه عجیب خاصیتونه  الله عزوجل ورکړیدی.

اول:  تقوی، بې حده زیاته تواضع او عاجزي (دمسلمان په مقابل کې)، صله رحمي او په خبرو کې ریښتونوالی.

دوهم: له حده زیاته زړورتیا، له ستونزو سره  مجادله،  له الله عزوجل  څخه  ویره او له بل هیچا څخه نه ویره.

ما د لړم په ۲۵مه ۱۳۹۰ کال د دودیزي لويې جرګي په تالار کې ناستو خلکو ته دښاغلي حامد کرزي وینا واوریدله چې په لسو  کلونو کې د خپلو لاسته راوړنو په یادون کې يې یوه هم دبیان  ازادي یادوله، ښاغلي کرزي وویل چې تاسي وینئ دلته په کابل کې طالبان دي، دهغوي د کورونو امنیت موږ نیولی دی، او د دوی د امنیت څارنه کوو، خو بیا  هم  هغوی په ماپسي ناسمي خبري کوي، تاسي به ملاضعیف وینئ چې له  تلویزونو سره مرکي کوي، ما ملامتوي او نا سم او ناوړ الفاظ کاروي، هغه بهرنیو هیوادو ته سفرونه هم کوي او موږ کوم بندیز هم  ندی  پرې لګولي، ددي تر څنګ نور سیاسي ګوندونه هم  شته چې ډول ډول تحقیر امیزه  خبري په ماپسي کوي، داچې ملاضعیف ته اجازه ورکوو دانور خو دي خدای راولي چې هر څه وايې و دې وايې.

دښاغلي کرزي خبري ډیره ژورتیا درلودله او نه یې شوای کولای چې د زړه غوټه وساتي،  په احساساتي ډول سره يې د ملاضعیف نوم واخیست او د ډیری پټه خوله افغان  ملت اواز او استازي خبري یې ونشوای زغملای، کوم چې خبري يې په ريښتونتوب او حقیقت بنأ دي.  او د زړه او خولي خبره يې یوه ده، سیاسي ګټه په خبرو کې نه غواړي، په خبرو او عمل کې یواځي د افغان ملت خپلواکې، سوکالي او سرلوړي غواړي. کرزي صاحب  په  تمسخر سره وویل چې دانور خو دي خدای راولي، ځکه کرزي صاحب پوهیږي چې دانوري ډیری ډلي ټپلي د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره کله یو  څه او کله هم بل څه وايې، او د  ضعیف صاحب غوندي يې خیره یوه  او ريښوني نه وي.

کرزي صاحب د ځان او  په  تالار  کې د راټولو شویو خلکو  او دارنګه د افغانستان لپاره د شیر (زمري) نوم وکاراؤ. ډیره د شرم خبره ده، شیر هیڅکله هم  په څلورو دیوالونو کې د نورو  له  ډاره  ځان  نه پټوي،  او نه  هم  د نورو له ویري د ناتوانه  ځناورو پوځ د ځان  د ساتلو پخاطر د ساتونوکو په ډول ګماري.

شیر لویه لار  او خپل کور ته تللي لار د نورو له ډاره هیڅکله هم نه چپوي او په هغه لار تګ کوي په کومه لار چې يې نور نشي کولای، ښاغلی جمهور رئیس صاحب! (نه  پوهیږم په کومو ادبي الفاظو یې ولیکم) له ارګ څخه د دودیزي لویې جرګي تر ځایه  خو  نږدي، ۳.۵ کیلو متره لار ده،  د دودیزي لویې جرګې د امنیت  ساتلو لپاره په هر څلور لاري او هره کوڅه کې ټانکونه، ملي اردو، ملي پولیس او استخبارت مسلح ولاړ دي، د لویې جرګې سره نږدي شاوخوا نامعلوم شمیر  ښه مجهز بهرنیان هم ولاړ دي. او کابل ښار د هیواد  مرکز او ارام ښار دي،  خو بیا هم  تا لاره  واړوله، داڅه چې په ځمکه د جرګې تر ځایه  راشي بلکه د هوا دلاري په چورلکه  کې راغلې (پدي ورځ خو دترافیکو ګڼه ګوڼه هم نه وه، ټولي لاري د جرګې ترځایه تړل شوي او ستا د لوړ پوړ چارواکو د موټرانو د تګ لپاره  لاره  خالي کړل شوی وه)، هو، شیر همداسي وي!!؟ له خپلو خلکو ویره لري، له  خپل کوره نشي وتلای،  له  هر کوچني او غټ څخه ویريږي؟

