دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۷)

لیکوال: حامد افغان

د تغافل فن

امام ابو حنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي البصري ته په خپل وصیت کې وایې: وخذِ العفوَ وأمُرْ بالمعروفِ، وتَغافَلْ عمَّا لا يَعْنِيكَ، واتْرُكْ كلَّ من يؤذيكَ، وبادر في إقامةِ الحقوقِ. یعني د عفوې اوبښنې خصلت خپل کړه، او په ښو امر کوه او کوم کار چې دي په ګټه نه وي د هغه په اړه ناخبري او غفلت ښیه، هر ضرري شی پریږده، او د حقوقو په قایمولو کې بیړه وکړه. د عفوې او بښنې په اړه په تیره لیکنه کې موږ تفصیل وړاندي کړی و دلته د تغافل او ځان ناخبره ښوولو په اړه خبره کوو.

هر انسان خامخا یوڅه نيمګړتيا لري په یوه انسان کې هم ټول غوره انساني صفات نشي پیدا کیدلی نو طبعاً هر خت کیدلی شي په ژوند اړیکو کې له مقابل لوري نه کومه نیمګړتیا او کمزوري ووينو بناءً هر چاته په کار ده چې د مقابل لوري په کمزوریو او نیمګړتیاو سترګې پټې کړي او ځان ناخبره وښیې لکه امام احمد ن حنبل رحمه الله وايې: “تسعة أعشار حسن الخلق في التغافل” یعني د ښو اخلاقو په لسو کې نه برخې په ” تغافل ” او ځان ناخبره اچولو کې نغښتې دي.

تغافل څه ته وایې؟

تغافل په لغت کې “تعمد الغفلة ” یعني غفلت قصد کولو ته وایې، او مقابل لوري ته ځان داسي ښکاره کول چې ګواکي دی ناخبره او غافل دی خو اصلاً خبر او غافل نه وي، او د ” تغافل ” اصطلاحي معنا داده چې یو څوک په یوه شي ښه پوهیږې خو قصداً او په تکلُّف سره غفلت او ناخبري غوره کړي څو په دې توګه عزتمن او له سپکو چارو لري او خوندي پاته شي.

امام حسن البصري رحمه الله وایې: عزتمن سړی هیڅکله د هرشي په لټه کې نه وي یعني تغافل کوي، امام سفیان الثوري رحمه الله وایې: تغافل هر وخت د درنو او عزتمنو خلکو خوی او صفت پاته شوی دی، باید پوه شو چې کله له کومي ګناه او بیلاري څوک نشو منعه کولی یا په کوم دښمن نشو برلاسي کیدلی باید په ډیر درنښت له هغه نه تغافل وکړو او ځان ناخبره وښيو، داراز عاقل او هوښیار انسان باید له بې ګټې شیانو لري وګرځي، پوهان وایې: یو څوک عاقل نشي بلل کیدلی څو له بې ګټې کارونو غافل ونه اوسي: لا يكون المرء عاقلاً حتى يكون عما لا يعنيه غافلاً.

لوی مجاهد قتیبه بن مسلم او تغافل

لوی مجاهد قتیبه بن مسلم الباهلي رحمه الله ته یو سړی راغی او له هغه سره یې په داسي حال کې خبرې پیل کړې چې د خپلې تورې څوکه یې په ځمکه کېښودله، د سړي پام نه و او د تورې څوکه یې د قتیبه د پښې په ګوته اېښې وه، دی لګیا و خبرې یې کولې او تورې یې د قتیبه ګوته ویني کړه، قتیبه غږ هم نه کاوه او ناستو خلکو هم د قتیبه له هیبته څه نشوي ویلی، کله چې سړي خبرې خلاصې کړې او روان شو قتیبه اوبه راوغوښتلې په وینو لړلې ګوته یې ومینځله او پاکه یې کړه، چا ورته وویل: سړي ته مو ولي نه ویل چې توره یې پورته کړې وی؟ ده وویل: ویریدم چې د هغه د اړتیا مهمې خبرې به اخلال کړم! .

قتیبه بن مسلم رحمه الله کولی شوی چې خپله پښه یې د تورې له څوکې کښلې وي او یا یې هغه ته ویلي وی چې توره دي یوڅه پورته کړه ( یازموږ په چم چې سترګې دي وتلې دي ..؟!!) خو دا د تغافل او ځان ناخبري ادب او درنښت ده چې د بل د ادناخیال ساتلو په نیت ستونزه او درد هم ګالي، هغو مشرانو له دومره لوړو اخلاقو سره په خلکو مشري کوله! .

من كان يرجو أن يسود عشيرة

فعليه بالتقوى ولين الجانب

ويغض طرفا عن إساءة من أساء

ويحلم عند جهل الصاحب .

یعني که څوک غواړي د قوم مشري وکړي باید متقي او نرم واوسي او د خلکو په بدو سترګې پټي کړي او د جاهل په وړاندي پراخه سینه ولري.

حاتم الاصم ولي الاصم(کوڼ) بولي؟!

زموږ د بلخ لوی او رباني لارښود أبو عبد الرحمن حاتم بن عنوان بن يوسف البلخي رحمه الله (مړ237هج)، ستر واعظ او د اهل السنه والجماعه امام تیر شوی دی او د دې امت د لقمان (لقمان هذه الامه) لقب ورکړل شوی و، ویل کیږې یو وخت یوه ښځه ورته راغله او له ده نه یې د یوې مسئلې پوښتنه وکړه د ښځې له سپیره شامته په دې وخت کې له دې نه غږیز بوی والوت او ډیره زیاته وشرمیدله، حاتم رحمه الله ورته وویل: یوڅه غږ لوړ کړه، په دې سره یې ښځې ته داسي وښودله چې ګواکي دی کوڼ دی او نه اوري، په دې سره ښځه خوشاله شوه او ویې ویل: دی کوڼ دی او غږ نه اوري، او له دې ورځې وروسته دی په حاتم ” الاصم ” سره مشهور شو! .[ مدارج السالكين ج2ص344 ] .

د حاتم الاصم رحمه الله دا ادب د لویانو او امت د سرخیلانو د ادب او لوړو اخلاقو یوه نمونه ده، بازاري طبقه دا ادب او اخلاق نه پیژني ځکه خو دوی د اخلاقو د ټیټوالي لامله د خلکو کوچنیو ښوئیدنو ته ځیر وي د یو چا وړه تیروتنه او کم لغزش پړسوي او پلنوي، دوی په دې لړ کې لوی مهارتونه لري او فکر کوي دوی ډیر دقیق او باريک بین دي خو په داسي حال کې چې خپل د غرونو په شان تيروتنې او عیبونه نه ویني او پرې ړانده وي .

د تغافل د دې خوندورو نمونو په ترڅ کې د لوی تابعي، دمکې مفتي او د مناسکو د امام عطاء ابن ابي رباح رضی الله عنه یوه زرینه ملغلره هم درته ږدم ابن جریج له ده نه روایت کوي، دی وایې: یو سړی ماته یوه خبره کوي او زه داسي غوږ ورته نیسم لکه دا خبره مي چې بیخي اوریدلې نه وي او اصلاً هغه خبره ما د ده له زیږیدو مخکي اوریدلې وي، إن الرجل ليحدثني بالحديث فأنصت له كأن لم أسمعه قط وقد سمعته قبل أن يولد. [ تاريخ مدينة دمشق ج:40 ص:401 ] .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x