نظــر

دصبغت الله مجددي لویه جرګه

loyajirga2011_3

پرون دچهار شنبه په ورځ چې دنومبر له ۱۶ مې نیټې سره سمون خوری په کابل کې دتش په نامه لویې جرګې غونډه شروع شوه. ددې لویې جرګې، چې په هغه کې باید دخلکو استازي، قومي مشران، کارپوهان او متخصصین برخه واخلي ولې اوسني برخوال یې دکابل دلاسپوڅې ادارې او دلاس وهونکو او یرغلګرو ملکونو لخوا ټاکل کیږي،

موخه په افغانستان کې دصلیبي ځواکونو دپاتې کیدو په واسطه په صلیبي نیواک دصحت مهر لګول او هغه ته مشروعیت وربښل دي.

دا جرګه له نامه څخه پرته نوره کټ مټ دبن له کنفرانس سره چې په ترڅ کې یې دشمال بدنامې ټلوالې او غربیانو افغانستان په صلیبي نیواکګرو خرڅ کړ هیڅ توپیر نلري، دبن په کنفرانس کې افغانستان ته دصلیبیانو دراتلو سند لاسلیک شو او پدې جرګه کې ددوی تل پاتې کیدو سند ورته ورکول کیږي.

دشمال ټلوالې او غربیانو لخوا دا هڅه دتعجب وړ نده بلکه هغه څه چې دا ځل یې ټول په فکر کې اچولي له صبغت الله مجددی څخه دحربې په شکل ګټه اخیستل او دجرګې درییس په توګه دهغه ټاکل دي او دا کار تصادفی ندی بلکه دغربی استخباراتي او څیړنیزو ادارو لخوا یو تنظیم شوی کار دی.

صبغت الله مجددی سره لدې چې کومه نیکه سابقه نلري او دده تیر سیاسي او ټولنیز تاریخ له تورو داغونو ډک دي او نه یوازې مجددي کورنۍ بلکه ټول افغانان یې دشرم وړ بولي، ولې دا شخص په هغه کورنۍ پورې تړلی دی چې تاریخ دهغې ددعوتګرۍ، جهاد او سرښندنو شاهد دی.

شیخ احمد سرهندی – رحمه الله- چې صبغت الله ځان دهغه له نسب سره تړي ـ ان شا‌‎ءالله چې هغه یې له ځان سره له تړاو بیزار دی ـ دزرم هجري کال په لومړۍ لسیزه کې په هندوستان کې انقلاب منځته راوست، دمغلي حکومت په وړاندې ودرید او دموجودو بدعتونو او خرافاتو په وړاندې یې جهاد وکړ ترڅو چې دهند ټاپو وزمه له خرافاتو پاکه شوه او ده ته له عمر بن عبد العزیز ـرحمه الله ـ څخه وروسته دزرم کال د (مجدد) لقب ورکړل شوی.

اما ددې دعوتګر او مجاهد او له مغلي پاچا سره مقابله کوونکي شخصیت برخلاف، صبغت الله مجددي په دیارلسمه لسیزه کې یعنی له خپل نیکه څخه درۍ پیړۍ وروسته دغرب او صلیب په لمن کې وروزیده او ځان یې هغه لوی شخصیت ته منسوب کړ.

دمجدد الف ثانی رحمه الله ژوند له پاچایانو او دهغوی ددین په وړاندې مبارزی سره پیل شوی وو ولې صبغت الله مجددی دپاچایانو او ملکانو په غیږ کې وروزل شو. دی لا ځوانکی وو چې دشهرت او له خپلو تربرونو سره په سیالۍ کې دسیاست ډګر ته ورودانګل او له هماغه پیل څخه یې کږه لار غوره کړه. دی کله چې دخدام الفرقان دبنسټ ایښودونکي اسماعیل جان مجددي په وړاندې په سیالۍ کې ولاړ وو دشهرت دلاسته راوړنې او ډګر ته دراوتلو په لار کې یې له هیڅ ډول حیلې، چل او فریب څخه وانه ړاوه ان دا چې دده خپل پلار محمد معصوم مجددي یو ځل په یوه مجلس کې حاضرو کسانو ته ویلي وو چې ددې (صبغت الله مجددي) په اوږده ږیره او ښویه پګړۍ ونه غولیږی هغه ډیر منافق سړی دی.

