نظــر

دوديزه لويه جرگه او د ګډون والو مسووليتونه

loyajirga2011_5جرګه د افغانستان په تاريخ كې ډېر ستر او پرتمين ځاى لري. لويه جرګه هغه حقوقي دوديزه موسسه ده چې په افغانستان كې د سترو ملي مسايلو په اړه جوړېږي او د ولس سپين زېږي او مشران د اړوند مسايلو په برخه كې سلا مشورې او يا پرېكړې كوي.

د افغانستان په تاريخ كې د ډېرو داسې درنو لويو جرګو مثالونه شته چې ګډون والو د ملي مسووليتونو په رڼا كې د هېواد د زمكنۍ

بشپړتيا د ساتنې د سياسي خپلواكۍ او ملي حاكميت د خونديتابه، د واكمنيو د ډول د ټاكنې، د مشرانو د غوره كولو، د قوانينو د اانفاذ او نورو سترو ملي مسايلو په اړه بحثونه او منطقي پرېكړې كړې دي. همدا شان د ځينو داسو لويو جرگو مثالونه هم شته چې واكمنو په خپله خوښه كسان ټول كړي او د خپلو سياسي كړنلارو او غير ملي اجنداوو په اړه يې د هغوى ملاتړ او لاسوند ترلاسه كړى دى.

په دواړو حالاتو كې دا واكمنان ول چې د لويې جرګې غړي به يې په انتصابي توګه ټاكل. دا دود اوس هم پالل كېږي. په افغانستان كې د ولسمشر حامدكرزي د واكمنۍ پر مهال دوه لويې جرګې جوړې شوې دي. يوه د اساسي قانون لويه جرګه چې په 1384ل.هـ كې جوړه شوې وه او دوهمه د 1390 د لړم لويه جرګه ده چې نن هم روانه ده.

د افغانستان په اوسني اساس قانون كې دوديزه لويه جرګه نه ده تعريف شوې. په قانون كې لويه جرګه شته؛ خو د دې جرګې د گډون كوونكو شمېر او دريځ واضح دى. البته په قانون كې داسې اشارې شته چې ولسمشر كولى شي د سترو ملي مسايلو په برخه كې د خلكو نظر واخلي. قانون ټولپوښتنه يادوي چې هغه په افغانستان كې عملي نه ښكاري. كه له واقعيت څخه تېر نه شو لويه جرگه هم په يو ډول نه يو ډول د خلكو د نظر ښكارنديويي كولى شي. دا هيله هله تر سره كېدى شي چې د لويې جرګې انتصابي غړي د افغانانو په توګه، د مسلمانانو په توګه، په زمكه باندې د خداى(ج) د خليفه گانو او مسوولو انسانانو په توګه، ځانونه د افغانستان د خلكو د پراخه پرګنو رښتيني استازي وبولي او د مطروحه مسايلو په اړه ډېر مسوول دريځ ونيسي او هغه دولت او ولسمشر ته دې سمې مشورې وركړي چې شا ته يې ټول پلونه ړنګ شوي او د افغانستان د تاريخ په ډېر خونړي او حساس پړاو كې، په تصادفي توګه دې دريځ ته رسېدلي او د چارو د ادارې پوره وس نه لري.

اوسنۍ لويه جرګه په داسې وخت كې جوړه شوه چې په افغانستان كې دا يوولسم كال دى چې د امريكا او شپږ څلوېښت هېوادونو پوځونه له خپلو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي او هره روځ افغانستان ورانېږي، هره روځ د دې هېواد بچيان مري او وينې توييږي.

اوس دولت غواړي چې له امريكا سره د اوږد مهاله استراتيژيك تړون په اړه د ولس مشوره وغواړي. په دې روځو كې د دولت راز- راز سياسي او وسله وال اپوزيسيون د دې لويې جرگې سره خپل مخالفت څرګندوي او دا جرگه غير قانوني بولي. په دې روځو كې غير دولتي ديني عالمان هم فعال شوي او د لويې جرگې د غندلو تر څنګ له بهرنيانو سره هر راز اوږد مهاله استراتيژيك تړون حرام او غير شرعي بولي.

په دې پراخه مخالفتونو كې هم دوه جبهې ليدل كېږي. لومړنى هغه افغانان، د مدني ټولنې فعالين، ديني عالمان، سياسيون او عادي خلك چې له بهرنيانو سره اوږد مهاله تړون د خپلو تاريخي او عنعنوي رواياتو سره په ټكر كې ويني او په پاك زړه دا تړون د افغانستان په خير نه بولي. دوهم هغه ډله كسان دي چې په افغانستان كې د گاونډيو هېوادونو د اجندا له مخې حركت كوي او هره خبره، هر قدم او هر دريځ يې د ګاونډيانو د پټو كړيو له اشارې سره تړاو لري؛ ځكه زموږ ګاونډيان او په ځانګړي توګه ايران په افغانستان كې د امريكا د پوځي اډو شتون او اوږد مهاله ستراتيژيك تړون د ځان په زيان ويني او په هره ممكنه وسيله يې مخه ډب كول غواړي.

په هر صورت اوس لويه جرګه روانه ده او له طالبانو او نورو مخالفينو سره د سولې په اړتيا او له امريكا سره په اوږد مهاله استراتيژيك تړون مشورې كوي او كېداى شي چې په هېواد كې د امريكايي اډو په شتون هم خبرې وشي.

اوس خبره دا ده چې دا لويه جرگه قانوني ده، كه نه ده؟ د جرگې دوه زره گډون وال نرينه او ښځې انتصابي دي كه انتخابي؟ حد اقل دوه زره افغانان سره راټول شوي چې د خپل هېواد د سرنوشت په اړه فكر او پرېكړه وكړي چې خپل خلك څنگه د وينو، اور او لوگيو له اوسني تالاب څخه د ژغورنې ساحل ته وباسي. دا دوه زره كسان بايد خپل تاريخي، ملي او ديني مسووليتونه په پام كې ونيسي، د افغانستان د خلكو يا خپلو موكلينو غوښتنې په ياد ولري، د افغانستان د راتلونكي له پاره ښه سوچ وكړي او ولسمشر ته داسې مشورې وركړي چې هغه ته د لارې د مثال حيثيت ولري او د وروستۍ پرېكړې په كولو ورسره مرسته وكړي.

كه د افغانستان تاريخ ته ځير شو د محمد يعقوب خان، شاه شجاع او ببرك كارمل د تورو څېرو په څنگ كې ابومسلم خراساني، ميرويس خان، احمد خان ابدالي، سيد جمال الدين افغان، محمود طرزي، غازي امان الله خان، ناهيد او ډېر نور درانه او توريالي اتلان لرو چې تاريخ پرې وياړي او موږ ته پيغام راكوي چې خپلو اعمالو ته پاملرنه ولرو، ځكه چې تاريخ ډېر بېرحمه قضاوت كوي او د هېجا پروا نه ساتي.

هيله ده چې د افغانستان د اوسنۍ لويې جرګې ګډون وال خپل ستر ديني، ملي، تاريخي او انساني مسووليت ته متوجه شي او په روانو مسايلو داسې سپينې خبرې وكړي چې د افغانستان راتلونكو نسلونو او تاريخ ته تور مخي نه شي او خپل نومونه د هېواد په تاريخ كې په زرينو كرښو ثبت كړي.

احسان الله آرينزى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x