نظــر

لويه جرګه که لوي جنايت

loyajirga2011ليک : صداقت ( بابکرخيل )

دي کي هيڅ شک نشته چي لويه جرګه د افغانستان په تاريخ کي ډير لوي او دروند حيثيت لري او دهيواد تير تاريخ په دي ګواهي ورکوي چي کله افغانستان له کوم لوي مشکل سره مخ شوۍ نو د وخت حاکمانو د هيواد له ګوټ ګوټ نه د ولس نماينده ګان،علماء کرام او دوخت بااثره اشخاص راغونډ کړي

او د هغوي له تجربو او سالمو نظرياتو يي د مشکل په حل کولو کښي مرسته غوښتي چي ترډيره حده ګټوري هم ثابتي شوي

له نن نه څه دپاسه دوه نيمي پيړي وړاندي کله چي نادرشاه افشارپه مشهد کي ووژل شو اود قدرت خلا رامنځ ته شوه اوددي ويره وه چي دقدرت په سر به دمختلفو قبيلو ترمينځ جګره ونښلي نو هماغه وه چي د لومړي ځل لپاره په کندهار کښي لويه جرګه جوړه او احمدشاه بابا يي د مشرپه توګه وټاکه او دجرګي پريکړه ټول ولس ته د منلو وړ وګرځيده داځکه چي ولسي نماينده ګان او د وخت متنفذين او قومي مشرانو پکي برخه درلوده.

خوپه ډيري خواشينۍ سره بايد وويل شي چي نن دافغانستان په مظلوم او غيرتي ولس يوداسي څه  د لويي جرګي د پاک نوم نه په استفادي ورتپل کيږي چي بي له پيغور او بدنامۍ بل مطلب نلري

نن هرافغان ته دا سوال پيدا دۍچي لس کاله وړاندي د بهرنيو په ټانګونو سپاره ګوډاګيانو ته داحق چا ورکړ چي امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي؟

هغه د پښتو متل ده چي (چاپه لښکر کي نه پريښود او ده ويل چي وسله مي د خان کورکي کيږدۍ) افغان ولس د اولي ورځي نه د امريکا او د اشرګرو شتون يي د افغانستان په خاوره نه مني او دوي اوس د اوږدمهاله اوسيدو تضمين غواړي!

کوم عقلمند افغان به ددي لسو کلونو له تيريدو وروسته بيا هم د امريکايانو اوږدمهاله اوسيدل وزغمي؟ چي هره ورځ دهمدي وحشيانو له خوا زمونږ مظلوم هيوادوال زورول کيږي اوپه شهادت رسيږي

کومه ښه خاطره به زمونږ به سترګو کي وي چي مونږ په خپل غيرت او دين ګوته کيږدو او دوي ته د اوسيدو اجازه ورکړو؟؟؟

داچي هره ورځ په لارو او سرکونو کي ددوي د ټانګونو او کاروانو پسي لکه اخيستل شوي مريان روان يو او يا مو د شپي په خپلو کورونو کي په سپيو داړي او واړه پچيان مو ويروي له دي وروسته به بيا هم دوي دلته داوږدمهاله يا لنډمهاله اوسيدو فکر لري؟؟

خو د حيرانتيا خبره داده چي د کابل اداره په کوم جرآت د امريکا لپاره د اوسيدو لاري چاري ګوري دوي کوم ازاد حيثيت لري چي خبره به يي قانوني حيثيت ولري؟

که د رواني جرګي غړو ته ځير شو ټول هغه خلک چي دا لس کاله دکرزي سره په دي جنايتونو کي په يو ډول او بل ډول شريک دي راغونډ شوي او د يوي ډرامي د اکترانو په څير کله تندي او ترخي خبري وکړي او کله خوږي او غوړي او بيا ورسته يي چي جيبونه ورډک شي نو نه د ولس غم وي ورسره او نه د خاوري.

دپارلمان د غړو حيثيت خو يي ټولي دنيا ته معلوم شو چي نيم په سرکونوکي ناست وي او نيم بيا دننه يو پربل د بوتلو ګوزارونه کوي نوداسي اشخاص به کله د ولس نماينده ګان وګڼل شي چي په رشوت منصب ته رسيدلي وي.

هغه کسان چي په دي جرګه کښي راغونډ شوي دکوم ولس نماينده ګان دي؟

چا انتخاپ کړي او د چا په استازي توب خبره کوي او په کوم صلاحيت دوي د افغانستان په سرنوشت لوبي کوي؟

ايا افغانستان رښتيا هم دي مرحلي ته ورسيد چي اوس يي څو کسه د خرڅولو دپاره له امريکا او هند اونورو سره چني وهي ؟

بايد وويل شي چي دغه د بي غيرتۍ او ذلت نه ډک تړون لا ډيرپخوا د سپنتا په خاصو هڅو د امريکا له چارواکو سره امضاء شوۍ خو فقط ددي لپاره چي پړه يي په څو ناخبروغوليدلو يا جاه طلبو افغانانو باندي مستقيما او په ټول ولس باندي په غيرمستقيمه توګه واچوي دغه شان جرګي رابلل کيږي

خو دا هڅي او غولونې به هيڅکله د افغانستان د روښانه مستقبل او د خارجيانو او اشغالګرود شرموونکي ماتي په لار کښي خنډ پيدانکړي او تاريخ به دغه جنايتکاران چي دافغانستان د خرڅولو او يادخپل قام د غلام ساتلو نافرجام تړون ته لاره برابروي هيڅکله معاف نه کړي

دسرلوړي او ازاد اسلامي افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x