نظــر

ټيټ پوړي طالبان انديښمن دي

takhar_talibanد نولمسې ميلادي پيړۍ په نهمه لسيزه کې په افغانستان کې راټوکيدلي طالبان اوس په هغه ځواک بدل شوى چې د افغانستان په هره مسئله او موضوع کې له پامه نه غورځول کيږي ، همدوى دي چې په هره غونډه کې ياديږي ، په هره ناسته کې د سر ټکى همدوى دي او همدغه ځواک دې چې هر لورې يې د خپل نظر له مخې د څرنګوالي په توپير د افغانستان ستره مسئله بولي .

لس کاله وړاندې په کابل کې د اسلامي امارت د واکمنۍ د پاى ته رسيدو څخه وروسته داسې نه انګيرل کيده چې طالبان به يو ځل بيا را پيدا او په پښو ودريږي ، خو څه موده وروسته د هيواد په جنوبي سيمو کې طالبانو سر راپورته او له لمړي سره يې د اسلامي امارت په نوم کار پيل کړ ، بيا هم نړيوالو د هغوى د ځواکمنيدو فکر نه درلود خو – د خداى کړه او د بنده ورته کاته وي- د کلونو په تيريدو سره همدغه تش لاسي طالبان د هيواد په ګوټ ګوټ کې  راوټوکيدل او دومره پياوړي شول چې د روانې لسيزې په منځنيو کلونو کې بريد کوونکو هيوادونو ځان ته ګواښ وبللو.

د لسيزې د پاى په کلونو کې اسلامي امارت بيا يو نه ماتيدونکى ځواک شو چې د مغرورو ککريو په دماغو کې يې هم د جګړې څخه د لاس اخيستلو فکر پيدا کړ او د دې لپاره يې ښه لاره مذاکرات وبلل ، د مذاکراتو د تر سره کيدو لپاره ډول ډول پروسې پر لار واچول شوې ، د مفکرينو او پوهانو غونډې او کنفرانسونه دائر شول ، شورى ګانې جوړې شوې ، مسئولين وټاکل شول او خورا زياته شتمني پدې لار کې ولګول شوه چې دغه لړۍ اوس هم روانه ده .

په اوسنۍ مرحله کې د مذاکراتو خبرې خورا زياتې پر مخ تللي او حساس پړاو ته ننوتلي دي چې د دې پروسې حساسيت يواځې او يواځې دخيل خلک کولاى شي يعنى ((حکومت او مخالفين)) ، عام خلک او کتونکي کيدلاى شي پدې اړه لدې امله کوم ډول نظر ونه لري چې په هکله يې معلومات نه لري .

سره لدې چې يو شمير پيښې لکه د جعلي ملا منصور داستان او د استاد رباني د وژل کيدو پيښه د دې خبرې غمازي کوي چې د دواړو خواوو تر منځ دې هيڅ ډول خبرې نه وي روانې او د مذاکراتو ډنډورې دې تش تبليغات وي خو دا حقيقت دى چې د کابل چارواکي ، نړيوال او طالبان د مذاکراتو په اړه په فکر کې دي او دغه پروګرام پر مخ بيايي خو هر لورې پکې خپلو ګټو او زيانونو ته ګوري .

د ژبو پر سر او د مجلسونو په دايرو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د مولوي جلال الدين حقاني د ډلې يو شمير لوړ پوړو قوماندانانو او غړيو د اسلامي ويښتيا تر عنوان لاندې په هغه نړيوال کنفرانس کې هم ګډون درلود کوم چې د ايران د تهران په ښار کې په 2011-09-17 نيټه جوړ شوى او درې ورځې روان ؤ  ، د سولې د عالي شورى مشر برهان الدين رباني هم پکې ګډون درلود او د پاکستان يو شمير ملايان هم پکې وه ،  کله چې دغه غونډه پاى ته ورسيده او رباني کابل ته ستون شو نو د غونډې د پاى ته رسيدو څخه يوه ورځ وروسته هيواد ته له ستنيدو  نژدې څو ساعته پس د يو بريد په ترڅ کې ووژل شو چې د هغه د وژلو پړه هم پر مخالفينو ور واچول شوه او دې خبرې د مذاکراتو روان بهر يو ځل بيا تر شک لاندې ونيو.

خو له بلې خوا غربي رسنيو راپورونه نشر کړل چې په عربي هيواد ((قطر)) کې د طالبانو او امريکا ترمنځ نيغ په نيغه او مخامخ خبرې اترې روانې دي او طالبان په قطر کې د سياسي دفتر د پرانيستلو غوښتنه کوي ، که څه هم طالبانو بار بار دغه څرګندونې رد کړې خو اوس داسې ثُقه او کره معلومات تر لاسه شوي دي چې يو شمير لوړ پوړي طالب چارواکي د پاکستان په مرسته قطر ته تللي او هلته يې خبرې تر وروستي پړاو پورې رسولي دي .

