نظــر

ریښتونې سوله (افغانستان، ایران او پاکستان)

pakistan_afghan_iranسوله د هر وګړې، هر کور، هر کلي، هرملت او هر هیواد لپاره اړینه او خپل ارزښتونه لري.

سوله د جنګ کوونکو،  شخړه لرونکو، یو له بل سره مخالفت لرونکو او پخپل منځ کې نه جوړیدونکو ترمنځ ترسره کیږي. داسلام دمقدس دین لارښونه ده چې په سوله ارامې او امنیت کې ستاسي ګټه  ده، په نبوي دوران کې ډیري لویې شخړي د سولي د لاري حل شوې دی.

چې په لنډ ډول یې داوس او خزرج عربو قبیلو ترمنځ اوږده دښمني یادولای شو چې د اسلام په برکت سره دغه لویه شخړه او دښمني په دوستي او ورورولي بدله شوه، همدارنګه د حدیبي سوله ده چې د مسلمانانو او مشرکینو ترمنځ وشوه، د وخت، شرایطو او ظروفو په نظر کې نیولو سره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د نورو سختو او په ښکاره د مسلمانانو په زیان (په حقیقت کې د مسلمانانو په ګټه) د ډیرو مادو ترڅنګ دا هم ومنله چې دمشرکینو د غوښتنې په وجه د ده د مبارک نوم سره د رسول الله کلیمه ونه لیکل شي.

همدغه د حدیبي سوله وه چې د مکې مکرمي د فتحي لپاره دروازه وګرځیدله.

د افغانستان بې ګناه او مظلوم ملت حق لري چې په ارامې، امنیت او ریښونې سولېزه فضأ کې ژوند وکړي. او دا حق هم لري چې د حقیقت ویلو لپاره خپل اواز پورته او د خپلو طبعي او انساني حقونو غوښتنه وکړي.

له کلونو راهیسي دغه ملت د سولي په نوم یو خوا او بل خوا کشول کیږي ، او دسولي اواز پورته کیدو سره سره جنګونه او ظلمونه لا زور اخلي، د سولي له پاک نامه څخه غلط تعبیرونه کیږي، او د سولي د مخنیوي لپاره له ډول ډول سیاسي چلونو او نیرنګونو څخه کار اخستل کیږي.

د ریښتونې سولي د منځته راتلو لپاره لاندي څو ټکې اړین  بولو چې دواړه خواوي یې باید په نظر کې ونیسي:

1.       سوله په زور نشي راتلای، که یولوری زورور شي بیا به هم  څه موده وروسته کمزوری لوری  سر را پورته کوي او د خپل حق ، غچ او انتقا م اخستلو لپاره به هلي ځلي کوي.

2.       که سوله د تسلیمیدو او سلاح په ځمکه کیښودلو په معنی وي، دولت دي طالبانوته د تسلیمیدو او سلاح کیښودو  وړاندیز سره خپله هم سلاح پرځمکه کیږدي، یو دریم لوري ته دي واک وسپاري او دریم لوری به د حقیقي سولي لپاره کار وکړي.

3.      ملګري ملتونه او ناټو دي د سولي په اوسنۍ تګلاره نوی نظر وکړي او پخپله تګلاره کې دي رغنده سمون راولي. په تیرو څو کلونو کې ددوي د غلطو پالیسیو او سولي اړوند ناسموتګلارو نیتیجه منفي ده.

4.      د ملت د حقیقي مشرانو او استازو د حیثیت ، واک او وقار په نظر کې نه نیول، د ملت د خوښي په خلاف له هیوادونو سره د ستراتیژک او ورته تړونونه منل به د سولي په لاره کې خڼدونه نور هم زیات کړي.

5.      جنګونه ځينې خلک زیږوي او ځینې سرونه او ککرۍ خوري. د سولي پروسه په له منځه تللو او یا له منځه تلونکو اشخاصو (ددواړو لورو اشخاصو) پوري  تړل او تر یوشخص منحصر کول ناسم کار دی.

6.      لس کلونه د بهرنیانو د راتګ وشول، ورځ تر بلي نا ارامې او زموږ خوار ملت په کړاو او  بدمرغي کې د ډول ډول ظلمونو او ناخوالو سره مخ دی، په یوه لسیزه کې بهرنیان او دولت ونه توانید چې په هیواد کې سوله او ارامي راولي. او ډاډه یم چې د بهرنیانو تروتلو وروسته به تر دي نور بد حالت په افغان ملت رانشي. ترڅو چې بهرنیان ونه وځي ، د سیمه ایزو نږدي او لیري هیوادونو لاسونه لنډ نشي، سوله به په هیواد کې رانشي.

