افغانستان

دواړو نوماندانو د امريکا په سفارت کې سره وليدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه،۱۳۹۳ل): د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د امريکا په سفارت کې سره وليدل.

امريکا غږ اشنا راديو د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز ټيم د يو غړي له قوله وايي، چې دواړو نوماندانو نن له ماسپښين وروسته د امريکا سفارت کې ناسته وکړه، او دغه ناسته تر اوسه روانه ده.

سرچينه وايي، چې دغه ليده کاته کابل کې د امريکا د سفير جيمز کنينګهم په منځګړيتوب تر سره کيږي.

دا ليده کاته په داسې حال کې کيږي، چې يو شمېر سرچينې وايي، د دواړو نوماندانو تر منځ ټاکنيزې ناندرۍ پای ته رسيدلي دي او ډېر ژر به دواړه لوري په ګډه د حکومت جوړولو اعلاميه خپره کړي.

د امريکا سفارت سرچينې وايي، چې د دواړو نوماندانو تر منځ خبرې اترې ډېرې ښه روانې دي او له ماښام وروسته به دواړه نوماندان ولسمشر کرزي هم وګوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x