نړۍ

چین تر روژې وروسته د قران کریم پر زده کړو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د چین کمونستي دولت امنیتي ځواکونو په شرقي ترکستان (سینکیانګ) کې د قران کریم څو مدرسې له دې امله تړلي دي چې په وینا يې د «قانون مخالفې» دي.

چینايي امنیتي ځواکونو همدا راز ویلي چې له دغو مدرسو يې ۱۹۰ طالبان هم  «ژغورلي» دي.

ځايي ورځپاڼو د امنیتي چارواکو له خولې لیکلي چې د شرقي ترکستان (سینګیانګ) په مرکز اورمچي کې يې ۳۵ کسان د قران کریم د ښوونکو په «تور» نیولي دي.

د دوی په وینا  چینايي عسکرو  په ۲۶ بېلا بېلو ځایونو چېرې چې د قران کریم ښوونه په کې کېدله، چاپې واچولې، استادان یې ونیول او ماشومان يې «وژغورل».

ایغوریان په شرقي ترکستان کې له دې امله چې د چینايي اشغالګرو له لورې په دیني تعلیم بندیز لګولی، خپل بچیان په پټه د دیني درسونو د زده کړې لپاره لیږي.

چینايي حکومت په شرقي ترکستان کې  چې د دوی لخوا پرې د (سینکیانګ) نوم ايښودل شوی د (تروریزم سره د مبارزې) په نوم د هغو کسانو نیول پیل کړي چې د ازادۍ غوښتونکي دي.

شرقي ترکستان چې تقریبا ۹۵٪ اوسېدونکي یې مسلمانان دي له تېرو ۶۴ کلونو راهیسې چین اشغال کړی دی. ایغوریان له تېرو څو لسیزو راهیسې د ازادۍ لپاره هلې ځلې کوي خو د چین استبدادي حکومت لخوا يې غږ په خوله کې ور وچول کیږي.

شرقي ترکستان کې د چین حکومت  په ۲۰۰۹ کې  سلګونه مسلمانان ووژل. چین ددغې پړه پر ایغوري ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو واچوله او سیمه ییز حکومت تر دې مهاله نه غواړي په دې اړه تفصیل ورکړي.

چین د ټولو هغو چاودنو، وژنو او نورو جرمونو پړه پر ایغوري مسلمانانو اچوي چې د چین په نورو بېلا بېلو سیمو کې کیږي. چین ددغو جرمونو په تور یغوري مسلمانان نیسي، زندانونو ته یې اچوي او ترې تم کوي يې.

په چین کې د قران کریم د مدرسو بندولو که څه هم د ټولو نړیوالو او بشري قوانینو خلاف دی خو تر دې مهاله نه ملګرو ملتونو او نه هم د بشر د حقوقو ادارو د چین  ددغو کړنو په اړه څه ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x