نظــر

دافغانستان د اسلامي امارت اداري تشکیل

لیکوال: عبدالحنان همت

کله چې په ۲۰۰۱ کې د صلیبي  اشرپه پایله کې په افغانستان کې اسلامي امارت   له لویوښاروڅخه شاته تګ وکړ هغه وخت د نړۍ زبرځواک او د ناټو مغروري ټلوالې په خپل ټول توان سره یرغل کړی و، نو ځکه دا اټکل ناشونی و چې بیا به د طالبانو اسلامي تحریک او اسلامي امارت دنظامي ،سیاسي اوهر اړخیز فعالیت جوګه شي .

خو لکه چې اللهي ثابت شوی  سنت دی ، چې د هرباطل او طاغوت په وړاندې به ضرور د  حق د لارې یوه ثابت قد مه ډله موجوده وي ، ترڅو د استعمار په وړاندي د نه ستړې کیدونکيې مبارزې له لارې له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه  دفاع وکړي .

همغه ؤ چې  لږ وروسته په داسي حال کې چې شرائط  ډیر ترینګلي او پر سیمه یوازي د  بي ۵۲ډوله الوتکو راج چلیده  د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین له  خپلو څو تنو نظامي قومندانانو او د تحریک له مشرانو سره د پټو روابطو له لاري د جهاد او بیا پا څون کولو امر صادر کړ اودجهادي چارو دتنظیم لپاره یې ملا عبدالغني برادراوشهید ملا عبیدالله اخنددخپلونائبانو په حیث معرفي کړل چي ورپسي

د اسلامي امارت په استازتوب څوکسیزه رهبري شوری او یو نظامي کمیسیون جوړ شول، ولي د وخت په تېریدلو سره دوی په خپلو تشکیلاتو کې د حالاتو او شرائطو له غوښتنو سره سم بدلون او زیادت را ووست .

چې په اوسنیو حالاتو کې اسلامي امارت د لاندي اداري تشکیل په درلودلو سره خپل هر اړخیز فعالیتونه پر مخ بیایې .

دامیرالمؤمنین نیابت او د مشرتابه دفتر :

دا مقام د امیرالمؤمنین پر نیابت سربیره د رهبري شوری او د یوولسو کمیسیونونو مشرتوب او دهغوی سر پرستي  پر غاړه لري ، هر وخت له هغوی سره د ناستو اوسلامشورو له لارې دهغوی فعالیتونه تعقیب او د بهبود خواته رهبري کوي  او د ټولو فعالیتونو راپور تر امیرالمؤمنین پوري رسوي .

رهبري شوری :

دا شوری د شلو په شاو خوا کې غړي لري چې ټول یې د اسلامي امارت تجربه شوي مشران دي ، دوی د خپلو شرائطو سره سم د نائب امیر په مشرتوب سره منظمي غونډې لري ، چې په دې شوری کې د افغانستان ، امارت او سیمي  نظامي ، سیاسي او ټولنیز  مسائل د محمدي شریعت په چوکاټ کې ترپوره  غور لاندي نیول کیږي او درایو په اکثریت سره فیصله کیږي .

قضااومحکمې:

د محکمې او قاضي مقام لکه څرنګه چې په اسلام کې ارزښت لري  ،دا ډول  د افغانستان اسلامي امارت  هم  په خورا درنښت ورته قائل دی ، دا مقام د پوره خپلواکي ، جیدو او باتجربه علماءکرامو په درلودلو سره د امیر او ادنا کارکوونکي  او عاموهیوادوالو په اړه په بې پرې  ډول پریکړې کولای شي ، دا ارګان د دري ګونو محاکمو ابتدائیه ، مرافعه  او تمیز په  درلودلو سره  د ټول هیواد په کچه په هر ولایت او هره ولسوالي کې خپل تشکیلات لري ، چې لله الحمد په پوره اهتمام سره بې  له  ځنډ او له رشوته  د عامو مسلمانو منازعات د محمدي غرا شریعت  او حنیفي فقهي په رڼا کې حل او فصل کوي .

