افغانستان

جمعه خان همدرد: هيڅوک نشي کولای د خپلو بادارانو په اشاره هيواد د بحران پر لور بوځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه،۱۳۹۳ل): د پکتيا والي جنرال جمعه خان همدرد د ټاکنيزو ناندريو او د عبدالله عبدالله د ټيم له لوري د شنو او نارنجي خوځښتونو د اعلان په غبرګون کې يوه اعلاميه خپره کړې او ولس ته يې ډاډ ورکړی، چې هېڅوک نشي کولای، هېواد د بحران پر لور بوځي.

جمعه خان همدرد د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم غړی وايي، چې د دوی د سيال ټيم د يو شمېر غړو لخوا وخت پر وخت ناقانونه او غير مسؤولانه څرګندونې کيږي او دوی د خپل ولس سپيڅلو هيلو ته د درناوي له امله هيڅ غبرګون نه دی ښوولی، مګر هيڅوک بايد دا فکر ونه کړي، چې د دوی دا چوپتيا د کمزورۍ په معنا ده.

د پکتيا والي زياتوي، چې مخالف ټيم پر دوی د ټاکنيزو درغليو بې ځايه تورونه لګولي، چې هيڅ اساس نه لري او بيا هم د خپل سيال ټيم په غوښتنه د ټاکنو ټولې رايې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په بشپړه توګه تفتيش شوې او دوی اوس هم دا نارې وهي، چې د ټاکنو پايلې نه مني.

جمعه خان وايي: « ټول ولس ته ډاډ ورکوي، چې هيڅوک نشي کولای، هېواد کې شنه او نارنجي حرکتونه پيل کړي او دا يوازې او يوازېد د خولې خبرې دي.»

د پکتيا والي لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي ، چې «ټولو هېوادوالو او نړيوالو ته څرګنده ده، چې ولسمشريزې ټاکنې ښکاره ګټونکی او بايلونکی لري او په دې توګه په راتلونکي حکومت کې د بايلونکي ټيم سره د واک د مساوي ويش نظريه چې د مخالف ټيم لخوا مطرح شوې، کاملا ردوو.»

جمعه خان له ډاکټر اشرف غني احمدزي هم غوښتي، چې د خلکو د رايو پر سر هيڅ ډول معامله ونکړي.

د جمعه خان همدر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی هېواد کې شخړې او لانجې نه غواړي او نه به بل چا ته اجازه ورکړي، چې هېواد د بحران خوا ته بوځي.

همدرد زياتوي، چې « موږ پوره چمتو يو چې د خپلو رايو څخه په کلکه دفاع وکړو او هیڅکله به دوی ته دا اجازه ورنکړو چی د خپلو بادارانو په اشاره په هیواد کی ستونزې جوړې کړې .»

جمعه خان همدرې د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد په استازيتوب ټول ولس ته ډاډ ورکړی، چې دا شنه او نارنجي حرکتونه هسې د خولې خبرې دي، دا خلک د ولس کې ځای نه لري او نه هم د ولس منځته ورتلی شي او دغه خلک اوس هم د سلګونو ساتونکو او سيمټي ديوالونو دننه دا خبرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

حیرانونکی ، زه دغه وجدان او سترګو ته حیران یم ، که وجدان تری کده کړی وی شرمیدلی سترګی خو اوس هم ورسره دی ، همدغه ټاکنی د خلکو په رایه ترسره شوی او که د جان کیری په روغه جوړه ؟؟؟ همدی ته معامله نه ویل کیږی ؟؟؟ بیا هم د خلکو په سترګو کی خاوری اچوی ، دا ځکه چه سترګی نه شرمیږی او وجدان هجرت کړی دی ، بیا همدرد ، عبدالله ته وایی (((چه د بادارانو په خوله ))) د دوی او د عبدالله خو یو میړه او یو بادار دی چه د دو ی ایچرا… نور لوستل »

نسیم افغان

داشرف غنی میر من عیسوی ده خو تر عبد الله بهتر دی

غوربندي

ټولو ته سلام او احترام شنبه خان صيب خپله د اشغالګرانو هغه نوکر ده چی د جنایتکاری ټلوالی له سیاست او اهدافو سره سم عمل کوي وایي سر دی زما سره پښې دی له لالا سره !!! خبری د حزب اسلامي د شوروایانو له ادرسه کوی خو پښی دی له اشغالګرانو سره دي دا ټول انډوخر او د واړو لوریو څرګندونی د یو منظم سازمان شوي بهرني پلان له مخې صحنی ته راوزي اشغالګران غواړي د دوه تحمیل شده کاندیدانو تر منځ فاصله ډیره او بلاخره داسی تشنج ته وباسي چی دوه سری حکومت نه بلکه دوه مستقل حکومتونه منځ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x