نظــر

مسعود د امريکایانو معشوقه ! – اسماعیل نثار

ليکوال: اسماعيل نثار

په Fighting Masoud’s War کتاب کې چې یوه بهرني ليکوال د مسعود په اړه ليکلی دی، په هغه کې  مسعود ته دAmerica’s sweetheart: Mujahideen commander Ahmad Shah Masoud لقب ورکوي، یعني د امريکایانو دلدار او معشوقه قومندان مسعود:

تاسو پوهېږۍ په ډير مهارت سره د شمال ټلواله د مسعود وژل ددې پر ځای چې د القاعدې ډلې د فداي مجاهدينو کار یې وبولي، د نړیوالو استخباراتو یوه مرموزه توطیه بولي، ددې خبرې تر شا دوی ډیر نور راتلونکي اهداف په نښه کول غواړي، که چېرې مسعود  بدنامه او رسوا  شو نو ټوله شمال ټلواله په صفر کې  ضرب  کېږي او که چېرې دغه منفوره څهره همداسې تته پاته شوه نو دوی ډیرې نورې  ګټې هم ترلاسه کولای شي، لکه دا اوس په دې دیارلسو کالو چې دوی د یرغلګرو کفارو په ملاتړ او له روان فرض عین جهاد څخه په انکار د اسلام  له  دایرې شرعاً  ووتل خو دوی بیا هم پدې  قبېح عمل ځانونه ګناه کار نه، عادي مسلمان هم نه، بلکه ځانونه خاص ستر مجاهدين بولي، له یرغلګرو کفارو څخه د جهاد په نوم مکافات اخلي، د یرغلګرو کفارو سره  د اسلام  پر ضد دغه معاونت او دوستۍ  یو روا عمل بولي، قرآني  آیات او احاديث  ددغه مردود عمل لپاره غلط  تعريف کوي،  ځکه خو دوی غواړي  چې وښيي  مسعود  د منطقه کې د اسلام ضد استخباراتي کړیو وژلی دی، هغه د کفارو ډیر غټ دښمن وو، د امريکایانو دښمن وو، هغه که ژوندی وی نو امريکایانو افغانستان نه شوی نيولای، نړيوالو استخباراتو هغه ځکه وواژه چې دی ورته لوی خنډ وو !!!

مګر هېڅ کله دا مسخره حقيقت نه لري، هغه لوی غدار وو، له اولې ورځې د جهاد په ليکو کې درزونه پیدا کړل، د ژني تعصب بنیاد همده کېښود، له ستمي طاهربدخشي او پرچمي کارمل څخه وروسته  د تاجکيزم مفکورې ته همده پیلامه ورکړه، رسماً یې  په همدې اړه د روسانو سره  تړونونه کړي ول، هغه اسناد اوس هم موجود  دي چې  ده ورڅخه  د  تاجک قوم  په اړه  د مستقله  قومندې امکاناتو غوښتلو په بدل کې د روسانو د نظامي قطارونو لپاره د سالنګ د لارې د امنیت ساتلو هوکړه کړې وه، سره لدې چې په ټول افغانستان کې جهاد روان وو، خو ده د جهاد عنوان ترشا د قومي موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کاوه، همدا جهاد یې د شومو موخو د ترلاسي لپاره لویه ضريعه ګڼله، دده ټول متحدين په همدې عقيده او مفکوره وروزل شول چې له جهاده باید قومي ګټه تر لاسه کړو، د روسانو او کموستانو ضد ډیر ريښتني جهادي قومندانان  یې په مرموز ډول شهيدان کړل، د نورو جهادي  ګوندونو پر ضد یې د روسانو، فرانسویانو، هندوانو، امريکایانو، انګرېزانو، ايرانیانو او حتی له پاکستانیانو سره پټې معاملې درلودي، دغو ټولو یادوو آدرسونو به تل په تبليغاتي برخه کې د مسعود په نفعه وري ډکول، کله به چې د مجاهدينو تر منځ واک ویش کيده نو هغوی ټولو د همدوی ګوند جمعیت لمن ورډکوله، ځکه دوی هر وخت د معاملو لپاره چمتو خلک ول، هغوی هم مستقيم او غیر مستقيم د اتلولۍ تبليغات یې ورته کول، عکسونه او قلمونه به یې ورڅخه ډکول، د نورو مجاهدينو ويشتل شوي ټانکونه به دده امتیاز حساباوه، د مثال په ډول د BBC  راډيو به چې کله خبر نشراوه نو  ویل به یې نن په لغمان کې د روسانو ټانګ د مجاهدينو لخوا وويشتل شو، لغمان هغه ځای دي چې د نامتو قوندان احمد شاه مسعود سيمې پنجشير سره وصل ده،… د کورنیو جګړو په وخت کې د ټولو وژنو اصلې مهدف همدی وو، نور یې توافق ته نه سره پرېښودل، ځکه روسانو ورته خپله باقي مانده وظيفه سپارلې وه، تر ټولو مهمه خبره دا چې د ژوند په وروستیو وختونو کې ده او رباني په شريکه اسرائیلو څخه هم د طالبانو پر ضد د مرستې رسمي غوښتنه کړې وه، فرانسې ته یې خاص د همدې لپاره سفر وکړ چې د ټولې نړۍ او خوصوصاً  بوش پام د افغانستان اشغال ته راواړوي، هلته یې په ډاګه وویل چې که غرب د طالبانو مخه په افغانستان کې ونه نيسي نو ډیر ژر به طالبان او د دده په اصطلاح نور ترورستان منځني ختيځ او غربي هېوادونو ته مخه وکړي او دوی ته به لوی خطرونه  پېښ کړي، همدغه ننی امريکایي اشغال دده رسمي غوښتنه وه پدې اړه رسمي اسناد موجود دي، په یوټیوب کې ويډیو ګاني شته، ده په دغه ارتدادي عمل چې د اسلام پر ضد یې د کفر ملاتړ وکړ،  د شهيد اسامه د وژلو وعده یې امريکا سره وکړه، پدې اړه یې پیسې هم ترلاسه کړې وي، د القاعدې مجاهدينو دوه زړور فدایان دده د وژلو لپاره مؤظف کړل او دغه لوی منافق د اسلام  دښمن یې وواژه .