چې اوس دکابل دادارې  دمحکمو پرځای ولسي خلګ دوی ته ډیره مراجعه کوي  او له کار یې خوښ دي .

نظامي کمیسیون او د هغه مربوط لس حلقې:

دا کمیسیون د ټول هیواد په کچه پر لسو نظامي حلقو ویشل شوی دی ، د هرو درو یا څلورو همسرحدو ولایتونو پر سر یوه حلقه لري او د حلقو مشران بیا د مرکزي نظامي کمیسیون غړيتوب لري ، د هري حلقي مشر اوغړي وخت په وخت د خپلو مربوطه ولایتونو له والیانو، نظامي قومندانانو او ولسوالانو سره ناستې او سلا مشورې لري او د هغوی د مربوطه سیمو ، کارونواو ستونزو په اړه له مرکزي کمیسیون سره له سلا وروسته پریکړې کوي .

دا راز د حلقو مشران د خپلو مربوطه  والیانو ،نظامي قومندانانو او ډلکۍ مشرانو جهادي فعالیتونه تر دقیقي څارنې لاندي نیسي د اسلامي امارت او د نظامي کمیسیون له لایحي عمل څخه د تخلف په صورت کې له مرکزي کمیسیون او دامارت له مشرتابه سره له سلا وروسته کولای شي چې والی قومندان او ډلګۍ مشر  مجازات کړي اویاکه لازمه وګڼي مشرتابه ته یې ګوښه کیدل یا تبدیلي پیشنهادکړي .

دا راز د هیواد ۳۴ولایتونو اداري  تشکیل هم د نظامي کمیسیون مربوط دی ،دا کمیسیون د هر ولایت په سطحه ځانګړی تشکیل لري چې والي، د والي مرستیال ولسوال او په ولسوالۍ کي مختلفي ډلګۍ او ګروفونه لري او د هر ولایت په سطحه ولایتي نظامي کمیسون او د ولسوالۍ په سطحه د سیمي د علماء کرامو او مخورو د کمیسیون په درلودلو سره د ولس او مجاهدینو پر ستونزو غور کوي  او هغوی ته حل لاري لټوي ، په ولایتونو او ولسوالیو کې د اکثره کمیسیونونو استازي هم شتون لري تر څو په نوموړي ولایت یا ولسوالي کې د خپلې ادارې نمایندګي وکړاي شي .

نظامي کمیسیون وخت په وخت ټولو ولایتو نوته خپل با صلاحیته پلاوي لیږي تر څو د هغو ولایاتونو د نظامي ډلګیو د جهادي فعالیت ، له ولس سره د هغوی د چال چلند او داسلامي امارت د لایحې اوفرامینود تطبیق جاج واخلي او راپور مرکزي کمیسیون ته وړاندي کړي .

نظامي کمیسیون مکلف دی چې له خپل توان سره  برابر د ولایاتو د محاذونو او نظامي ډلګیو اکمالات او د سیمینارونو او نظامي کورسونو له لا رې د ټولو مجاهدینو نظامي او فکري تربیه وکړي او وخت په وخت دهرې سیمي له  وضعیت سره مناسب نظامي پلانونه او پروګرامونه ورکړي .

سیاسي کمیسیون :

دا کمیسیون د خپلې لایحې ، د امیرالمؤمنین د فرامینو او د امارت د رهبري شوری د احکامو له مخې خپله سیاسي تګلاره پر مخ وړي ،دوی د خپلو ورکړل شویو صلاحیتونو په رڼا کې له نړیوالوسره لیدنې کتنې تر سره کوي تر څو نړیوال او د افغانستان په موضوع کې ذیدخله طرفونه دافغانستان د اسلامي امارت له دریځه خبر اوپه هره برخه کې  له خپلو حقوقو څخه  دفاع  وکړي .

فرهنګي کمیسیون :

فرهنګي کمیسیون مسؤلیت لري چې په  هیواد کې د اسلامي امارت په استازیتوب سره د یرغلګرو په وړاندي د روان جهاد له مقدسو اهدافو څخه دفاع او ددې ناروا یرغل په وړاندي د افغانستان د مسلمان ولس د ذهنونو په تنویر کې رغنده رول ولوبوي .

