نظــر

ستر اشغالي تړون، درواغجنه امریکا، حکومتي جرګه او اغیزې!

afghan_former_prisonerجګړه تل په چال، فریب او دهوکه پلي کیږي- سن زو، دي آرټ آف وار

خپله لیکنه د پټریک هینري (۲۳ مارچ ۱۷۷۵) د تقریر د یوې برخې څخه پیل کوم، څوګ چې یو د امریکايي انقلابي پلارانو څخه  وه او دغه وینا یې په هغه وخت کې وکړه، کله چې هغوي د انګلیس استعمار پر ضد خپله د آزادۍ جګړه پرمخ بوتلله:

شریف سړۍ به ډیرې د آمن نعرې کړي، خو یوځاې به هم آمن ونه مومي،

ځکه جګړه خو ایله پیل شوې، د شمال څخه رالوتلي هوايي څپه به ډیر ژر زمونږ غوږونو ته د اسلحو شرنګار او شور راورسوي. زمونږ کلیوال، د یوې بانډې او قامي خلګ د مخکښې څخه په خپلو خپلو ځایونو کې ولاړ دي خو مونږ ټول ولې داسې لاس په نامه ولاړ یو؟ د شریفانو او نجیبو خلګو څه تمنا ده؟ هغوي د ځانونو سره څه لري؟ آیا واقعي ژوند پر مونږ ډیر ګران ده؟ او یا آمن په ریښتا هم ډیر خوږ ده؟ چې مونږ يې، دغه دواړه ، د غلامۍ په زنځیرونو واخلو!!!!

ای لویه خدایه! ته دغه خلګ منع او ایسار کړه

زه نه پوهیږم چې نور (خلګ) به کومې لیارې تعقیبوي خو ماته، یا زما آزادي راکړئ او یا مرګ!!!

ستر اشغالي تړون:

د تیرو څو ورځو څخه د امریکا- افغان ستراتیژیک تړون په هکله ډول ډول تبصری کیږي، بعضی مستعار حکومتي چارواکي په مختلفو لیکنو له دغه تړون سره مخالفین په نورو نومونو نوموي. دغه تړون اصلاً کې د امپریالیست امریکا او افغان ترمنځ تړون د ۲۰۱۴ء څخه وروسته د امریکایانو په افغانستان کې میشت کیدل دي، کوم چې امریکایان د راتلونکي دویم بن څخه دمخه د لویه جرګۍ څخه منل غواړي او بیا هلته د آلمان په دویم بن کې خپلې نوي طرحې د هغه جانبینو په هکله اعلانوي، کوم چې د بن پر ځای به په سویو چانټو کې په ګرمونو سنګرونو کې ګرځي!

د کرزي حکومتي جرګه:

حامد کرزي خپلې جوړه کړل شوې جرګې ته په وینا کې وویل:

موږ به تر هغه پورې دغه تړون لاسلیک نه کړو ترڅو پورې چې امریکایانو محبسونه (زندانونه) او د شپۍ لخوا قتلونه نه وي بند کړې.

محترم ریئس جمهور صاحب مونږ ته د امریکایانو په ضد دغه روانه جګړه او د امریکايي هډو ترمنځ هیڅ توپير نشته، او نه به کوم توپیر وي، که چیرې د مقاومت په لیکه ولاړ مجاهدین د امریکايي هډو ته په زړه کې کومه نرمه ګوښه پیدا کړي نو دا به بیا د ملت لپاره یو ستر سوال وي؟ چې ځواب ورکول به یې، لکه سیاف او رباني ته چې وه، ګرانه وي.

خو د بلې خوا په انټرنیټ (افغان کارنر بلاګ پوسټ) کې د دغه تړون خپریدونکي نقطعې څه بل څه وايي:

–       حفاظتي کمپنیانې (سیکیوریټي) به په افغانستان کې خپل فعالیتونه جاري ساتي

–       امریکا به افغانانو ته هله محبسونو (زندانونو) اختیار وسپاري ترکله پورې چې افغانان د دغه اهل نه وي شوي

–       امریکا ته به دا حق ورکړل شي چې د خپلو کسانو، پرسونل وغیره د حفاظت لپاره خپل تدابیر ونیسي او عملي یې کړي

کرزئ هم غواړي  چې دغه ستراتیژیکي تړون لومړۍ د خپلو چاڼ شویو او د ډالرو په نشه کې په ډوبو خلګو لاسلیک کړي، او بیا یې پارلمان ته د منلو لپاره واستوي، ځکه هغه به لا تر اوڅه د وزیرانو په معامله کې هغه د ۲۰۰۹ او بیا د ۲۰۱۰ تجربه نه وي هیره کړې. د سنا (سینیټ یا مشرانو جرګه) غړي هم په دغه معامله ګري نیوکۍ کوي، د سنا غړۍ اکبري وايي:

