
طالبانو د څمکنيو برمته شوی ولسوال وژلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه،۱۳۹۳ل): طالبانو د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ برمته شوی ولسوال صالح محمد احساس وژلی دی.
د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د وژل شوي ولسوال مړی يې موندلی دی.
نوموړوی ولسوال وړمه ورځ د څمکنيو ولسوالۍ څخه د ګرديز پر لور راروان و، چې لاره ورته طالبانو کمين نيولی و او ولسوال يې سره له يو ساتونکي ځان سره بوولی و.
چارواکي وايي، چې د صالح محمد احساس او د هغو د ساتونکي مړي يې دسيدکرم ولسوالۍ کاريز سيمه کې موندلي دي.