د پغمان پېښه: دوهمې محکمې پنځه تنه په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کابل د استیناف محکمې د پغمان د پېښې پنځه تنه تېریګر د علني محاکمې په پایله کې په اعدام محکوم کړل.

په دغه محاکمه کې چې له ځینو رسنیو نه ژوندۍ خپرېده تورنو، د پېښې قربانيانو، مدني فعالانو او خبریالانو ګډون درلود.

په یاده محاکمه کې د دې ډلې مشر عزیزالله، نظرمحمد، سمیع الله، قیس الله او حبیب الله د غلا، لوټ، په ښځو د خشونت او ډله ییز جنسي تېري له امله په اعدام محکوم شول.

په داسې حال کې چې د کابل لومړۍ محکمې د دې ډلې اووه واړه نیول شوي کسان په اعدام محکوم کړل، مګر په استیناف محکمه کې دوه تنه نور یواځې د غلا په تور په شل کاله بند محکوم کړل.

ویل کېږي، چې دې دوو تنو د پغمان په پېښه کې لاس نه درلود او یواځې له دوی سره د ډلې د ملګرتیا په خاطر نیول شوي وو.

د محکمې ریس په خپلو خبرو کې وویل، چې که سهواً د دوی په پرېکړه کې بې عدالتي شوې وي، نو د سترې محکمې له لوري به وڅېړل شي.

د محاکمې په جریان کې د تورنو کسانو وکیلانو دعوه کوله چې په لومړۍ محاکمه کې د جرم له اثبات وړاندې یا د اثبات په جریان کې دوی باید له رسنیو نه وای ښوودل شوي، د دوی په خبره له رسنیو نه د دوی عامه رسوايي د دوی اروايي ځورونه ده.

له بله اړخه د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد ملکزی وايي چې دغه محاکمه د خلکو د احساساتو ترسیوري لاندې وه او په مسلکي ډول د دې محکمې پرېکړه نیمګړې ګڼل کېږي.

ورته خبره د لومړۍ محاکمې اړوند هم د بشري حقونو نړیوالو څارونکو کړې وه، د هغوی په خبره د لومړۍ محکمې پرېکړه د سیاسي فشارونو د او د خلکو د توندو غبرګونونو په سیوري کې شوې ده.

یاده دې وي چې یادې اوه کسیزې ډلې د تېرې لمريزې میاشتې په وروستۍ شپه له د یوې کورنۍ په څو مېرمنو ډله ییز جنسي تېری کړی و، چې د پولیسو په قول لسو تنو نه يې اووه تنه دوی ونیول او درې نور په تېښته بریالي شول.

دغه سیمه چې د پغمان ننداریزې سیمې په لاره کې پرته ده، د پغمان په نندارچیانو يې هم اغېز کړی او ویل کېږي، چې د یادې ډلې د پاتو غړو د غچ له ویرې خلک په ډار کې ژوند کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د