دغه کمیسیون په خپل کاري چوکاټ کې د اسلامي امارت پرویاندویي سربیره ۶ ویب پاڼې  په مختلفو ژبو چلوي ۶ میاشتنۍ مجلې د څرک ، شهامت ، مرچل ، حقیقت ،الصمود او شریعت په نومونو چاپوي د  څلوروسټوډیو ګانو الامارة ، منبع الجهادتوره بوړه او الهجرة په  مټ اسلامي ، حماسي او دعوتي فلمونه او د جهاد ګرمي صحنې په مختلفو ژبو کې خپروي .دا اداره داسلامي امارت ټولي رسمي اعلامیې ،څرګندونې ،لائحې ، پر بیلابیلو موضوعاتو کڼ شمیر کتابونه او نور د امارت مر بوط فرهنګي او علمي توکي خپروي .

اقتصادي کمیسیون :

دا کمیسیون هم د خپلې لایحې له مخې مکلف دی چې د اسلامي امارت د ټولو نظامي او اداري مصارفو لپاره له عامو ولسونو څخه د چندو له لارې بود یجه برابره او بیا د دوی له لارې تقسیم شي .دوی دنده لري چې وخت په وخت د اسلامي امارت له ټولو ارګانونو سره د هغوی د مصارفو په اړه په دقیق ډول سره حساب وکړي او راپور رهبري شوری او د شوری مشرتابه ته وړاندي کړي .

ددې ادارې برکت دی چې داسلامي امارت ټول مالي حسابونه  او مصارف په ډیر شفاف ډول سره تر سره کیږي چې په دې ډول دهر ډول خود سرانه مصارفو او په بیت المال کې دلاس وهنې مخه نیول شوې ده .

د صحت کمیسیون :

دا کمیسیون په جګړه کې د زخمي شویو مجاهدینو د علاج کولو دنده پر غاړه لري ، دوی د زخمیانو دعلاج لپاره د سیارو ډاکټرانو په پیداکولو او د مسلکي پرسونل روزلو په مټ توا نیدلي دي چې په هر محاذ کې او دجګړې شاته ډاکټران ولري ، ترڅو د زخمیانو درملنه پروخت وشي که چیرته زخمي زیاتې درملنې ته اړتیا ولري نو دوی مکلف دي چې زخمي نورو  روغتونونو ته انتقال کړي ، چې  په هرکال کي  په ښه اهتمام سره  دزرګونو زخمیانو درملنه کوي .

دتعلیم او تربیې کمیسیون :

تعلیم او پوهه هغه څه ده چې وروسته پاتې ټولنې له بحرانونو څخه راباسي او د خلاصون لور ته یې رهبري کوي ، نو ځکه د افغانستان اسلامي امارت په اداري تشکیل کې دې کمیسیون ته خورا ارزښت ورکول شوی دی ، دا اداره د مستقلې لایحې په درلودلو سره په هره برخه کې د پوهو اشخاصو څخه جوړ علمي بورډونه لري او د هیواد په هر ولایت کې چې د اسلامي امارت تر تسلط لاندي دي د خپلو استازو په مټ د ولس ماشومانو ته د مکتب او مدرسې د پرانستلو، نصاب برابرولو او په دې لار کي له خلګو سره د هغوی د ستونزو په حلولو کې مرستې کوي .

دا ډول دا کمیسیون د امارت تر نفوذ لاندي  سیمو کې د تعلیم ټول بهیر او پروسیجر تر مستقیم څار او مراقبت لاندي ساتي تر څو په تدریسي چاروکي د یرغلګر دښمن هرډول زهرجن پلانونه پروخت  کشف او کنترول کړي .