قانون جوړونکو ته د امریکا- افغان ستراتیژیک تړون په هکله هیڅ معلومات ندي ورکړل شوي خو ځکه د دغه یوځای کیدلو څخه به کومه مثبته پایله ترلاسه نشي

د کابل څخه یو بل سناتور، خالق داد بالاغي وویل:

په دغه جرګه کې ټول ګدون کوونکي د حکومتي چارواکو لخوا چاڼ شوي ؤ

د کونړ څخه یو بل قانون جوړونکي، رفیع الله حیدري، وویل:

جرګه به ستونزۍ حل کړي خو دا به غوره وای که حکومت د دغه تړون په هکله په تفصیلي توګه معلومات وړاندې کړي ؤ.

د کرزي حکومتي جرګه ویانده، صفیه صدیقي، چې ریئس یې حضرت الحضرتین دې، وايي:

دغه تړون به تر ۲۰۲۴ پورې وي.

مطلب دغه تړون به کم تر کمه لس کلونو پورې لاسلیک کیږي خو اغلې صفیه صدیقې! ستاسو د یادښت لپاره وایم، وايي کله چې د دغه هیواد یو لرغونۍ پلار، امیر شیر علي خان، څوګ چې په فامیلي جنجال کې هم اخته و خو بیا هم د امبیلې په مذاکراتو کې یرغلګر او امپریالیست انګلیس ته وايي:

په کابل کې یو انګلیس هم نه منم!

او همداسې یوه واقعه د امیر عبدالرحمان خان، وايي کله چې هغه د نیم افغانستان قباله انګلیس ته په لاس کې ورکړه او آخر کې يې د انګلیس سفیر ته دا توصیه وکړه چې کابل کې دي احتیاط کوي. سفیر ته ورته په خپلو شونډو د نه خطر مسکا ورکړه نو امیر عبدالرحمان خان خپلو ساتونکیو ته دا وظیفه ورکړه چې شاغلې سفیر صاحب لږ په هوايي ډزو وویروي چې دا خاوره تل په خپله خاوره کې نیواکګر او تیری کوونکي نشي زغملې!

محترم استاذ محمد زمان مزمل په خپل مضمون کې څه ښه وايي:

حکومتونه او جرګې په یو هیواد کې د آزادۍ رموز دي، کله چې یو حکومت او بیا جرګې او په کې لویې جرګې چې همیشته د استقلال لپاره استخدامیږي، هغه دا ځل د اشغال او هډو لپاره جوړې او بیا خدای مکړه داسې پریکړې وکړي چې امریکا ته د حضور او هډو قباله ورکړي، په هغه صورت  کې به ملت کې د دغسې لویې جرګې حیثیت څه وي او د هغو د پریکړو رول؟

دا ملت نه داسې کومې جرګې ته او نه کومې لویې جرګې ته اړتیا لري چې پایله یې د امریکایانو دلته پاتې کیدل وي.

درواغجنه امریکا:

که موږ دا ووایو چې دغه پورتني معلومات به درواغ وي او داسې د امریکایانو په یوازې سر خوځولو پر هغوي اعتبار وکړو خو تاریخ او تجربه بیا موږ ته څه بل څه ښايي، تاریخ خو پریږده کرزې به هم د امریکایانو  تجربه نه وي هیره کړې چې هغه څومره ځل د امریکایانو په بمباریو د مکر او اداکارۍ اوښکې د ملت په مخامخ وبهولې.

امریکا په تاریخ کې تل خپلو خلګو او د نړۍ اوسیدونکیو ته درواغ ویلي ترڅو نه یوازې جګړه شروع کړي، ویې غزوي بلکه د دغه په مرسته خپل اهداف ترلاسه کړي. د امریکايي د دغه تور تاریخ څخه زه د نمونې لپاره یو څو بیلګې وړاندې کوم، ترڅو لوستونکي د درواغجنې امریکا د درواغو څخه خبر شي او د ستراتیژیک تړون په هکله د هغوي د درواغو څخه ډک بیانونو کې ونه لویږي.

امریکايي صدر اعظم، میکینلي Mckinley خپلو خلګو ته وویل چې په هوانا کې امریکايي بحري کښتۍ د هسپانوي ماینونو له امله ډوبه شوه، خو د بل پلو څخه امریکايي بحري کپتان دا استدعا لرله چې هغه کښتۍ د سکروټو له امله ډوبه شوه، او په آخر کې ازادې څیړنۍ هم دا وښودله چې هغه هسپانویانو نه وه ډوبه کړې خو د دغه له امله امریکایانو د هسپانویانو سره جګړه لوبولې وه.

