ټکنالوژي

سمارټ فون مو اوس کلپونه هم خلاصوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): له سمارټ فون، سمارټ ساعت او سمارټ موټر څخه وروسته اوس سمارټ کلپ (قفل) هم بازار ته وړاندې شو.

سمارټ کلپ آګسټ نومول شوی او د سمارټ فون په واسطه خلاصیږي.

دغه کلپ د سمارټ فون په مرسته او په سمارټ فون کې موجود بلوتوت او وای فای سیسټمونو په واسطه خلاص او بندیږي. که چیرې سمارټ فون غلا یا ورک شي او یا یي سیسټم کار پریږدې؛ نو ځان سره یوه کیلي هم لري.

دغه کلپ د دروازې له پیچ سره لګول کیږي او د غله لپاره يې خلاصول نا ممکنه دي.

دغه کلپ تیر کال نیویارک ډیزاین ویک کې نندارې ته وړاندې شوی و؛ خو اوس په رسمي توګه د خرڅولو لپاره بازار ته وړاندې شوه.

د آګسټ نومې دغه کلپ بیه ۲۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوی او له لیرې فاصلې څخه هم بند او خلاصیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x