
غزل
شاعر: غزلستوری استاد پسرلی
خپله زخم خپله تیر یم د ویشتلي
ځکه سر تر پایه ویر یم د ویشتلي
د زخمونو په موسکا مې مه تېروځئ
نه ښکارېږم پټ ضمیر یم د ویشتلي
چې حواس مې شل په شلو لارو تللي
ترهېدلی ورک بهیر یم د ویشتلي
که پټۍ یې نه شوم هېر مې کله مه شه
لکه وینې دامنګیر یم د ویشتلي
سور فریاد مې شې په سترګو اوړېدلی
راته وګوره تصویر یم د ویشتلي
بې معنی ژوند پسرلیه بې معنی کړم
د نارامه خوب تعبیر یم د ویشتلي