
کورنیو چارو وزارت کې دننه یو جنرال په مرموزه توګه وژل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه،۱۳۹۳ل): د تازه تر لاسه شوي خبر په اساس د کورنیو چارو وزارت دننه د دغه وزارت یو لوړپوړی چارواکی جنرال حشمت الله په مرموزه توګه وژل شوی.
طالبانو په خپله ویب پاڼه کې خبر ورکړی، چې دا پېښه د دوی د یوه ارتباطي او نفوذي ملګري له لورې تېره شپه د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې دننه را منځته شوې.
دوی وايي، چې جنرال حشمت الله یې په یوه ځانګړې تاکتیک کې وژلی؛ خو د خپل نفوذي کس د برخلیک په اړه یې څه نه دي ویلي.
ویل کېږي، چې جنرال حشمت الله د خوست ولایت اوسېدونکی و او جنازه یې نن سهار وختې په چورلکه کې خوست ته لېږدول شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په باب تر دې دمه څه نه دي ویلي.