افغانستان

د انسان تښتونکو د بانډ مهم مشر کابل کې نیول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): امنیتي چارواکي وايي چې دوی توانيدلي څو د تښتونکو د بانډ یو ستر او مهم مشر ونیسي.

د ملي امنیت یو چارواکي ویلي چې دوی د مافیا ډلې ستر او مهم مشر رییس خدایداد په کابل کې نیولی دی.

دغه چارواکي زیاته کړې چې محکمې د تېرو ۸ کلونو راهیسې دده د نیولو جلب احکام ورکړي وو. د نوموړي په وینا رییس خدایداد په کابل کې د تښتونکو د بانډ مشري پر غاړه درلودله او زیات شمېر جرمونو کې یې لاس درلود.

عام ولس چارواکي او د څارګرو ادارو کارکوونکي په دې تورنوي چې ددغو ډلو سره لاس لري او د دوی په وینا غله او جنايي کسان هيڅ نشي کولای د امنیتي کسانو پرته جرم وکړي.

تر دې وړاندې پولیسو تېر کال حبیب استالف چې په وژنو، تښتونو او غلاګانو کې یې لاس درلود ونیولو.

دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر هغه مهال ویل چې حبیب استالف ورته د خلاصون په بدل کې د ۳ میلیونه ډالرو پيشنهاد کړی و او په وینا يې چې نوموړي پولیسو او نورو چاروکو ته ګواښونه کول که خوشې نشي وبه یې وژني.

دا په داسې حال کې چې زیات شمېر مجرمین چې په څو څو کلونو بند محکوم وي، په قضا، څارنوالۍ او امنیتي ارګانونو کې د پراخه فساد له امله د میاشتو دننه راخوشې کیږي، چې لنډ مثال يې د پغمان د جنسي تیري په پېښه کې د تورنو کسانو د بانډ مشر دی چې تر ټاکلي مودې څخه څو کلونه وړاندې له بنده خوشې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x