نظــر

له ځان نه بیزاري، د پردیو نوکري

loyajirga2011_1په افغانستان کې اوږدې جګړې چې دبهرنیانود مستقیم او غیر مستقیم تجاوز او مداخلو له کبله  په مظلوم افغان اولس تحمیل شوې، ډیر انساني، مادي او معنوي  جبران ناپذیره زیانونه افغانانوته ورسول .

په میلیونو افغانان شهیدان، مهاجر، معلول او په رواني ناروغیو اخته شول.

وطن په یوه ویرانه او د ارواوو په ملک بدل شو.  

هغه چا چې ددې وطن دازادۍ او سوکالۍ دپاره خپل سرونه په ډیره میړانه نذرانه کړل او دشهادت جامونه ئې وڅښل دخپل وولس ددعاوو او تحسین وړ وګرزیدل، ټول وولس ورته دالله تعالی (ج) له دربار څخه غواړي چې جنتونه ئې په نصیب شي او ترڅو چې ژوند وي ددوئ کارنامې او قربانۍ به دتاریخ په سینه کې په زرینو کرښو لیکل شوې وي .

خو زما په نظر تر ټولو زیات تاوان دافغانانو هغه فرهنګ  چې دپردیو دغلامۍ او نوکرۍ رد ول وو او خپل برخلیک په خپل لاس ټاکل وو، په ملي مسائیلو کې په خپله تصمیم نیول وو ډیره سخته ضربه ولیدله.

دخپل نفس عزت او په ځان اتکا دافغانانو یو پیژندل شوئ او معروف صفت وو او دهرې کورنۍ دوړو او زړو، ښځو او نارینه وو دا تکیه کلام او دورځنې ژوند دستور العمل وو چې:

دمنت خواړه که مړشم نه ئې غواړم     که علاج لره مې راشي مسیحا هم.

له بده مرغه چې په دې باتور، مبارز، شجاع او تاریخي  هیواد کې  دکمونستانو دکودتا نه را په دیخوا ځنې عناصر، ډلې او بانډونه د داسې  ذهنیت سره  را پیدا شول، چې ګواکې افغانان دسیاسي، اقتصادي، روزنیز اواداري ژوند دسمبالولو او مدیریت کولو اهلیت او ظرفیت نه لري، او دا مسؤلیت او وظیفه باید  د افغانستان دجغرافیې دپولو نه بهر ملکونه او دولتونه په غاړه واخلي .

پردی ورته باید سیاسي ثبات راولي، ملک ئې ورته اباد کړي، امنیت ئې ورته ونیسي، دهمسایه ګانو او یا نورو د مداخلو نه ئې وساتي، اداره او متعلقه ارګانونه ئې ورته رهبري کړي او داسې نور……….

دهمدې تفکر په اساس که پخوا به دپردیو سره دملي ګټو او ارزښتونو په اساس معامله او سوداګري په پټه کیدله او دا به یوملی خیانت ګڼل کیدو او عاملین به ئې په ټولنه کې تجرید او تر تعقیب لاندې وو، دخپل خیانت درسوایۍ له امله به په خوف اوخفا کې ګرزیدل، نن ورځ علني او په ډیر افتخار سره دسیاسي مصلحت او ملي مصالحو او نورو عنوانونو لاندې دوطن، خلکو، تاریخ، کلتور او فرهنګ سره خیانت ته یو مشروع او مناسب رنګ ورکوي .

مګر دافغانستان او نړۍ په تاریخ کې هیڅ استعمارګر، یرغلګر او اشغالګر بې له بربادئ، وژنو، مصیبت او بدمرغیو بله کومه تحفه د خپل غیرانساني عمل له کبله دمظلومو وولسونو دپاره په ارمغان نه ده راوړې او دومره، زخمونه او زیانونه ئې اشغال شویو ټولنو ته رسولي دي چې تداوي او جبران ئې کلونه کلونه دربر نیسي.

