
دا ځوان د نړۍ ژبهور انسان دی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ۳.۹ انچه اوږده ژبه لرونکی امریکایي ځوان نوم د نړۍ ریکاډ ثبتونې په کتاب ګینز کې ولیکل شو.
دغه ۲۴کلن ځوان چې هنرمند او کمیډین دی، نک اسټوبرل نومیړي او د امریکا کلیفورنیا ایالت اوسیدونکی دي.
د ګینز ریکارډ ثبتولو مسؤلین وايي چې د نک اسټوبرل ژبه ۳.۹۷ انچه اوږدوالی لري.
له دې څخه مخکې دغه ریکارډ د بریتانوي سټیفن ټیلر په نوم ثبت وو چې د ژبې اوږدوالۍ یي ۳.۸ انچه وو.
باید وویل شې چې د ژبې اوږدوالی نورماله اندازه ۱.۷۸ انچه وي.
اسټوبرل د ژبې اوږدوالی او نور هم اوږدیدل ډاکټران حیران کړي او علت موندلو څخه پاتې راغلې.