د دعوت اوارشاد کمیسیون :

د افغانستان اسلامي امارت له شروع تر اوسه په خپل ټول توان سره کوښښ کړی دی چې د هیواد د اشغال په اړه له خپلو هیواد والو سره  د دعوت له لارې خبرې وکړي تر څو زموږ هغه ناخبره او د میډیا په مټ یرغمل شوي هیوادوال وپوهیږي چې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتنو د دفاع په لار کې زموږ رسالت او دندې کومي دي او څه باید وکړو ،

چې همدې موخي ته د رسیدلو لپاره یې د دعوت او ارشاد په نامه مستقل کمیسیون جوړ کړ،

دا کمیسیون دهیواد په هره ولسوالۍ او هره سیمه کې خپل استازي لري ، دوی

داسلامي امارت مخالیفینوته د محمدي شریعت په رڼا کې دعوت ورکوي چې یاخو له اسلامي امارت سره د جهاد په صف کي و دریږي او یا هم پر کور کښېني چې لله الحمد تر اوسه یې ښه نتیجه ورکړي ده ، اود دې کمیسیون د استازو په مټ په زرګونو ناخبره او یرغمل شوي افغانان له اسلامي امارت سره یا خو یوځای شوي او یا پر کور کښېناستلي دي چې دا لړۍ لا روانه ده یادکمیسیون داولس له مخورو او تعلیم یافته قشراوعامو وکړو سره داسلامي امارت په تل پاته اړیکوټینګولو هم موثرکار کوي اوهم وخت په وخت دمجاهدینو داخلاقي اودیني روزني لپاره بېلابېل پروګرامونه تطبیقوي .

د بند یانو کمیسیون :

دا کمیسیون د اسلامي امارت د ټولو اسیرانو لپاره  که په داخل کې وي که له هیواده بهر وي جوړ شوی دی  ،دوی د خپلې لایحې له مخې مکلف دي چې وخت په وخت د خپلو بندیانو پوښتنه وکړي په زندانونو کي یې د خوراک ، تداوي ، او نورو ضرورتونو غم وخوري .

دا راز دوی مکلف دي چې د هر بندي تر خلاصېدلو پوري د هغه دوسیه تعقیب او د نوموړي بندي په خلاصون کې له مناسبو وسائلو او لارو څخه استفاده وکړي .

له بندیانو سره د ظلم او تیري په صورت کې کمیسیون مکلف دی چې د بندیانو د نسبي حقوقو د تامین لپاره  له ځینو خیریه او نړیوالو ټولنو سره اړیکي ونیسي تر څو د بندیا نو لپاره حتی الوسع ستونزي هوارې کړي اوهغه راخلاص شوي بندیان چي تداوي ته ضرورت لري دعلاج لپاره یې دصحت کمیسیون ته معرفي کوي .

د مؤ سساتو کمیسیون :

دا اداره په ټول هیواد کې د مؤسساتو او خیریه ټولنو د څار او مراقبت دنده په غاړه لري ، نوموړی کمیسیون ټولو هغو مؤسسو ته چې د یرغلګرو له هر ډول استخباراتي او اسلامي ارزښتونو ته د خطر له شایبو پاکې وي د کار زمینه  برابره  وي .

یاد کمیسیون په ټول هیواد کې د تلیفوني شبکو د څار او کنټرول تر څنګ په هیواد کې د هغو قراردادونو او پریکړو دقیقه څیړنه کوي چې په مختلفو برخو کې له  افغانستان سره شوي دي او د هغو مؤسساتو کارونه او د کارونو کفیت  بررسي کوي چې غواړي یوازي د ابادۍ او بشردوستي په نیت د ښوونځیو ،مدرسو ، کوهیانو ، سړکونو ،ویالو ، استنادي دیوالونو ،بندونو او په زراعتي برخو کې په بې پرې ډول سره خدمات وړاندي کړي ، په یادو ټولو برخو کې د مؤ سساتو کارونه ستایل کیږي او د کار زمینه ورته برابریږي .