ديوه ملت وجود او هويت هغه وخت دجدي خطر سره مخامخ کیږي، چې دخپل کلتور او تاریخ سره ئې رابطه کمه او  په  شلیدو شي .

له همدې کبله زاړه استعمار اونوي استعمار دخپلو شومو استعماري ګټو دلاسته راوستلو اومطمئنه کولو دپاره تل کوښښ کړئ اوکوي ئې چې دمستضعفو وولسونو هغه ارزښتونه او افتخارونه چې یوملت ئې متحد او دبهرنیو مداخلو او یرغلونو ددفع کولو دپاره په کلک او نه فتح کیدونکي سنګر بدل کړئ دئ دخپلو مزدورانو او کاسه لیسانو په وسیله محو اونابود کړي، ترڅو ددوئ شیطاني ارمانونه پوره شي.

خوافغانانو په خپل ټول تاریخ کې دخپل ازادۍ او خپلواکۍ غوښتنې فرهنګ په درلودلو سره دمهاجمانو اواشغالګرانو هغه  شيطاني پلانونه  چې دافغانستان داشغال او مستعمره کولو دپاره ئې لرل په خپل مقاومت، مبارزه او سرښندنو سره  دخاورو سره برابر کړي او ددوئ شوم ارمانونه ئې په خوا کې ور وچ کړي دي

له هغه وخته چې غربې  نوي استعمارګران او دهغوئ داخلي تالي څټي  دافغان وولس دهیښیدونکی مقاومت سره مخامخ شول اودخپلو شومو پلانونو دعملی کولو دپاره ئې بې بنیاده او ددروغو ډکې توطئې ټولې نړۍ ته رسوا شوې  او افغانستان ورته داسې ګوله وګرزید چې تیرول ئې ددوئ دستونې شلیدل دي او هضمول ئې مرګ دئ، نو بهتره ئې وګڼله چې فرار ته په قرار ترجیح ورکړي او خپل یونیفورمي قاتلان دافغانستان څخه وباسي.

دکابل لاسپوڅې او تپل شوې اداره چې وولس او وطن ته خائن اوبې وفا عناصر په کې راټول شوي دي او ژوند ئې د پردیو په شتون او حضور پورې تړلئ دئ، دخپل ناوولي ژوند دبقا دپاره دخپلو بادارانو په توصیې سره نوې د امریکایانو د نظامي اډو ډرامه خپل خائینانه ستیج ته راوایستله او په ډیره مکارۍ سره ئې په پردیو داتکا او په ځان د نا باورۍ دتیوري تبلیغ شروع کړئ دئ، چې ګواکي د امریکایانو حضور په افغانستان کې دسیاسي ثبات، اقتصادي ودې او امنیت د راوستلو له پاره ضروري دئ او که دوئ دافغانستان څخه ورک شي نو حالات به خراب شي، حال داچې واقعیت بل ډول دئ  او په افغانستان کې روانه تراژیدي، قتل عام، سازمان شوئ دولتي ترور او بې امني دهمدې غربي وحشیانودظالمانه تجاوز او اشغال څخه را پیدا شوې ده او یو مظلوم وولس ئې دازادۍ غوښتنې په ګناه په وینو کې غرق کړئ دئ.

