افغانستان

طالبان: په یوولسو ولایاتو کې نږدې دوه سوه لوړپوړي دولتي مسوولین وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو د سږنیو خیبر عملیاتو له رسمي پیل نه څلور میاشتې تېرېږي، چې په اوږدو کې يې تعرضي، چریکي، سرتيري او نفوذي بریدونه شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دوی د خپلو عملیاتو له پیل نه تراوسه پورې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې نږدې دوه سوه تنه لوړپوړي دولتي مسوولین وژلي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې یوسل اته اتیا تنه لوپوړي قومندانان، څارنوالان ریسان او نور لوړ رتبه دولتي مسوولین وژل شوي دي، چې په یاده خبرپاڼه کې يې لنډ شهرت هم ذکر شوی دی.

طالبانو د یادې خبرپاڼې په اوږدو کې د افغان دولتي مسوولینو په اړه څرګنده کړې ده چې له دومره تلفاتو سره – سره به د دوی مورال خورا کمزوری وي: «دخیبر په څلور میاشتنیو روانوعملیاتو کي تر نن پوري 188قوماندانان او منسوبین وژل شوي دي چي تاسو یې له مخې په ښه او کره توګه قضاوت کولای شئ چي ددومره قوماندانانو په وژلو سره به دکرزي په مزدوره اداره کي کوم مورال پاتې وي او ددې په تناسب به یې نورعسکر، پولیس او اوباش اربکیان څومره وژل شوي وي ۰»

د نظامي چارو د ماهرینو له قوله طالبانو د تېر نږدې نیم کال په اوږدو کې لوړپوړي دولتي مسوولین تر نورو بریدونو په نفوذي او سرتیرو هغو کې ډېر په نښه کړي دي.

د دوی په اند په افغان دولتي ارګان کې د مورال ځپلو یو لوی سبب د دوی په منځ کې نفوذي بریدونه دي، چې نظامي مسوولین يې پریوبل خورا بې باوره کړي دي. پر دې سربېره د تېر کال په اوږدو کې ګڼ ډله ایز سرتيري بریدونه هغه څه دي چې افغان دولت يې په وړاندې پر بې وسۍ اعتراف کړی دی.

یاده دې وي چې طالبان پخپله تبلیغاتي برخه کې خورا دقیق او مستند دي، چې ډېری وخت يې نشرات په ټولنیزو شبکو کې خورا په تندۍ خپرېږي.

طالبان په داسې وخت کې د یوولسو ولایاتو په سطحه د لسګونو دولتي مسوولینو د وژلو راپور خپروي، چې افغان دولت وخت پر وخت هم مهال د لسګونو طالبانو د يو ځايي وژلو راپورونه ورکوي.

داسې انګېرل کېږي چې که چېرته د طالبانو پورته مستند راپورو ته وکتل شي، ښايي په پاتې درویشتو ولایاتو کې د دولتي لوړپوړو مسوولینو ځاني تلفات لا زیات وي.

تر اوسه دولتي سرچینو د طالبانو د دې څرګندونو اړوند څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x