افغانستان

د سنګین ولسوال: زموږ عسکر رواني ستونزې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): په هلمند کې د سنګین ولسوالي ولسوال وايي چې د طالبانو په پرلپسې اوږده جګړه کې د دې ولسوالي عسکر په رواني ناروغیو اخته شوي او باید تبدیل شي.

د سنګین ولسوال سلیمان شاه وايي چې په دغه اوږده جګړه کې د دوی جنګېدونکي عسکر ستړي او رواني ستونزې ورته پیدا شوې دي.

د نوموړي په خبره پر یادو ستونزو سربېره په مقابل کې د طالبانو په لیکو کې داسې مسلکي کسان شته، چې باید په وړاندې يې جنګېدونکي عسکر وخت پر وخت ورته تبدیل شي.

په ورته وخت کې د میوند قول اردو مرستیال فاروف پرواني وايي چې دوی طالبانو ته ورپرې اېښې پوستې بېرته په واک کې کړې دي او طالبان يې د ولسوالي له بازاره شاته تمبولي دي.

له بله پلوه د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په خپله نننۍ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د سنګین ولسوالي په څاروان کلا کې يې په نننۍ جګړه کې پنځه پوستې نيولې دي او پرمختګ يې کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د څاروان کلا په بارکزو او خانانو کې جګړه لاهم په شدت سره روانه ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه د یادې ولسوالي بازارته څېرمه په هدېره سیمه کې د اردو او پولیسو په ګډه پوسته هم د برید خبرونه ورکړل شوي دي، چې د طالبانو له قوله پنځلسو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

یاده دې وي چې طالبانو نن په یوه اوږده مستند راپور کې د هملند په ګډون په یوولسو ولایتونو کې یواځې په تېرو څلورو میاشتو کې د یوسل اته اتیا لوړپوړو دولتي مسوولینو د وژلو خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت د برکه ولسوال هم وايي چې په دې سیمه کې طالبان زورور خو په مقابل کې يې جنګېدونکي عسکر خورا کمزوري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x