روښانه خبره ده چې صبغت الله مجددي هیڅکله هم نشوای کولای دخپل تره زوی حضرت اسماعیل جان مجددي سره سیالي وکړي. مګر داسې ورځ راغله چې حالاتو له صبغت الله مجددي سره مرسته وکړه ځکه چې دقلعه جواد حضرت صاحب دخپلې کورنۍ له ټولو غړو، ښځو او ماشومانو او دمجددیانو دکورنۍ له غړو سره چې شمیر یې له ۲۸۰ تنو څخه اوښت دپل چرخي زندان ته واچول شو. څلور میاشتې وروسته ښځې او ماشومان راخوشي شول او حضرت صاحب له خپلو زامنو سره ورک شول هغه وو چې څو کاله وروسته یې دشهادت آوازه خپره شوه.

دا دردوونکې پیښه چې دمجددی کورنۍ یې له ۲۸۰ تنو څخه بې برخې کړه او له کبله یې په سلګونو ښځې کونډې او په سلګونو ماشومان یتیمان شول دصبغت الله مجددي لپاره دخوښې له جشن څخه کمه نه وه ځکه چې ده اوس کوم رقیب نه درلود او ډګر ورته خوشی وو.

لنډه دا چې دهجرت لړۍ پیل شوه او صبغت الله مجددي هم پیښور ته ولاړ او له څه مودې تیریدو وروسته یې دجبهه نجات ملي په نوم دیو ګوند بنسټ کیښود. دجبهه نجات ګوند له لومړۍ ورځې دغربیانو په پښو کې ولوید او موخه یې دا وه چې دخبرو له لارې ظاهر شاه یو ځل بیا واک ته ورسوي.

دنجات جبهې هم دنورو تنظیمونو په څیر خپل دفترونه درلودل او هره میاشت به یې په ملیونونو روپۍ دزکاتونو او خیراتونو له پیسو څخه مصرفولې اما په حقیقت کې هغه دخلکو خبره په افغانستان کې دوو شیانو وجود نه درلود: یو دهندو قبر او بل هم دنجات جبهې مجاهد.

دنجات جبهې له امریکا او غرب سره ډیرې نیژدې اړیکې درلودې او په همدې اساس دهغه اکثرو غړو هم لدې هیوادونو او دهغوی له اړوندو شبکو سره مخامخ ددوستۍ اړیکې درلودې. او له همدې کبله دا تنظیم دمهاجرینو ترمنځ دغربي او دیموکرات تنظیم په توګه پیژندل کیده.

صبغت الله مجددي درهبرۍ له پیله ترننه دیوې ډلې اوباشانو په واک کې دی چې دهغوی له عینکو پرته نه څه ویني او دهغوی له ژبې پرته نه څه وایي. دی تل ددې کسانو له خوا داسې تلقین کیږي چې ګواکې هغه دټول افغانستان دوګړو ترمنځ یو ډیر منل شوي او داحترام وړ شخصیت دی او دافغانسان ملت له ده پرته بل هیڅوک نه مني، او کله دولایت او بزرګۍ دعوی هم کوي او څو ځله یې دا دعوی کړې چې په افغانستان کې چې داسلام او مسلمان په نوم څه موجود دي ټول دده جناب دبرکاتو له کبله دي او ده یو وړوکی کتاب هم دتصوف په هکله لیکلي چې په هغه کې یې خپل ځان دافغانستان متصرف معرفي کړي.

صبغت الله مجددی یو شمیر دمجددی کورنۍ افراد یې هم نازولي او په خپل ځان راټول کړي دي اما ددې کورنۍ تحصیل لرونکي، روڼ اندي او عاقل کسان لده سره نشته او هیڅکله یې هم دا ذلت په ځان ندی منلی او ددې خبرې روښانه دلیل دا دی چې دده دتنظیم او دهغه ادارو چې دی یې مشري کوي په لوړو پوړو یو هم مجددی وجود نلري. صبغت الله مجددي دهغه اوباشانو چې ترده راټول دي دمشورو پراساس هغه مجددیان چې دده په تنظیم کې موجود هم دي هیڅکله ندي پریښي چې سر پورته کړي او تل باید یا مامور وي او یاهم خدمتګار.

دمجددي کورنۍ تحصیل لرونکو او مفکرو افراد دجهاد له پیله دنورو تنظیمونو په چوکاټ کې په جهاد او مبارزه لګیا دي او دصبغت الله مجددي شخصیت په خاصه توګه له صلیبیانو سره دمرستې، دسولې دکمیسیون په نامه دمجاهدینو دتسلیمولو په لار کې هڅو او بالآخره صلیبیانو ته دافغانستان دتسلیمیدو دلویې جرګې له ریاست څخه وروسته دمجددي کورنۍ  ترمنځ دومره جنجال پاروونکې مساله جوړه شوې چې ان بعضې مجددیان یې په اسلام کې هم شک کوي همدارنګه دوی له مجددی کورنۍ سره دده تړاو دځان لپاره دشرم وړ بولي.