دا بې عقلان او دکاذب قدرت لیونیان ددې حقیقت ددرک کولو نه عاجز دي، چې  دیولک نه زیاتو ترغاښونو په مهلکو وسلو مسلح امریکائې یونیفورمی ـ حرفه ای قاتلانو او دڅو څلویښتو نوروهیوادونو په لس هاوو زره جانیانو دټولو مالي، تخنیکي او تبلیغاتي امکاناتو سره سره په تیرو لسو کالونو کې  نه سياسي ثبات راووست، نه ئې اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره کړائ شوائ، نه ئې دهمسایه ګانود مداخلې مخه ونیولائ شوائ، نه ئې امنیت تاءمین کړائ شوائ اونه ئ  دافغان وولس دازادۍ او خپلواکۍ غوښتنې مقاومت او مبارزه  سرکوبه کړائ شوائ، اودهرې ورځې په تیریدو سره دا مبارزه نوره هم منظمه، دقیقه، پراخه او پخه شوله او په خپلو سرښندنو ئې دمتجاوزینو دغرور او شیطانت ورمیږ ورمات کړ او دافغانستان خاوره ئې ورته ګورستان وګرزوله، نو کوم سالم عقل به دا ومنی چې هغه کار چې امریکایانو دخپلو ټولو اقمارو سره په تیرو لسو کالونو کې ونه شوائ کولائ، په یوازې صورت سره به ئې څنګه وکړائ شي ؟ او افغانان به چې په دې لسو کالونو کې ددې جانیانو له لاسه قتل عام شوي، بې عزته شوي، شکنجه شوي او ددوئ دوحشت قرباني شوي دي، په کوم  اساس او انګیزه به دامریکایانو دایمي شتون ته زړه ښه کړي او وبه ئې مني ؟

هغه دپښتو متل دئ چې: یو څوک چا په جومات کې نه پریښودو او ده ویل چې لکڼه مې دخان کره کیږدئ.

افغان وولس ئې مؤقت وجود نه شي زغملائ، نو دائمي حضور به ئې څنګه قبول کړي.

تیرو لسو کالونو دا ثابته کړه چې امریکائې تجاوزکارانو او دهغوئ داخلي اجنټانو دافغانستان دپاره بې له فساد، جنایت، وینې تویولو، بربادۍ، ورانۍ، بدمرغۍ او مصیبت نه بله کومه پایله نه لرله او ترهغه وخته چې دا جانیان په افغانستان کې موجود وي دافغانانو روانه تراژیدي به دوام لري.

له دې کبله دنظامي هډو جوړول دلاسپوڅې ادارې دپاره یو رواني تسکین او دتجاوزګرانو دپاره دخپلو شرموونکیو ناکامیو دپټولو دپاره یوه دخټو پوزه ایښودل دي، که نه نورئې دافغان وولس دمیړنیو او شهادت غوښتونکو مبارزینو په فدا کاریو سره داشغال شپې او ورځې په شماردي او بې له تیښتې نه بله لاره ورته نه شته.

په افغانستان کې دارامتیا راوستل، دسولې تامینول، امنیت بر قرارول، په ازادۍ او خپلواکۍ کې ژوند کول، ټولنیز عدالت قائمول او دیوه وولسي اوټولو ته دمنلو وړ نظام جوړول دپردیو سره دوطن او وولس په سر په معاملو  او دمتجاوزینو دنظامي  اډو په جوړولو سره نه حاصلیږي، بلکه دا ارمان هغه وخت پوره کیدائ شي، چې دپردیو ښکاره او پټ تجاوزونه او مداخلې  قطع شي او دا تجاوزونه او مداخلې هغه وخت له منځه تللائ شي، چې هغه اشخاص، ډلې او بانډونه ئې چې خپله بقا دپردیو سره په ر ابطه او مزدورۍ کې ویني دسیاسي صحنې نه محو شي  او په ځان دناباورۍ، انفعالیت او په پردیود اتکا غلامانه او اسیرانه تفکر ته خاتمه ورکړل شي اوټول ازادي  غوښتونکي، دین، وولس او وطن ته متعهد او صادق اشخاص  او ډلې دسازماني او اډیولوژیکي ګټو نه تیرشي او دخپل وولس ترڅنګ دتجاوزګرانو اوشغالګرانو په مقابل دیوه واحد سنګر نه دیوه واحد هدف دپاره چې دوطن ازادول او خپلواک کول دي خپلې مبارزې ته دیوه دیني او ملي فرض د ادا کولو په نیت ودریږي او په خپل فعال حضور سره ددې وحشیانو کرغیړن وجود دافغانستان دپاکې خاورې نه د ابد دپاره ورک  کړي.

د.ب.هیښ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x