نظــر

اوسنۍ لویه جرګه رښتیا هم دډېرو افغانانو پرمخ څپېړه ده

loyajirga2011_4سرلوڅ مرادزی چې دخپلو شناخته خېلو ترمنځ ( دښو غوښو په بې خونده ښوروا ) شهرت لري ، خپلې وروستۍ لیکنې ته داسې عنوان ټاکلی چې د ( صدق وهو کذوب ) نغد مثال یې بللی شو ، نوموړي  دخپلې لیکنې په  سرلیک  کې پریکړه کړې ، چې ( لویه جرګه دډېرو په مخ کلکه څپېړه ) ده ، که واقعیت ته وګورو خبره یې بیخي سمه بریښي ، په کابل کې تر(جرمنۍ )کیږدۍ لاندې پنډه جرګه  چې نقدي مصرف یې امریکایي سفارت تامین کړی دی ، دکبرجنو یرغلګرو لخوا دمطلق اکثریت مؤمنو افغانانو په مخ یوه ناترسه  او ناځوانمردانه څپېړه ده ، چې کله به یې هم دباوجدانه بشریت تاریخ له یاده ونه باسي ، ځکه داجرګه لومړی دامریکایي ګټو او بیا یوازې دهغو کم شمیر بې افغانیته افغانانو دپایښت لپاره رابلل شوې ده ، چې دامریکايي پوځیانو د وتلو په سبا خپله کډه هم بار بولي .

خوکه  دسرلوڅ نوره لیکنه ولولو ، ښایي دجرګې په اړه یې دخپل ډول لومړنی تحلیل وګڼو ، نوموړی باور لري چې  په افغانستان کې دامریکایانو دائمي اډې دافغان اولس غوښتنه او دوطن دنجات یوازینۍ لاره ده ، او دخپل همدې باور په بناء افغان اولس چې  ددې جرګې سره یې  مخالفت څرګند کړی دی ، د پردو په دام کې لویدلی او په ورکو لارو سر بولي .

سرلوڅ صیب  باید متوجه کړو ، چې دافغان اولس د دینپالنې ، دودپالنې او اجتماعي سایکالوجۍ په اړه خپل معلومات له سره وارزوي ، افغانان له پلوه داسې بې ضمیره او پله بین نه دي ، چې دشلمې پیړۍ په پای کې دختیځي اروپا دچکي او سلواکي  ولسونو غوندې دوارسا په  ډول وڅرخیږي ، او دیوویشتمې په پیل کې د  قبلې په ۱۸۰ درجې تغیر سره  دناټو په اتڼ ګډ شي ، که داسې اړخ بدلوونکي او دهرې غیږې میلمانه  دافغانیت  په کاله  کې پیدا کیږي ، هیڅ کله یې دافغان اولس استازي نه شو بللی ، بلکه یوازې  ددې  درنې  ټولنې نظیروچ ، شاذ ، نادر او( لیس بشئ ) ورته ویلی شو .

داچې سرلوڅ ته د(اهل الحل والعقد ) شرعي اصطلاح نادوده او دخندا وړ ښکاري ، معلومیږي چې دخپل نغري ( دسترمفسر مرادعلي صاحب زاده کورنۍ ) له فیض څخه په تمامه معنی محروم پاته شوی ،  او تمام عمر یې یوازې دمارکس او لینن په ژرنده اوڼلي دي ، کنه  اهل الحل والعقد اصطلاح هیڅکله دومره نادره نه ده ، چې  په اسلام  ځار افغان اولس دې یې سم تلفظ ونه کړای شي .

دروان وضعیت په اړه به ووایو چې دراتلونکي علم به خدای ته وي ، چې څه به  پیښیږي ، خو دکابل اوسنۍ جرګې دا یوفایده وکړه ، چې هیواد پلورونکي او هیواد ساتونکي یې په ښه توګه سره بېل کړل ، هغه که سیاستوال وه ، که  مبصرین ، لیکوالان یا هم عام افغانان .

روان وضعیت وښوده چې څوک ددې وطن خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي ، او په دې وطن کې دازادانه ژوند جرأت او تابیا لري ، دغه راز یې هغه څېرې هم په ګوته کړې ،  چې په دې خاوره  له خپلو پردیو بادارانو نه  پرته ژوند  ورته خیال او محال بریښي  ، نو ځکه دپردو دپایښت لپاره هراړخیزې لاس او پښې وهي .

په پای کې به سرلوڅ صیب ته ووایم چې نور لا  خیر ، ستاسو ( خلقیانو او پرچمیانو ) لپاره خو دامریکایي اشغال دپایښت کمپاین چلول ،بیخي دپوزې پرېکېدنګ ده ، آیا همدا لویدیځوال او مرستې یې  نه وې  چې په افغاني کمونیستانو یې مور بوره کړه ؟ ؟   زما په اند په ځانګړي توګه د کمونیستانو لپاره به دامریکاددایمي شتون دسند امضاء کول  ، داسې معنی ولري لکه څوک چې دوطن مور دخپل پلار په قاتل باندې ودوي ، و ذالک اضعف الوجدان

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x