د لويې جرګي غړي هم دومره په ویره کې ؤ چې ډیرو خو يې د جرګې تر رسمي پيل مخکي په ټاکلي ځاي کې شپي نه کولي او د ویري له  امله به دکابل ښارکې د دوستانو کورونو ته تلل. دوی ویره درلودله داسي نه چې د جرګي په ځای حمله وشی او دوی ته زیان پکې ورسیږي  

تاسي د جرګي د پرانستلو وخت هم سهار ۹:۰۰بجي ښودلی ؤ، خو جرګه په څه  باندي ۱۰:۰۰ بجي سهار پیل شوه، د شیر خبره یوه وي او هغه خطاایستل نه کوي، پوهیږۍ چې چل او خطا ایستل څوک کوي؟ زما په  اند …  هر وخت د ځان  ساتلو او نورو څخه د ویري له امله چل او خطا ایستل کوي.

یوه خبره چې زه ډیر پرې خوشحال شوم هغه داوه چې جرګي ته تلونکي ټول کسان سخت تلاشي کیدل، او د کابیني غړي (وزیران) هم ستاسي یو په بل د نه اعتماد له امله ستاد خاص ګارډ لخوا څخه جرګې ته د ننوتلو په وخت کې دوه ځایه  تلاشي کیدل.  همدارنګه ستا والیان (په ولایتونو کې دجمهور رئیس استازي) هم د ورته برخلیک سره مخ  ؤ، او دجمهور رئيس د خاص ګارډ لخوا څخه  جرګي ته د ننوتلو په وخت کې دوه ځایه تلاشي شول. دا ډول د ولسي جرګي او مشرانو جرګي غړي هم  له  ورته سوغات څخه  بې برخي نشول، یوځل هغه وخت چې کله د هند صدراعظم من موهن سنګ کابل ته راغی او د ولسي جرګې او مشرانو جرګي غړو ته يې وینا کوله، صالون ته د ننوتلو څخه مخکي  د دواړو جرګو غړي د جمهوري ریاست د خاص ګارډ لخوا تلاشي شول، چې د دواړو جرګو غړو په ځان بده ومنله او د وینا له پای ته رسیدو وروسته یې خپل نارضایت د میډیا له لاري ستاسي تر غوږو درورساؤ.

ښه شو  چې دغه د کابیني  غړي، والیان د دواړو جرګو غړي د هغه ستونزوڅخه  عملا خبر شي کوم چي ولس ورسره مخ دي، په یقین سره چې په ولایتونو کې والي ته ، په وزارتونو کې وزیر ته او په پارلمان کې وکیل ته د یو  کس ورتګ همدومره ستونزمن  او لدي هم زیات ستونزمن دي، کوم چې ستاسي ورتګ لويې جرګي ته ؤ.

زمری پخپل کور کې ویره  نه لري، د اکوم  ډول زمریان په  لویه  جرګه کې  را ټول شوی ؤ  او دا د کومي ډلي زمریانو غونډه وه  چې د ځنګل له  نورو اوسیدونکو څخه دومره په ویره کې ؤ چې دکور (دغونډي د ځای) دروازي يې له ویري کلکي ورپسي تړلي وي.