راځي اصلی موضوع ته دا چې غربیانو او دهغوی جاسوسي او اطلاعاتي شبکو صبغت الله مجددي یوځل بیا دخپل خدمت لپاره غوره کړ او صبغت الله مجددي دا دځان لپاره شرف بولي اما شریف مجددیان دا غوره  کول دخپلې کورنۍ لپاره یو ګوزار بولي. دوی پدې نظر دي چې یوه تاریخي تیروتنه وجود لري چې ګواکې مجددیانو له انګلیسانو سره دنادر خان په وخت کې هم مرسته کړې او بعضی پدې اند دي چې دسقاو زوی هم دحضرتانو په ضمانت نادر خان ته سپارل شوی او مجددیان په هغه فریب او خدعه کې چې له امله یې دسقاو زوی ووژل شول له نادر خان سره مرستندوی وو، ولی حقیقت ددې خلاف دي ځکه چې مجددي حضرات هم دنادر خان له خوا غولول شوي وو او دوی پدې اند وو چې نادر خان به په خپل عهد چې په قرآن  کریم یې مهر ایښی وو ولاړ وي مګر هغه خیانت وکړ او دسقاو زوی یې وواژه.

اوس ددې ویره شته چې له پیله تر اوس مهاله دصبغت الله مجددي ټول اخلاق، کردار او خوځښتونه دمجددي کورنۍ په هکله دپورته یادو شویو تهمتونو مدعیانو ته سند ونه ګرځي. سره لدې چې صبغت الله مجددي دقبر په غاړه دی مګر بیاهم غربیانو او انګلیسانو ته دخدمتونو په وړاندې کولو فخر کوي او غواړي داسې سند تاریخ ته ورزیات کړي چې ګواکې هغه تهمتونه چې دده نیکونو ته متوجه شوی وو ټول ریښتیا دي.

ولې حقیقت داسې ندی، مجددیان ددې مزدور او خرڅ شوي مریي شخصیت له کړو وړو او اخلاقو څخه بیزار دي، دوی هغه په خپله لمن دشرم داغ بولي، دوی پدې خواشیني دي چې افغانان په خاصه توګه او نړیوال په عامه توګه پدې اند دي چې مجددیان ټول دصبغت الله مجددی اتباع دي حال دا چې مجددیان نه یوازې چې دصبغت الله مجددي لخوا ځورول شوي بلکه تل په مجددي کورنۍ پورې دغربیانو ددې مریي له تړلو تل ځوریږي.

دصبغت الله دتاریخ تورې پاڼې دومره ډیرې دي چې نشي کیدای هغه په څو مخونو کې راونغاړو مګر دلته دهغې کیسې په یادونه بسنه کوم چې دصبغت الله او دمجددیانو دکورنۍ  دیو غړي ترمنځ چې دحفیظ الله لعین په وخت کې نیول شوي او تر ننه بې درکه دی پیښه شوې. کله چې صبغت الله مجددي دبهرني فشار له کبله په پیښور کې دموقت حکومت درییس په توګه وټاکل شو له مجددیانو څخه څو تنه چې دخپلو کورنیو غړي یې پدې پیښه کې له لاسه ورکړي  وو صبغت الله مجددي ته ورغلل او له هغه یې وغوښتل چې اوس خو دافغانستان ولسمشر شوی او ډیر ښه فرصت لاسته ورغلي چې دروس له حکومت څخه دهغه مجددیانو په هکله چې تر اوسه یې حال معلوم ندی او ویل کیږي چې یو شمیر یې تراوسه هم دپخواني شوروي په جمهوریتونو کې زندانی دي وپوښتي، صبغت الله ورته په ځواب کې وایي: (هغوی پریږدی، هغوی بد وو او په بده لار ولاړل).

هو زمونږ زندانیان (بد) وو او صبغت الله (نیک) دی، ځکه چې هغوی جهاد وکړ او طاغوت ته یې سر ټیټ نه کړ او له همدې کبله یا هم شهیدان شول او یاهم بې سرنوشته زندانونو ته وغورځیدل، اما صبغت الله مجددی دومره هوښیار او نیک دی چې ویې کولای شول له خپلو شیطاني حربو څخه په استفادې سره د(ولسمشرۍ)، (مشرانو جرګې ریاست)، (سولې کمیسیون ریاست) او (لویې جرګې ریاست) په نومونو دغلامۍ او مریتوب طوق په غاړه کړي، په هغه افتخار وکړي او دمجددیانو سپینه لمن دومره توره کړي چې هیڅکله به هم ونه توانیږي حتی له ډیرو پرمختللو کیمیاوي موادو څخه په استفادې سره هم هغه پاکه کړي.

محمد انس مجددی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x