افغانستان

پغمان پېښه کې د تورنو استیناف علني محاکمه پیل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د پغمان ولسوالۍ  په جنسي تیري او غلاګانو کې د تورونو کسانو د استیناف علني محاکمه پیل شوه.

دغو کسانو د پولیسو  په یونیفارم کې د زمري د ۳۰مه ماښام ناوخته پغمان ولسوالۍ ته پر لاره یو شمېر ښځې او نارینه چې د کابله د پغمان پر لور روان و، ودرول، پر ښځو يې جنسي تیری وکړ او ګاڼې او پیسې یې ترې په زور واخېستلې.

لویه څارنوالۍ وايي چې په دغه پېښه کې ۱۰ کسان شریک دي چې ۷ يې نیولي او دوی د زیاتو ثبوتونو په درلودلو سره د دوی لپاره د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې چې د کابل ابتدایي محکمې ددغو ۷ تنو تورنو کسانو (عزیز الله، مصطفی، نظرمحمد، سمیع الله، قیس الله، صفي الله او جمیل) په سخته سزا (اعدام) محکوم کړي.

د استیناف محکمې ددغو ۷ تورنو کسانو  علني محاکمه نن د کابل پر وخت ۱۰:۰۵ بجې د کابل په استیناف محکمه کې پیل کړه.

په دغه قضايي ناسته کې د متضررینو په شمول مدني ټولنو غړي، ښاریان او رسنیو ګډون کړی دی.

محاکمه روانه ده، نور جزییات به وروسته پر لیکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x