زمری د خپل ځان ساتني لپاره د خپل کور معامله د پردو سره نه کوي او نه هم د خپل کور واک بل چاته ورکوي، هغه خپل کور پخپله ساتي او له کمزورو سره مرسته کوي، زمری زړور وي، شجاع وي، خبره یې یوه وي،  له دښمن او مرګ څخه ویره نه لري، اوس ماته ووایاست چې تاسي څه ډول زمریان یاست؟

هو په ضعیف صاحب او دده په ملګرو کې د زمري ښه صفتونه شته، هغوی زړور دي، هغوی له دښمن څخه ویره نه لري، هغوی چل او خطاایستل نه کوي، هغوی د خپل کور او ځای واک بل ته نه ورکوي، هغوی په بل چا ځان نه ساتي، هغوی د خپل ورور د وژلو لپاره د دښمن څخه مرسته نه غواړي، هغوی اسلامي او وجداني غرور لري، هغوی خپلو خلکو ته احترام او عزت لري، هغوی له خپل ولس او ملګرو سره مینه لري او   هغوي د واک او قدرت لپار معامله نه کوي .

زما ژوند د طالبانو سره د ملا عبدالسلام ضعیف کتاب په ۱۵۳ صفحه کې لیکي (په افغانستان باندي د امریکا لخوا تر حملي دوه ورځي وروسته د آی اِس آی مشر جنرال عمر له څو تنو نورو  آی اِس آی افسرانو سره  زما لیدلو ته راغلل او زما څخه یې دوه غوښتني درلودلې.

1.       داچې  تاسي د طالبانو د مشرانو او په پاکستان کې یې استازی یاست باید د آی اِس آی سره د بنیادګرو(سخت دریځو) او محافظه کارو (منځلارو) طالبانو په پیږندګلوي کې مرسته وکړئ.

2.       د مطبوعاتي کانفرانسونو ژر تر ژره بندیدل او نور باید د مطبوعاتو سره خبري ونکړئ. که چیرته بیا هم کوم مطبوعاتي کانفرانس وغواړي مخکي له کنفرانس څخه باید ټول چمتو شوي مواد موږ ته  واستوي او تر سانسور وروسته یې مطبوعاتو ته ووایاست.

ضعیف صاحب وايې د لومړۍ غوښتني لپاره دوی د هر ډول مالي او لوژیستکي مرستو وعده وکړه او دلیل یې هم دا ؤ چې په دا ډول به د طالبانو تحریک ژوندی پاتي شي او زیاته صدمه به ونه ویني او غوښتنه يې داوه چې ددغه منځلاري ډلي مشري زه وکړم، خو زه پوهیدم چې ددوي  هدف داؤ چې طالبان په دوو ډلو (سخت دریز او منځلاري) وویشي، او ملا محمد عمر آخند او د طالبانو تحریک کمزوری کړي.

بوش او اوبا هم ورته پالیسي وکاروله او ډیره هڅه يې وکړه چې طالبان په ډلو وویشي، خو ونه توانیدل، هغوی فکر کوی چې طالبان د پیسو او واک لپاره جنګیږي، ولي په حقیقت کې داسي نده، طالبان د عقیدي او نظريې  لمخي جنګیږي او د آمر اطاعت او د هغه خبره منل او غوږ ورته نیول په ځان واجب بولي.

که ضعیف صاحب په هغه وخت کې د آی اِس آی او سي آی اې سره پورته اولنۍ خبره منلې وای ، بې له شکه د بګرام او ګوانتانامو د زندانو د ځناورو شکنجې او ربړوني به یې نه لیدلای، بې له شکه  اوس به د لوړ منصب لرونکي شخص وای، بې له شکه  اوس به  تر  څارني او روحي زورونې لاندي نه وای.

دارنګه د ګوانتانامو د زندان څخه تر راخلاصیدو مخکې په زندان کې دننه د خلاصیدو د شرط په ډول ضعیف صاحب ته ډول ډول لوړي چوکۍ (د … وزارت او د ستري محکمي ریاست) وړاندیز ؤشو، خو هغه وزارت او غلامي ردکړه.

متوکل صاحب ته ورته وړاندیزونه (د جمهور رئیس مرستیال، صدراعظم، د ستري محکمي رئیس او د حج او اوقافو وزارت) شوې ؤ خو ټول يې رد کړل، او ويې ویل که له زندان څخه زما دخلاصیدو شرط دا وي نو بیا زندان بهتر بولم.