7.      سولي ته هغه سیمي زیاته اړتیا لري چیرته چې جنګونه دي، هلته چې جنګ نشته د هغوي په ناارامي کې ګټه ده، دجنګ ځپلو سیمو خلک باید د هغو خلکو مخنیوي وکړي چې په جنګونو کې خپلي ګټي او مقام خوندي بولي او د ريښتوني سولي مخالفت کوي.

8.      زموږ د هیواد  او ټولي نړۍتاریخي جوړښت هم داسي دي چې د دوو جنګ کوونکو، شخړه لرونکو او مخالفت کوونکو ترمنځ دریمګړی (دریم تن او یا دریم قوت) سوله کوي، نه داچې د جنګ کوونکو لوریو څخه کوم لوری دسولي کار پرمخ یوسي، ځکه چې هغه په قضیه کې دخیل دی او مقابل لوري پرې باور او اعتماد نکوي.  ښه داده چې اوسنۍ د سولي عالي شوری کمیسون د دولت لخوا د سولي د واک لرونکي پلاوي په  نوم یاد او د سولي لپاره د دولت معلوم ادرس وببل شي.

9.       د دولت سره مقاومت کوونکو ډلو ته دي حق ورکول شي چې ورته،  د سولي واک لرونکی پلاوي معرفي او هغوي ته دي هم په هیواد کې دننه او یاهم کوم بهرني هیواد کې تضمین شوي معلوم ادرس ورکول شي تر څو له نیولو، وژلو، بندی کیدلو څخه په ډار کي نه وي او په ډاډ سره د سولي خبري په مخ یوسي.

10.    داچې اوسنی دولت نه غواړي د طالبانو  سره مخامخ خبري وکړي او غواړي چې د طالبانو په ځای د پاکستان له حکومت سره خبري وکړي (دولت وایې د طالبانو ادرس ندی معلوم او پاکستان د طالبانو مرسته کوي)،  بل خوا طالبان نه غواړي چې د اوسني دولت سره مخامخ د سولي خبري وکړي (طالبان وايې دولت د سولي د خبرو واک نلري، واک او قدرت دامریکا سره دی، اوسني دولت د امریکا په زور اوقوت واک چلوي)  او غواړي چې د امریکا سره خبري وکړي کوم چې ددوی نظام یې له منځه یووړ.

ددغسي حالت په نظرکې نیولو سره اړتیا شته چې یو ریښتوني او ناپیلی د ملت د ريښتونو استازو(علماؤ، روحانیونو، سیاسي ، قومي او مذهبي مشرانو) څخه  د سولي ريښتونی او سولي ته ژمن، دواړو خواووته د منلو وړ پلاوی جوړ تر څو له ټولو خواوو سره وویني، په  هیواد کې په روان حالت او ستونزو همدارنګه په راتلونکې کې د احتمالي او ممکنه ستونزو رامنځته کیدو څیړنه او حل لاري يې په ګوته کړي.

دارنګه نوموړی د سولي ریښتونی پلاوی دي  بهرنیانو ته ډاډ ورکړي چې موږ افغانان خپله کولای شو سوله راولو تاسي ته نور د پاتي کیدو اړتیا نشته همدارنګه پاکستان، ایران  او نورو ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې راتلونکي نظام به اسلامي نظام وي او د سیمیزو هیوادونو ګټي به خوندي او یو بل ته به متقابل احترام ولري.

د افغانستان په ارامي او پرمختګ کې د سیمي، سیمیزو ګاونډیو هیوادونو او ټولو نږدي او لیري پرتو هیوادونو ګټه ده، او زموږ د هیواد په نا ارامي او نه پرمختګ کې د یادوو شوو ټولو هغو تاوان او نه پرمختګ دي.