دده وژل کېدلو وروسته ټولو په ښکاره وليدل چې دده ټول لارویان له الف څخه تر یا پورې د متجاوز کفر امريکاي اشغال ملاتړي شول،  هغوی د د افغانستان د اشغال په مرسته کې خپل ځمکني کرايي پوځ په حیث ونومول، پدې اړه د امريکایي جنرالانو ليکل شوي مقالې او کتابونه موجود دي، د پښتنو په سيمو کې د امريکایانو د وژونو وسایلو په مټ او د هغوی تر څنګ د عام وژنو لړۍ کې د دوی پوره لاس وو، دوی خپل قومي او د ژبني تعصب او عقدې پاللې او امريکایانو هم د دوی په قول هر ډول انساني ضد جنایات ترسره کړل، ډیری ولس ددې ډول وحشي پېښو عنیني شاهدان دي.

له روان جهاد څخه یې ښکاره انکار وکړ، متجاوز محارب کفار یې دوستان وبلل، د همدغو یرغلګرو کفارو مړو ته یې شهيدان وویل او برعکس د جهاد د برحقې لارې د مجاهدينو او فدایانو شهيدانو ته یې مردار وویل. د کفارو په ټولو وحشتونو یې سترګې او خولې پټې کړلې، ځکه ګټه او تاوان یې شريک شو، صف یې شريک شو، راتلونکې یې شريکه شوه،  دوی نور د اسلام، ناموس، خاورې او ولس سره هېڅ تړاؤ جوړ پرېنښود، ټول شرعي او انساني حدود یې د قدرت، شهوت، او مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره خرڅ کړل، دا د دوی هلو ځلو او د مبارزې غوښتنه وه او امريکایانو ورپوره کړه. د مؤمن مظلوم ولس، خاورې  او الله تعالی په نزد دوی لوی مجرمان دي او هېڅکله به ونه بښل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

اسماعیل نثار صیب تاسو ته سلام او احترام له تاسو مننه چی د شر و فساد د رحیل مشر په اړه مو لیکنه کړی ده دا ډول لیکنی باید ډیری وشي کنه اوس اوس یی په کابل کی د پشتوزبانو تنکي اولادونه نه درسره مني ځکه د معارف په کتابونو کی د اتل په نوم تبلیغ کیژي. د کرزي فاسده اداره چې په اصل د شر و فساد یعنې جنایتکارې ټلوالې اداره ده ده ټول سیاستونه یی په تبعیض او د پښتنو په ټولوژنه بنا دي، هغه تش په نوم پښتانه (پشتوزبانان) چی دوی کرایه کړي دي تر ټولو ذلیلی… نور لوستل »

Yousaf

Mr Nisar Khan, We don’t know that our Ntionalist Pahtoon ( Afghan Milat Party) Said That Mr Massod the Agent of ISI Pak,The Perchami said He is agent of France,the Islamic pakhtoon Party like Khakmatyar said he is Agent of KGB Taliban said he is Agent of Indai & Iran but like this a lot persons said defrance Idai. now you said he is the best friend of USA? But I said that Masood is one of the honest for Afghanistan & Afghan in his alliance they have commanders from Nangrahar,Laghman Kunar.Noristan,Kandahar.Mazar,Khost Spicialy Haji Haqani Saheeb,Herat,it mean from all Afghanistan… نور لوستل »

احمد علی

ډیر په زړه پوری او د حقیقت نه ډکه لیکنه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x