دارنګه کله چې د سولي عالي شوری جوړیدله له متوکل صاحب او ضعیف صاحب څخه څوځله غوښتنه وشوه چې د سولي د عالي شوری غړیتوب ومني، خو دواړو رد کړه. د سولي د عالي شوری د پرانستلو په غونډه کې بیا په ډیر ټینګار سره له دواړو د ګډون غوښتنه وشوه خو بیا هم ددوی ځواب منفي ؤ.

داډول په دودیزي لويې جرګې کې هم له متوکل صاحب او ضعیف صاحب څخه د ګډون غوښتنه وشوه او حکومت ډیره هڅه وکړه چې دواړه په جرګه کې ګډون وکړي خو بیا هم د دواړو ځواب منفي ؤ ، او د هیواد د قبالي د سپارلو او بهرنیانو ته په هیواد کې د شتون منلو په ننګینه او شرموونکې جرګه کې يې ګډون ونکړ.

ښاغلی کرزي صاحب! تا وویل چې په کابل کې د طالبانو د کورونو د امنیت ساتنه کوو، هو د استخباراتو کارکوونکې د ملا عبدالسلام ضعیف، مولوي وکیل احمد متوکل او ملا مجاهد اخند په کورونو ولاړ دي،  خو هغوي ددي لپاره درول شوي دي چې دوی ته د راتلونکو او تلونکو کسانو څارنه او پلټنه وکړي، او ددوی د کورنیو د ګروګان نیولو پخاطر ، ددوی د کورونو په مخکې ځای په ځای شوی دي. تر څو دغه کسان له کابل څخه ونه وځي، او  بل داچې د دوی تګ راتګ او ددوی بشپړه څارنه  ؤشي.

تاسي جناب وویل چې  بهر ته په سفر کولو يې بندیز نشته او په غونډو کې د ګډون اجازه  لري، دا دې ونه ویل تر کومه وخته چې تاسي او ستاسي ملګري (ناټو او د ناټو په مشري امریکا او اروپا) ورته اړتیا ولرۍ (له  طالبانو سره  د اړیکو نیولو،  د هغوی د  نظر  او غوښتنو ښکاره کولو، دهغوی  سره د پټو مجلسونو جوړولو، هغوی ته  د دولت او امریکا د وړاندیزونو رسولو او بالاخره د طالبانو غیر رسمي نمایندګې کول).

د روان ۱۳۹۰کال د  وږي میاشت کې د ایران دولت ښاغلي ضعیف صاحب ته په نړیوال اسلامي کانفرانس (د مسلمانانو د ويښتابه تر سرلیک لاندي کنفرانس) کې د ګډون بلنلیک لیږلی ؤ، دارنګه يې ویزه او د الوتکې ټګټ هم ورته چمتو کړی ؤ کله چې ضعیف صاحب د بهرنیانو د شتون، نظامي اډو سره د مخالفت او ملي یووالي جبهي په غونډه کې د روان کال د روژي په ۲۸مه ګډون وکړ او هلته یې د میډیا د لاري د امریکایانو شتون او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژک تړون منل رد کړل، د حکومت او بهرنیانو له لوري د ډول ډول ستونزو جوړولو له امله ایران ته له سفر کولو څخه پاتي شو. پاتي دي نه وي چې ایران ته په کنفرانس کې نورو ګډونوالو (متوکل صاحب، انجنیر احمدشاه، محسني صاحب، سباوون صاحب، وحید مژده  او…) ته د تګ اجازه ورکول شوه. په نوموړی کنفرانس کې د طالبانو لوړپوړو کسانو هم ګډون کړی ؤ.