دویم نړیوال جګړه کې صدر اعظم روزیولټ یو داسې اته ګونۍ پلان د بحري استخباراتو په لاس جوړ کړ چې بلاخره پکې امریکا دویم نړیوالې جګړه کې ورودانګل، هغه داسې چې امریکایانو جاپان دې ته وهڅول ترڅو په امریکا حمله وکړي او بلاخره همداسې وشول، هغوي په پرل هاربر حمله وکړه، او د دغه حملې څخه امریکایان ښه خبر ول خو په بله ورځ د هغوي رسنۍ او حکومت دا وویل چې امریکایان د یو ناڅاپي حملې سره مخامخ شول او داسې هغوي د ملیاردي ککریو په تاواني جګړه کې ونډه واخستله!

نور به ډیر لیري نه ځو بلکه د ۲۰۰۱ء پیښه به راواخلو چې څرنګه امریکایان د تروریزم د جګړۍ په نوم یو داسې هیواد ته راغلل چې نه پکې د ۱۱/۹ پیښۍ پلان پکې جوړ شوې و او نه پکې کوم افغان وګړۍ مستقیماً یا غیر مستقیماً شامل و.

او د امریکایانو او د دغه پیړۍ ستر درواغ او پروپاګند څوګ هیرولې شي، کله چې سی آې ای، کولن پاول او بش نړۍ ته د ویپنز آف ماس ډیسټریکشن درواغ وویل او داسې یې د صدام حسین په عراق یرغال وکړ خو بیا وروسته حالاتو او ځمکني حقائقو دا  هر څه درواغ ثابت کړل…..

داسې ډیر درواغ امریکایانو ویلي او لا لګیا دي وایې يې، دغه تورپوستۍ امریکايي صدر اعظم هم د بدلون د شعار لاندې راغلې و خو تراوسه په درواغو کې لګیا ده،

اغیزې:

دغه ستراتیژیکي تړون به په مونږ افغانان مختلف ډول اغیزې خپري کړي، لکه:

لومړۍ به پکې مونږ خپله سیاسي خودمختاري او د افغانستان آزادي وبایلو(اوس هم مونږ څه آزاد نه یو بلکه اشغال یو، او هغه وخت به هم دا رنګه وي)

دویم:  امنیتي اغیزې، افغانستان کې روانه جګړه د امریکايي امپریال خلاف ده نو ځکه تر آخره پورې به مونږ د دغه امپریالیست سره لاس په ګریوان یو او داسې به د یو بل سره په اخ او ډب کې اخته یو.

دریم: د امریکايي هډو له امله په مختلفو هیوادونو کې د فحشاء اډې جوړې شوې دي، چې دا بیا زموږ په ټولنې منفي اغیزې لري، ژوندۍ مثال یې د امریکایانو وروستي لسو کلونو موجودیت ده.

څلورم:  زمونږ د وګړیو اسلامي کلتور باندې به منفي اغیزې ولري

د  امریکایانو نظامي حضور په مختلفو هیوادونو کې لکه په فلپائین، جرمني، جاپان او مالیزیا کې خو  ورته د هغه ځای ستر سیاسي نابغه، مهاتیر محمد په خپل کتاب Reflections on Asiaکې ورته په غصه ښکاري او جاپان او جرمني سره د دومره اقتصادي پرمختګ او قوت اوس هم د امریکا د تصمیم لکۍ دي او لا تر اوسه کوم پتمن دریځ نه لري.

په آخره کې د وتلي افغان سیاست چار پوه او لیکوال، استاذ محمد زمان مزمل صاحب د مضمون، د امریکا نظامي هډې د پاتیدو پلمې که د تلو بهانې، په یوه برخه لیکنه پای ته رسوم:

د نظامي هډو شتون به یو هیواد کې د هر څه نه مخکې او زیات د دغه هیواد آزادي چیلنج کوي، او چې بیا دا هډې د  یوې لویې جرګې پریکړه ولري نو پروردګار دې په داسې سرونو باندې د هغو افغانانو نوم او عنوان نه پیکه کوي چې د نړۍ د نامتو ملتونو په کتار کې یې مونږ پاتې نسلونو ته همدا ویاړ بخښلې دی چې مونږ پر آزادۍ لکه د هند او د هند د شاوخوا ملتونو سازش نه کوو.

احمد بلال


ماخذونه:

۱- محمد زمان مزمل، د امریکا نظامي هډې د پاتیدو پلمې که د تلو بهانې، اصلاح انلاین

۲-outlookofafghanistan.net

۳-npr.com

۴-afghancorner.blogpost.com (published extract of US-Afghan strategic Pact)

۵- دردمن غني خیل، د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د امریکا پوځي ادې او د هغو اغیزې، اصلاح انلاین

۶- Whatreallyhappened.com/WRHARTICLES/lieofthecentury.php

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x