
د یوګنډا حکومت وايي، د امریکا پر سفارت يې د برید هڅه شنډه کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه،۱۳۹۳ل): د یوګنډا امنیتي چارواکي وايي، چې د القاعدې اړوند د الشباب اسلامپالې ډلې هغه وسله واله ډله یې نیولې، چې په دغه هېواد کې يې د امریکا پر سفارت د برید پلان جوړ کړی او د پلي کولو په لټه کې يې ول.
د پولیسو سرچېنو ویلي، چې نېول شوي کسان په پرمختللو وسلو او زیاتو ډول- ډول بمونو سنبال ول او تېره ورځ يې په کمپالا ښار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال کشف او ونېول.
دچارواکو په خبره دوی ته مخکې له مخکې نه د دغه برید په اړه معلومات شوي وو او دا معلومات یې هم په صومالیا کې د جنګېدونکو یوګنډاوي پوځيانو له استخباراتې څانګې نه ترلاسه کړي وو.
د یوګنډا حکومت وايي ، د دغو وسله والو کسانو په نېولو سره یې د امریکا پر سفارت باندې د پراخ او ویجاړونکي برید هڅه شنډه کړې.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا حکومت تېره اونۍ په یوګنډا کې خپلو ډيپلوماتانو ته له کورونو او استوګنځیو څخه د نه وتلو امر کړی و؛ خو راپورونه وايي، چې اوس یې دا امر بېرته اخیستی.