د روان کال د سپټمبر د میاشتي تر ۱۱مي مخکې بهرنیانو پلان درلود چې د ملاعبدالسلام ضعیف په کور د شپي لخوا چهاپه واچوې او په کور کې يې  شهید کړي او یا خو يې ژوندی ورسره یوسي (د همدې څخه څو ورځي مخکې بهرنیانو د جلال آباد ښار کې د ګوانتانامو څخه یو بل راخلاص شوی بندي حاجي صبرلال د شپي لخوا په خپل کور کې د کور د غړو په مخکې په شهادت ورساؤ). د ضعیف صاحب د کور د شپي چهاپې، نیولو او یا هم شهید کولو په سر د حکومت او بهرنیانو ترمنځ ستونزه وه نو لدې امله د ضعیف صاحب په کور چهاپه ونه لویده او الله عزوجل ژوندی پاتي کړ.

تر دې وروسته ضعیف صاحب د سي آی اې جنرالانو وغوښت او ډول ډول تورونه يې ورپوري وتړل تر څو ضعیف صاحب تر روحي فشار لاندې راولي او د ضعیف صاحب د خپلواکې او ازادي مورال زخمي کړي.

سي آی آې په یوځل غوښتلو بسنه ونکړه او دغي  د احضار او روحي فشار عملیې څلور ځله صورت ونیوی، ترڅو امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې ضعیف صاحب د امریکا او افغانستان تر منځ د نابرابر او شرمنده تړون د مخالفت څخه لاس واخلي. خو خپلواک او ازاد خلک همیش خپلواک او ازاد وي، د امریکا او دولت ټولو ډول ډول فشارونو او ستونزو د ضعیف صاحب مورال او حوصله ټیټه نکړه او خپل د خاوري او ملت د خپلواکې او ازادي اواز يې د ژبي دلاري (تلویزین او راډیو)، د قلم دلاري (ورځپاڼي او مجلو) او همدارنګه عملاُ د بهرنیانو د شتون سره د مخالفت په غونډو کې وښود او د ډیری پټه خوله افغان  ملت اواز يې دنیا ته ورساؤ.

د ضعیف صاحب کور د روان کال په پیل کې هم د بهرنیانو لخوا څخه محاصره او غوښتل يې چې د ضعیف صاحب د کور تلاشي واخلي خو لله الحمد ونه توانیدل.

د کور له محاصري وروسته ضعیف صاحب وغوښتل چې نور ډیر وخت په کابل کې ونه اوسیږې او د عربي متحده آیالاتو له سفارت څخه يې وغوښتل چې د اماراتو اقامه (درې کلنه ویزه) ورکړي. تر څو د اړتیا په وخت کې اماراتو ته ولاړ او هلته لیږ وخت تیر کړي او ډیر وخت به په کابل کې وي. کله چې فشارونه پرې زیاتیږي نو اماراتو ته به ځي. د اماراتو سفارت او دولت که څه هم له ضعیف صاحب سره نږدې او ښي اړیکې لري خو بیا یې هم ویزه ورنکړه او پایله داچې ضعیف  صاحب ته وویل شول چې نه افغانستان اونه هم امارات غواړي چې تاسي له کابل څخه ووځۍ. کرزی صاحب بهر ته پرې بندیز کوم ډول یادوي؟

په وروستیو وختونو کې په ضعیف صاحب باندي د دولت او امریکا لخوا ډول ډول فشارونه دومره زیات شوی دي، چې د غیر مستقیمو لورو څخه غیر مستقیم تهدید کیږي، او ډول ډول سپارښتني او غوښتني ورڅخه کیږي.

ضعیف صاحب د ډیر فشار له امله دده په کور کې ورسره اوسیدونکې دده شخصي ملګري او ساتونکي رخصت کړل، او له ټولو هغو کسانو څخه يې  د ده د کور څخه د وتلو غوښتنه وکړه کوم چې له کلونو راهیسي ورسره اوسیدل. همدغې ته که دولت ازادي د امنیت ساتل او د بیان ازادي وايې بیا سمه ده؟

کله چې ضعیف صاحب له ګوانتانامو څخه راخلاص شو، له رسنیو سره يې په ګوانتانامو کې د امریکایانو د ظلمونو په اړه مرکه وکړه او ددولت لخوا یې د بې ګناه کسانو د وژلو، بندي کولو او ربړولو په اړه خپل د سترګو لیدلي حالات وویل.

