افغانستان

یوناما: د نوماندانو په غوښتنه مو، خپل رول بشپړ کړ

نن ټکی اسیا (دوشبنه، وږي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دې دفتر د دواړونوماندانو په غوښتنه د رایو په بیاڅېړنه کې برخه واخیسته او تېره ورځ يې خپل رول بشپړ کړ.

په خبرپاڼه کې د رایو د تفتیش له بهیره خوښي ښوودل شوي او یاد دفتر له خپلو ټولو همکارانو مننه کړې ده.

یاده دې وي چې د سرطان په یوویشتمه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب دواړو نوماندانو د دویم پړاو ټاکنو د ټولو رایو د بیا څېړنې پرېکړه ومنله او په دې پروسه کې يې په سلګونو افغان همکارانو سربېره نږدې شپږسوه اروپايي څارونکي هم ګمارلي وو.

د یادو شپږ سوو څارونکو د هستوګنې او معاش ټول مصارف د هېواد له بودېجې ورکول کېدل چې ځینو شنونکو په روان اقتصادي بحران کې د سلګونو بهرنیو څارونکو د دواړو نوماندانو یو ګډه ستره جفا بللې ده.

وروسته له هغه چې د دواړو نوماندانو د څارونکو ترمنځ څو ځلې فزیکي جنجال رامنځته شو، د پروسې د څارنې ټول مسوولیت یوناما ته پر غاړه واخیست او د دواړو نوماندانو څارونکي له پروسې وویستل شول.

سره له دې چې یوناما دغه پروسه یوه بريالۍ او رڼه پروسه بولي، خو د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیز لوری یوناما د درغلیو په نه افشا تورنوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون يې یو «خاین کمیسیون» بللی دی.

تېره ورځ هم د هېواد ولسمشر له دواړو نوماندانو سره د جوړجاړي په مؤخه کتلي دي او تازه راپورونه چې وايي ښايي ولسمشر حامد کرزی نن بیا هم له دواړو نوماندانو سره وګوري او ممکنه جوړجاړي ته يې قانع کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغندیوال د ټاکنیز کړکیچ اوږدول پرمختیايي پروژو په ټپه درېدو لامل بولي.

له بله اړخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلې وروستۍ پایلې د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون ته سپارلې او په پوره جدیت يې ویلي دي چې دوی به د پروسې له قانوني بشپړاوي وروسته خپلې پایلې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x