ټکنالوژي

حېرانوونکې نه ده؟ موټر بې ډرېوره ګرځي!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د نوې ټیکنالوژۍ پر مټ د ځمکني سفر د خوندي او چټک کولو کوششونه له پخوا څخه روان دي. اوس داسې موټرونه جوړ شوې چې نه یوازی له یو بل سره اړیکه لري، بلکې یو د بل په لارښوونې عمل کوي او ډریور ته ضرورت نه لري.

امریکايي کمپنۍ چې دغه موټرونه یي جوړ کړي وایي چې مخکې تلونکی موټر وروستني موټر ته لارښوونه کوي او دویم موټر بغیر له ډریوره مخکینی موټر تعقیبوي.

وروستنی موټر به بریک، سرعت کمول او زیاتول او ودریدل به د مخکینې موټر له لارښوونی سره سم کوي.

په دې موټر کې یو ډول خاص بریکونه کارول شوي، چې له مخکیني موټر سره يې مناسبه فاصله ساتي. که چیرې موټر له خپل لین څخه ووځي موټر کې موجود اخطاریه سیسټم به موټر بیرته خپل لین ته واړوي.

په دې موټرو کې موجود سیسټمونه له ډریور سره د شاوخوا موټرو په لیدلو او اتوماتیک پارکینګ کې مرسته کوي.

د دې موټر جوړوونکې کمپنۍ دغه جوړ شوي موټرونه سمارټ کروز نومولي او وایي بیه به يي په راتلونکو دوو کلونو کی معلومه شي.

دغو موټرو کې د هینډ فری ډریوری، اتوماتیک سټیرینک او بریک سیسټومونو سربیره اسټار سیسټم هم موجود دی، چي ډریور ته د ځاي، هوا او ترافیک په اړه معلومات ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close