د کرزي صاحب د اداري د استخباراتو لخوا ټلیفون ورته وشو چې بیا ځل له رسینو سره مرکه وکړه او خپلي خبري واخله، او څه چې دي ویلی دی هغه رد کړه. ضعیف صاحب ورته وویل چې دا خو زما نظر ؤ او ما رسنیو ته ووایه، زه خپل نظر ځکه نه ردوم چې زه یو ازاد او خپلواک  افغان یم حق لرم چې د سترګولیدلی حقیقي حالت ووایم، که تاسي غواړئ چې زما خبري رد کړل شي نو مهرباني وکړئ تاسي مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړئ او رد یې کړئ، د استخباراتو کارکوونکي ټینګار درلود چې ضعیف صاحب خپلي  خبري رد کړي، ولي ضعیف صاحب ونه منله. دي ته د بیان ازادي وايې؟

استخباراتو ښاغلي کرزي ته شکایت وکړ چې ضعیف صاحب زموږ خبره نه مني، کرزي صاحب په مؤدبانه  ډول له ضعیف صاحب څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې احتیاط وکړي.

د ویکي لیکس ویپاڼې چې د کرزي په اړه د ملا عبدالسلام ضعیف لخوا د امریکا د سفارت خبره (کرزي داسي څوک دی چې په یوه حال نه وي، تاسي امریکایانو ته یوه خبره کوي چې تاسي خوشحاله شئ او ستاسي صفت کوي، کله چې زه ورسره مخ شم ماته بله خبره کوي او د طالبانو صفت کوي چې زه خوشحاله شم)  میډیا ته ووتله، د کرزي له دفتر څخه د ضعیف صاحب نه غوښتنه وشوه چې دغه خبره رد کړي، خو ضعیف صاحب داکار ونکړ، په تکرار سره  د کرزي صاحب له دفتره ټلیفون ورته کیدی ترڅو ضعیف صاحب د ویکي لیکس خبره رد کړي. ښاغلی کرزی صاحب ستاسي د بیان ازادي همداسي وي؟

د روان کال دتلي په ۲۹مه دجمعي په سهار مولوي وکیل احمد متوکل، ملاعبدالسلام ضعیف، مولوي ارسلان رحماني، مولوي حبیب الله فوزي او ملاعبدالحکیم مجاهد د قرغي په سیمه کې د حضرت صبغت الله مجددي کورته د هغه د ورور د فاتحي لپاره ورغلې ؤ په مجلس کې د ګډونوالو څخه یوه ملګري راته وویل چې: مجددي صاحب په طالبانو ولګیدی او ویې ویل چې طالبان د آی اِس آی غلامان دي او د آی اِس آی په خوله او د هغوی لپاره کار کوي، موږ باید د سولي خبري له پاکستان سره وکړو. دا خبره يې هم اضافه کړه چې طالبان ما هم د آی اِس آی په اشاره وژني او موږ باید د سولي خبري مستقیماُ ددي په ځای چې له طالبانو سره يې وکړو باید له پاکستان سره يې وکړو.

دمجلس ګډونوال ملګري راته وویل: ضعیف صاحب وویل چې حضرت صاحب! که طالبان د آی اِس آی غلامان دي خو تر دوی مخکې دغه د آی اِس آی غلامي تاسي په پاکستان کې پیل کړی ده، تاسي چې د جهاد په وخت کې په پېښور کې واست، تاسي له همدغه آی اِس آی سره ډیره نږدې رابطه درلودله او دا کار لومړی تاسي کړی دی. بل داچې که طالبان د پاکستان غلامي کوي، نو تاسي بیا دچا غلامي کوئ؟ تاسي خو د امریکا د سي آی اې تر قوماندي لاندي یاست، او سي آي اې همدغه د آی اِس آی اداره جوړه کړیده، چې ستاسي په وخت کې  سي آي اې د همدغه آی اِس آی اداري لخوا خپل پلان عملي کاوو. اوس هم تاسي له سي آي اې سره ښي اړیکي لرئ، نو بیا څنګه کیدای شي چې تاسي طالبان د سي آي اې د جوړي شوي شبکي غلامان وبولئ.