که تاسي زموږ دوه نږدي ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران د لس کاله پخوا (کله چې په افغانستان امریکا د ناټو په مشري تېری نه ؤ کړی) سره پرتله کړئ، روښانه ده چې دواړو هیوادونو کې امنیتي حالت د ډیري انديښني وړ دي او خاص ډول د پاکستان په هیواد کې چې ورځ تر بلي يې امنیت د خرابیدو په لور روان دي، او د یو منظم او ښې روزني لرونکي پوځ په لرلو ، د نړیوال  نوموتي استخباراتي جال آی اس آی په لرلو سره بیا هم نشي توانیدلای چې د کراچې ښار د بې هدفه وژنو او ګډوډیو مخه ونیسي. همدارنګه د بلوچستان په ایالت کې د بلوچو له  پاڅون او مخالفت سره مخ دی، حکومت توانایې نلري چې د هغوي لخوا د امنیت ګډولو مخه ونیسي. په شمالي او جنوبي وزیرستانو کې  د طالبانو له زښت زیات مقاومت سره لاس او ګریوان دی، دارنګه له بلي خوا د امریکا د بې پیلوټه او خپلسرو عملیاتو په  مخنیوي کې ناکامه راغلی او د میرمن په څیر لاس ترزني ورته ناست دی. په ایبټ آباد کې د امریکایې پوځونو عملیات د اسامه بن لادن شهادت د پاکستان په تندي یوبل شرموونکي داغ ؤ.

په ایران کې د ولسمشري انتخاباتو په وخت کې ټولو ولیدل چې ددغه هیواد امنیت له څومره لوی ګواښ سره مخ ؤ، همدارنګه هلته د ګډوډیو په نتیجه کې څومره بې ګناه ایرانیان د دولت لخوا ووژل، ژوبل او بندي شول. دا رنګه د ایران څو تنه د اتومي بټیو کارکوونکي انجنیران او ساینس پوهان په مرموز ډول له منځه یووړل شول. په ایران کې د وړو مخالفو ډلو فعالیتونه چې لس کاله مخکي څوک پري خبریدل هم نه، او س نړیوال ارزښت پیداکړی دي، د ایران په سیستان کې امنیت هیڅ د ډاډ وړ نشي بلل کیدلای، او هلته دایران د لوړ پوړو دولتي کارکوونکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.

تر ټولو وروستني لویه امنیتي پیښه په روانه اونۍ کې د  ایران په نظامي اډه کې چاودنه یادولای شو چې د ایران-عراق د جنګ دوخت تر ټولو زیات پیږندل شوی او د ایران په پوځ کې د ښه شهرت او احترام وړ کس جنرال مقیم   پکې له منځه ولاړی او دده سربیره  د زوروري چاودني له امله یو شمیر نورو ایراني پوځیانو هم خپل ژوند له لاسه  ورکړ.

د دي سربیره په ایران کې  د بلوچو واړه پاڅونه پیل شوی چې په بې رحمي سره د ایران دولت لخوا ځپل کیږي، دا رنګه د شیعه او سني ترمنځ شخړو ته په پراخه پیمانه لمن وهل کیږي او دغه د اور سکروټو ته پوکی ورکول کیږي. چې ژوندی مثال يې د شیعه او سني ترمنځ د کوچني اختر په سر د لمانځه اداکولو شخړه وه، داچې په تهران کې د دولت لخوا د اهل تسسن په مسجد جوړولو بندیز دی او هلته د سنیانو غټ اویا کوچنی مسجد نشته، دولت اعلان وکړ چې سنیان دي د اهل تشیع په مسجدنو کې  په شیعه امامانو پسي د اختر لمونځ اداکړي ( اهل سنن ته مذهب اجازه نه ورکوي چې په اهل تشیع امام پسي لمونځ وکړي)، ولي سنیانو دښار په بېلابیلو سیمو کي ځيني د اوسیدو کورونه خالي کړل او هلته يې د کوچني اختر د لمانځه اداکولولپاره مراسم ونیول چې په ډیره بې شرمي او سپین سترګي سره يې دایران پولیسو مخنیوی وکړ او اهل سنه يې د خپلو مذهبي مراسمو اداکولو ته پرينښودل. دغه ډول کړنې په لوی لاس د مذهبونو، لیږکیو او ډیرکیو ترمنځ شخړو ته لمن وهل دی، او دغه ډول کړني د وخت په تیریدو سره خپل عکس العمل لري. داچې په تیر کوچني اختر کې اهل سنن د اختر لمانځه اداکولو څخه منع شول او دغه جماعت وخت نه درلود چې په حل او ورته لارو فکر وکړي.

په اقتصادي ډګر کې زموږ دغه  دوو ګاونډیو هیوادونو  د لس کاله پخوا اقتصاد په نسبت ډیر زیان لیدلی دی. د پاکستان هیواد چې لس کاله پخوا یې منظم اقتصادي پرمختګ درلود، او دهیواد خلک يې  ډیری په دندو ګمارل شوی ؤ، او زموږ د جهاد له برکته خو پاکستان او ایران په اقتصادي ډګر کې ډیر ښه پرمختګ وکړ،  د پاکستان هیواد ډیری کسان په دندو بوخت ؤ او په کلیوالو سیمو کې يې بزګرو د ذراعت او کر کیلی د لاري ښه ژوند درلود.

