افغانستان

ولسمشر کرزی دواړو نوماندانو سره نن بیا ګوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): ولسمشر کرزی نن یو ځل بیا د نوماندانو سره د ټاکنیزې لانجې د هواري لپاره ګوري.

ولسمشر کرزي تېره ورځ هم له دواړو نوماندانو سره وکتل او داسې راپورونه ورکړل شول چې کاندیدان یوې پریکړې ته سره نژدې شوي دي.

تر دې مهاله لا هم د دواړو کاندیدانو تر منځ پر ځينو واکونو اختلافات موجود دي چې نن ښايي د کرزي سره په ناسته دغه اختلافات هم له منځه ولاړ شي.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ بنسټیز اختلاف د اجراییوي رییس د واکونو پر سر دی، عبدالله عبدالله وايي چې اجراییوي رییس دې د کابینې رییس وي خو اشرف غني دغه کار د اساسي قانون خلاف بولي.

د اشرف غني د ټيم ویاند فیض الله ذکي وايي چې په تېرو کتنو کې پرمختګ شوی دی او امکان شته په څو ورځو یا ان په څو ساعتونو کې به ډيرې پریکړې نهايي شي.

دوه ورځې وړاندې ولسمشر کرزي له دواړو نوماندانو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې وروستۍ پایلې دې د سیاسي جوړجاړي وروسته اعلان شي.

په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې نوماندان سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي یا نه؛ دوی وروستۍ پایلې اعلانوي.

ددغه کمېسیون رییس احمد یوسف نورستانی وايي چې ۳ ورځې وروسته به وروستۍ پایلې اعلان کړي.

نوماندان نهايي پریکړې ته رسېدلي

د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال جنرال دوستم ته منسوبې فیسبوک پاڼې لیکلي چې نوماندان نهايي پریکړو ته رسېدلي دي.

په دغه پاڼه د شوي توافق ځينې مادې هم نشر شوي دي.

د نوماندانو تر منځ دغه توافق چې لا هم رسماً نه دی تایید شوی لیکل شوي چې ولسمشر به د اساسي قانون تر تعدیلولو پورې د یو فرمان له مخې اجرایوي بست ایجاد کړي. همدا راز ولسمشر به د اساسي قانون د ۶۰، ۶۴، ۷۱ او ۷۷ مادو ته په نظر سره یو لړ خپل صلاحیتونه د یو فرمان له مخې اجرایوي رییس ته تفویض کړي.

اجرایوي پوست قانوني نه دی

یو شمېر قانون پوهان په دې اند دي چې که څه هم ډاکتر اشرف غني احمدزی د اساسي قانون پر پلیتوب ټينګار کوي خو د دې ټینګار سربېره نوموړی قانون ماتوي.

دوی وايي چې اجرایوي پوست ایجادول او بیا د ولسمشر واکونه ورسپارل قانوني بڼه نه لري. د دوی په وینا دا «د خلکو سترګو ته د خاورو شیندلو په معنا دي».

ټاکنو د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغیزه کړې

که له یوې مخې ولسمشر کرزی او نور چارواکي په دې ټينګار کوي چې تر هغې دې د ټاکنو پایلې نه اعلانیږي څو دواړه کاندیدان سیاسي جوړجاړي ته نه وي رسېدلي خو بل پلو په زیات شمېر ولایتونو کې ولس پر پراخو لاریونونو پیل کړی دی.

دوی وايي چې ټاکنو يې کاروبار پر ټپه درولی او په زرګونو خلک بېکاره شوي دي.

د کاپيسا ولایت ولس وايي چې پر خپلو رایو ورکولو پېښيمانه دي. همدا راز د پکتیکا، ننګرهار، کندهار، هلمند ولسونو هم پر لاریونونو پیل کړی، دوی وايي چې ټاکنو پایلې دې اعلان شي که نه د دوی سوله ییز لاریونونه به جګړییز حالت غوره کړي.

«ټاکنې که د بسوګۍ واده»

په ننګرهار ولایت کې عام ولس په روانو ټاکنو د «بسوګۍ واده» نوم ايښې. بسوګۍ واده د هغه لپاره استعمالیږي چې یو کار له حده زیات ځنډنی شي.

ددغه ولایت اوسېدونکي وايي چې چین او هند کې د افغانستان ۴۰ چنده زیات خلک اوسیږي خو پایلې د یوې اونۍ دننه اعلان شي، خو په افغانستان کې د ۶ میاشتو تر تېریدو وروسته هم پایلې نه اعلانیږي.

دوی نیوکه کوی چې هيڅ یو نوماند د افغانستان پر خیر نه دی، دواړه نوماندان د خپلو شخصي ګټو د موخو لپاره دا ناوړه حالت رامنځته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x