حضرت صاحب تاسي کله هم پدې فکر کړیدی چې ولې طالبان تاسي وژني او ولې تاسي د مسلمانانو دلاسه وژل کیږئ؟ پدې فکر کول پکار دی او ښه داوه چې خپل د روحانیت  لاره دي نیولې وای او د یوه دروند مشر په حیث په کور کې ناست وای.

حضرت صاحب وقهریدی، او د معمول پشان يې وویل چې طالبان ماشومان ؤ چې موږ جهاد پیل کړ، او طالبان د مشرانو او رهبرانو په قدرنه پوهیږي. که زه په کور کښینم، نود هیواد پدغسي بد حالت کې به د هیواد د ښه والي لپاره څوک کار وکړي؟ او بیا یې رحماني صاحب او مجاهدصاحب ته وکتل ویې ویل چې زه د سولي د عالي شوری د ریاست لپاره ښه وړ انتخاب نه یم؟ هغوی دواړو په خندا او له سر ښورولو سره وویل چې هو حضرت صاحب بل نو څوک شته، همدا تا دي خدای ژوندی لري.

فکر کوم چې کرزي صاحب ته  حضرت له ضعیف صاحب څخه شکایت کړی دی چې ولي سپين ویل کوي او ولي ضعیف صاحب د نورو پشان غولونکې او خطاایستونکی احترام او عزت ورته نلري.

يوځل کرزي صاحب له ضعیف صاحب څخه په ارګ کې د نورو په وړاندي پوښتنه وکړه چې زه ښه یم که محمد عمر آخند؟ او زما او دهغه فرق څه دی؟

ضعیف صاحب ورته وویل چې ملا  محمد عمر آخند  ځکه ښه دی، چې هغه د خپلواکې او استقلال لپاره خپله پاچاهي دلاسه ورکړه  او هغه په ازادي مین او ازادي خوښونکي ؤ، او تا هیواد ته امریکایان راوستل.

ملا محمد عمر آخند لیږ خبري کولي او ډیر کار یې کاؤ او ته برعکس ډیري خبري او لیږ کار کوي، همدغه مو فرق دی. کرزي چې سپین ویل ولیدل، د ډیپلوماسي څخه  یې کار واخیست او ويې خندل ويې ویل چې  دخپل ملا  ملاتړ دي وکړ.

داسي معلومیږي چې ښاغلی کرزی، د کرزي اداره او حضرت صاحب نور د خاموش اکثریت ملت اواز او استازی نشي زغملای نو ځکه یې په دودیزه لویه جرګه کې د ملاضعیف نوم یاد کړ، پدې ډول غواړي چې د ضعیف صاحب د خپلواکې او ازادي مورال کمزوری کړي.

زموږ په هیواد کې د دولت او بهرنیانو لخوا ډیر په خپلواکې او ازادې مین کسان ووژل شول، بندیان شول، تهدید شول، له هیواده وشړل شول، نورو ملکونو ته مهاجر شول او په بېلابېلو لارو یې اوازونه بند او ټیټ کړل شول.

ضعیف صاحب ته چې کله د کرزي صاحب  لخوا په جرګه کې ګوته ونیول شوه دابه د هیواد د ریښتونې اوپه ولس او ازادي مین او د ولس او ملت استازې ضعیف صاحب اواز ټیټ نکړي، او ضعیف صاحب ته ډاډ ورکوو چې د افغان ملت خاموش اکثریت ستا تر شا ولاړ او ملاتړی دی، اوپه ازادي او خپلواکې مین ملت ستا څخه هیله او امید لري چې اواز يې د واکمنانو او نړیوالو تر غوږونو ورسوې.

پای

شبیر احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x