د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره:

د اسلامي امارت په تشکیل کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې   ته هم ځای ورکول شوی دی او په خپل ټول توان سره کوښښ کوي چې په جګړه کې ملکي بې دفاع خلګو دوژنې مخنیوی وشي

داداره په ټول هیواد کې د ملکي تلفاتو قضیې څیړي په هغو سیمو کې چې خدای ناخواسته د امارت لخوا ملکي خلګو ته تلفات ورسیږي د هغوی په اړه پوره پلټنه کوي که د تلفاتو عاملین د مجازات وړ وو هغوی سمدلاسه محکمې ته وړاندي کوي تر هغو یې فعالیت معطل کیږي تر څو د دوی په اړه محکمه پریکړه کوي .

دا راز دوی مکلف دي چې له زیانمنو کورنیو سره دغم شریکي ترڅنګ د قضیې په څیړنه او عامیلنو ته په سزا ورکولو کې له هغوی سره مرسته وکړي چې تر اوسه يې په سلګونو داسې قضیې څیړلي او عاملین یې محکمې ته وړاندي کړي دي .

دشهیدانو او معیوبینو اداره  :

دا اداره هم د خپلې لایحې او پرسونل په درلودلو سره دشهیدانو او معیوبینو د ثبت او راجسټرکولو تر څنګ د شهیدانو له کورنیو سره د امارت په استازیتوب د پوښتنو ګرویږنو په کولو سره خواخوږي څرګندوي او له هرې ځوریدلې کورنۍ سره د خپل توان  سره برابر مرستي کوي  او د یتیمانو لپاره یې د تعلیم کولو زمینه برابروي.

د معدنیاتو  اداره :

دا کمیسیون د امارت تر نفوذ لاندې سیمو کې د کانونو او طبیعي زېرمو د ساتنې تر څنګ د بي قانونه او غیر مسلکي استخراج مخنیوی کوي .
او هغه کانونه چې د امارت د واک تر پوښښ لاندي دي ځیني یې په مسلکي ډول سره را ایستل کیږي اویا هم د امارت لخوا  په ټیکه ورکول شوي دي چې د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون لپاره تر ټولو ښه اقتصادي منبع  هم بلل کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

دا کار اوس په فیسبوک کښی پوډریان هم کوی

هیله ده ژر مو سیاسی اسلامی او ملی اساسنامه وګورو یعنی خپل جهانی اسلامی سیاسی او ملی اساسنامه مو ولی نه صادروی؟

د کوم پوهه شخص د جواب په هیله

یاسین

داسلامی امارت لائحه شته چی دوی ورڅخه داساسنامې په ډول کارأخلي، په الاماره ویب پاڼه کي هم پرته ده (لائحه) کلیک کړئ ویئ لولئ کیدای شي داسی جامع خوپه عین حال کي موجز شی دبل کوم نظام لخوا ونه مومئ، همت صاب په دی لیکنه کي ډیراختصارکړی دی داسلامی امارت تشکیل ډیرپراخ لمونی دی دده له لیکنې څرګندیږي چی : دامارت په اداره کی غړیتوب نه لري ځکه معلومات یئ خام دي، خصوصا دنظامي چارودکمیسیون په اړه هسي یئ خپل وارتیرکړی دی.

محمد یوسف سعید

السلام علیکم ګرانو !

ژوندی اوسی زما یو نظر دی که ممکنه وای چه د امارت دا بعضی نشر کړی کتابونه او مجلی که پلی سټور کی هم وای ډيره به ښه وه

په درنښت

شهید شهید

د معلم په نوم کس احمقانه او جاهلانه پوښتنی معلومیږی چه معلم خو څه یو شاګرد هم نه دی ، د ده له نیوکی معلومیږی چه کوم غلام ژباړن دی ، زه وایم که د دشمن سره هم مناقشه لری او څوک عالم او د انسانی ښو اخلاقو لرونکی وی همداسی نیوکه باید ونکړی چه دشمن یی ورسره د خبرو کولو څخه مخ واړوی ، مګر له بده مرغه زمونږ خینی غلامانو بدن لوی شوی او پوهه نه لری ، تاسی د ده دی جملی ته وګوری او قضاوت وکړی جه دی څومره پوهه او اخلاق لری ؟؟ Malim [[… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x