افغانستان

دوهم تعقيب: د تورخم د جګړې وروستی حال

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): تېره شپه اته بجې د ننګرهار ولايت تورخم سرحدي ښارګوټي ته څېرمه د بهرنيو عسکرو د اکمالاتي ټانکرو او ټيلرو په تم ځای کې د بريدونو او چاودنو له امله ۵۷ ټانکر په بشپړه توګه سوځيدلي او شپاړس يې زيانمن شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې طالبان په سپکو او درنو وسلو، سرتېرو واسکټونو او مقناطيسي او غورځوونکو بمونو سمبال د ناټو اکمالاتي ټيلرو او ټانکرو تم ځای ته ننوتل او دغلته يې ټانکرو او ټيلرو پورې چسپکي ماينونه ونښلول او سيمه کې دګڼو چاودنو اوازونه واوريدل شول او د تېلو لمبو سيمه پر سر واخيسته.

ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون ريس ارکان سمونوال محمد ايوب حسين خيل تېره شپه ناوخته رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې تورخم کې د ناټو اکمالاتي ټانکرو او ټيلرو په تم ځای کې د مقناطيسي بمونو په واسطه چاودنې شوي دي.

حسين خيل زياته کړه، چې له چاونو وروسته سيمه کې يو سرتېری بريد هم شوی، مګر دی يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې ياده پېښې کې شاوخوا پنځوس ټانکر په بشپړه توګه له منځه تللي، نژدې شل ټانکر او نور پوزي موټر تخريب شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې د چاودنو پر مهال چې د ملي اردو او سرحدي عسکر د پېښې ځای ته راورسيدل، سيمه کې له چاوديدونکو توکو ډک يو فيلډر ډولی موټر وچاوديد او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د يادې چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

دغه جګړه تېره شپه ناوخته يوولس بجې د يو سرتيري بريدګر په وژنه پای ته ورسيده او وروستي معلومات وايي، چې يو سرتيری بریدګر روغ تر خپلو ملګرو رسيدلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x