اوسمهال چې دولت او ملت دواړه يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي داهم د افغانستان د ناارامي تاثیرات دي چې دغه ګاونډی هیواد يې متضرر کړیدی. د دغه هیواد د پوځ او پولیسو لګښت چې د لس کاله پخوا څو برابره شوی دی د هیواد په اقتصاد يې ناوړه اغیز کړیدی. که څه هم په لومړیو کې پاکستان له امریکا او د امریکا ملګرو هیوادونو څخه د القاعدي ځپلو او له تروریزم سره جګړي کولو په نوم او بهانو زیاتي پیسي ترلاسه کړي، د پوځ او پولیسو لګښت کې پاکستان ډیروالی راؤست . دا یو ريښتوني حقیقت دی، چیرته چې جکړه وي چیرته چې امنیتي ستونزي وي، په هغه سیمه کې پوځ او پولیسو ته باید امتیازات هم زیات ورکول شي.  او لګښت به هم د ارامو سیمو په پرتله څو برابره وي. ددغه ستونزو سره لاس او ګریوان پوځ او پولیسو په  لګښتونو کې زیاتوالی راؤست، دپوځ او پولیسو دلګښتونو د زیاتوالي زیانونه پاکستان هغه وخت ټکنی کړ چې کله امریکا او ملګرو هیوادونو يې په پاکستان خپلي مرستي په دي نوم بندي کړي چې د تروریزم سره جګړه کې پاکستان ريښتونی ندي، د القاعدي، حقاني او ورته نورو تروریستي (دغرب په اصطلاح) شبکو سره مالي او استخباراتي مرسته کوي. روان میلادي کال چې په ختمیدو دی دپاکستان پوځ او پولیس له ډیرو مالي ستونزو سره مخ ؤ، چې په نوي کال کې به د پوځ او پولیسو د لګښت کمښت ولري اود پوځ او پولیسو د لګښت له کمیدو سره به په دغه هیواد کې ناامني او نا ارامي  زیاتوب ومومي. پاکستان به د امریکا له مرستو پرته هغه سیمیزو قبایلو امنیتي ساتونکو ته د معاش ورکولو توان ونلري کوم چې اوسمهال د امریکا دستراتیژي او تګلاري له مخي يې په وزیرستان او د قبایلو په نورو ازادو ایجنسیو کې ځای په ځای کړي دي. چې دغه ورته تګلاره زموږ په هیواد کې هم عملي شوه او د اربکیانوپه نوم يې سیمیز پولیس (پخواني توپکمار) وګمارل چې د بې ګناه ملکي کسانو وژلو، لوټلو او غلاوو، جنسي تیریو، نژادي او قومي تعصبونو د بدو پایلو اوازونه  يې ټولي نړۍ ته په ډیر لیږ وخت کې دمیډیا له لاري ورسیدل.

کله چې دپاکستان په ناامنه سیمو کې په سیمیزو قبایلي مشرانو او  سیمیزو قبایلي ساتونکو باندي معاش او پیسي بندي شي، نوموړي هیواد به له پخوا زیات له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي. ځکه د امنیت له خرابیدو سره اقتصاد مستقیماً رابطه لري ، چیرته چې امنیت خرابیږي اقتصاد هم کمزوري کیږي او چیرته چې امنیت سمیږي اقتصاد هم ورسره  قوي کیږي.

پاکستان د ژوند په ټولو برخو کې  د افغانستان د نا ارامي له امله  زیان موندلی دی، او خاص ډول د ښووني او روزني په  ډګر کې يې هم د پام وړ زیان لیدلی دی. په لویو ښارونو کې دناامنیو له امله ډیر وخت علمي او تعلیمي موسیستات (مکتبونه، مدرسي، انستیتونه، پوهنتونونه، اکادمیک مرکزونه او …)د زده کوونکو او استادانو په مخ تړلي وي. بل داچې تکړه او تجربه لرونکي استادان او اکاډمیک کسان چې پخوا يې په ښارونو او نورو سیمو کې د تدریس دندي درلودلي لویو او امن لرونکو ښارونو ته ولاړل او په ناامنه  سیمو کې يې د تعلیم سټنډر، د وړ او  تجربه لرونکو کسانو د نشتون له امله ټیټ او زیانمن  شو.

