افغانستان

ولسوال: د طالبانو ډېرښت وارخطا کړي يو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د بغلان ولایت مسوولین وايي چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو ناڅاپي ډېرښت د اندېښنې وړ دی.

د بغلان ولایت د برکه ولسوالي ولسوال وايي چې په دې ولسوالي کې د طالبانو زور دوی وارخطا کړي او له ولایته يې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د برکه ولسوال تاج محمد تقوا وايي چې په دې ولسوالي کې طالبان ډېر، خو په مقابل کې يې دولتي نظامي مسوولین خورا کمزوري دي، ځکه خو يې د بغلان له عمومي قومندان نه د مرستې هیله کړې ده.

د بغلان ولایت د امنیه قومنداني ویاند احمد جاوید بشارت وايي چې دوی له څو ولسوالیو یو زون جوړی کړی، چې په ګڼو ځواکونو پکې په یو وخت عملیات کوي.

نوموړي ونه ویل چې دوی به د برکه د ولسوال د اندېښنې اړوند کله اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې څه وخت وړاندې، د کندوز، بادغیس، فاریاب او هلمند چارواکیو هم په واوروـ وارو له مرکزي دولته د مرستې غوښتنه کړې او طالبان يې پخپلو سیمو کې خورا زورور بللي دي.

په ورته وخت کې طالبانو د یادو ولایتو په شمول د یوولسو ولایاتو یو مستند راپور خپور کړی او پکې ویلي يې دي، چې په دې یوولسو ولایتونو کې يې یواځې په تېرو څلورو میاشتو کې یوسل اته اتیا لوړپوړي افغان چارواکي وژلي دي.

یاده دې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د دولتي مسوولینو پر پخلي يې د ګڼو امنیتي ځواکونو د تېښتي یا هم طالبانو ته د تسلیمۍ خبرونه ورکړي، چې نظامي کارپوهانو يې علت په نظامي ځواکونو کې کمزوری مورال په نښه کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x