دایران اقتصاد هم  لس کاله پخوا اقتصاد ندی پاتي، نوموړی هیواد  دمخ په زیاتیدونکي اقتصادي بحران سره مخ دی. په کوردننه مخالفتونو ټکولو او همدارنګه د بې کاري کچه را ټیټول اقتصادي پیاوړتیا ته اړتیا لري، چې د وخت په تیریدو سره په تیرو څو کلونو کې ایران ونه توانید چې په کوردننه مخالفتونه له منځه یوسي بلکه ورځ تر بلي زور اخلي، همدارنګه د بې کاري کچه نه داچې ټیټه شوه بلکه لوړه او ډیری ایرانیان د دندي نه لرلو څخه سر ټکوي.

د ایران اقتصاد  هغه وخت لا زیانمن شو چې د امریکا او ملګرو هیوادونو لخوا ورباندي اقتصادي بندیزونه ولګیدل، پانګې يې کنګل ، امریکا او اروپا ته دتجارت لپاره يې شتمن منع او دارنګه لویو شرکتونو خپل تجارتي تړونونه ورسره  لغوه اعلان کړل.

ایران ته زموږ د هیواد د ناامني لوی زیان د افیونو تولید او قاچاق دی، کله چې په هیواد کې امنیت ؤ او دلته نظام جوړ ؤ ،  د طالبانو د حکومت په ډیر لنډ وخت کې د کوکنارو د کښت کچه صفرته ورسیدله، خو د کرزي د حکومت په راتګ سره افغانستان یوځل بیا د نړۍ د نښئې توکو  دزیات تولیدلرونکي هیواد په لومړۍ درجه کې راغی. د هیواد څخه تولید شوي کوکنار او افیونو زیاته اندازه د ایران هیواد ته د قاچاق د لاري ځي، چې د ایران څخه ترکيې او بیا اروپا او امریکا ته د لویو لاس لرونکو کسانو پواسطه قاچاق کیږي. په ایران يې دوه منفي تاثیرات دي، اول داچې  نښئې توکې د ایران د لاري ترکيې، امریکا او اروپا ته قاچاق کیږي، نوموړي هیوادونه له ایران څخه په کلکه غواړي چې دمخدره موادو د قاچاق مخه ونیسي او پرینږدي چې دایران څخه ددوی هیوادوته دغه توکې یوړل شي. دوهم داچې د ایران ډیري اوسیدونکي دغه هیواد ته  د افیونو د ورتګ له امله په  نښو اخته دي چې ډیری ایراني ځوانان په لارو کوڅو کې  د یو دود افیونو پیداکولو په منظور سرګردانه ګرځي. ویل کیږي چې دایران ډیر جګپوړي دولتي کسان هم زموږ په هیواد کې د ناامني او نوموړي کښت د ډیروالي له برکته د افیونو په نښو روږدي دي. اوسني شنني ښئې چي د پوځ  ځینې لوړ پوړي جنرالان هم پدې مصیبت اخته دی. داسي هم ویل کیږي چې دایران په ډیرو لوړکچه میلمستیاؤ کې د میلمستیا د توکیو د یو خاص جز په توګه افیون د میلمستیا په وروستۍ برخه کې دمیلمنو لپاره د خاص احترام او عزت لپاره کارول کیږي.

داچې د افغانستان په ناارامي او دلته د امریکا په مشري د ناټو د عسکرو په راوستلو کې زموږ دواړو نږدې ګاونډیانو د خپلو ګټو په نظرکې نیولو سره  مرسته وکړه، پاکستان د پیسو او امریکا سره د ښو اړیکو په منظور او ایران د مذهبي تعصب لمخي د یرغلګرو مرسته وکړه،  زموږ هیواد د لسو کالو راهیسي په  ناورین، او شخړو کې را ګیر دی، دلته هره ورځ او شپه بې ګناه انسانان په ډول ډول ظالمانه طریقو شهیدان کیږي، ژوبلیږي، ځوانان اوسپین ژیري بې عزته کیږي، پیغلي بې پته کیږي، ژوندي کسان مو تردیوالو لاندې کیږي او د کورنۍ دغړو د لویو او وړو په  مخ کې مو وروڼه د برچو او ټوپک په ډزو وژل کیږي. افغان ملت داهرڅه وزغمل او لایې هم د زغملو حوصله لري او د هیواد څخه د دفاع لپاره د قرباني لوړ مورال لا هم لري. خو زموږ ددغه بې ګناه وژنو او ډول ډول ظلمونو شریکان هغه څوک هم دي چې زموږ په هیواد کې یې د امریکا په راوستلو کې مرسته او لاهم دلته نا امنیو او دوضعي خرابیدو ته لمن وهي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x