د طالب ځواکونو له منځه راوتلې خبرې وايي چې قطر طالبانو ته د سياسي مرکز لپاره ځاى ورکړى ، طالبانو خپل فعاليتونه پيل کړي او د دې ادرس څخه د کار کولو لارې چارې لټوي ، پلانونه جوړوي او مسئولين ټاکي.

د جنګ جګړو او مخالفتونو څخه د يو شمير طالبانو تر لاس اخيستلو وروسته په دومره لوړه کچه د مذاکراتو او خبرو د اوازو ، انګازو او عملي کارونو د تر سره کيدو څخه پس اوس يو شمير ټيټ پوړي طالبان تشويش لري او پدې ويره کې دي که چيرته يې مشران مذاکرات وکړي نو د دوى برخه ليک به څه وي.

دې کې شک نشته چې د طالبانو او يا بلې کومې وسله والې ډلې لکه حزب اسلامي (حکمتيار) او دولت تر منځ د سولې او روغې د خبرو او سولې کيدلو په پايله کې د افغانستان سر له جګړې نه خلاصيږي ، بيا به هم جګړه روانه وي – دا بيل سوال دې چې پدې ډول به جګړه مار کمزوري او د تاو تريخوالي ساحه به خورا محدوده شي .

حمتي نده چې د ملا محمد عمر او يا حکمتيار لخوا د سولې د کولو په صورت کې دې د هغوى پلويان او په ځانګړې توګه وسله په اوږه جنګيالي هم د هغوى پر پل قدم کيږدي ، د حکومت سره دې يو ځاى او په اصطلاح د امنيتي ارګانونو په ليکو کې دې مدغم شي ځکه که حکمتيار او ملا محمد عمر د جګړې پر مخ وړونکي دي خو په سياسي ډګر کې هم لاس پښې  وهي او تر يو بريد بريالي هم دي خو د جګړې په مورچل کې ناست طالبان او وسله وال بيا د هغوى د سياست پروا نه کوي بلکه هغه څه کوي چې د هغوى زړه يې مني.

د جګړې پر مخ وړونکي طالبان او حزبيان په دوه ډلو ويشلاى شو يوه ډله هغه کسان دي چې د ړانده تقليد پر اساس د خپلو مشرانو پسې روان دي او ځينې نور بيا په نظريې او مفکورې پسې ځي، پدې معنى چې هغوى جګړه د جګړې او يا د هغوى د مشرانو د دريځ پر بنياد نه کوي بلکه په افغانستان کې د بهرنيانو پر ضد جنګيدل خپله ايماني وجيبه او ملي فريضه بولي.

هغه کسان چې ځانونه په هر حالت کې د خپلو مشرانو د وينا پابند بولي په اسانۍ سره په ټولنه کې حل  کيدلاى شي خو هغه خلک چې د يوې نظريې لاندې پر ځانوژنه هم صرفه نه کوي  ناممکنه ده چې حتى د حامد کرزي يو څنګ ته د ملا محمد عمر او بل څنګ ته د حکمتيار تر دريدو وروسته دى هم جګړه بس کړي بلکه بيا به هم په همدې لاره روان وي او د خپل پخواني مشر له وژنې به هم لاس ونه نيسي.

اوس د طالبانو په ليکو کې هغه خلک چې فکر لري او د يو ځانګړي نظر پر اساس د طالبانو په صفونو کې ګډ شوي دي د مذاکراتو د اوازو څخه وروسته د يو ډول تشويش سره مخ شوي دي .

دغه ډله طالبان د خپل مصير څخه ناخبره دي او د خپل برخه ليک په اړه د انديښنو ښکار شوي دي ، نه پوهيږي چې ايا د مذاکراتو خبرې ريښتيا او که درواغ دي ، او که چيرته ريښتيا وي نو د مخالفت څخه د مشرانو د لاس اخيستلو په صورت کې به دوى په کومه لار ځي او مشري به يې څوک کوي .

دوى انديښنه لري که چيرته يې اوسني مشران خپله پريکړه بدله او د مبارزې څخه لاس په سر شي نو په افغانستان کې به ورته ژوند ګران او په ګاونډيو هيوادونو کې بيخي ناشونى شي ، همدا راز شونې ده چې ډيرې دا ډول خلک زندانونو ته واچول شي ، ونيول شي او يا ووژل شي نو له همدې کبله پدې سوچ کې لويدلي چې سر له اوسه بايد ځانونه په اوضاع پوه او خپل تصميم ونيسي.

په افغانستان کې د نظامي حالاتو څارونکي باور لري د افغانستان روانه وضعه پداسې حالت کې قرار لري چې د مخالفت څخه د څو تنو پر لاس اخيستلو ، د دولت سره د څو تنو پر يو ځاى کيدلو ، دولت ته د مخالفينو او په ځانګړې توګه د طالبانو د هغو مشرانو پر ورتللو چې پټ دي او په هيڅ ډول نظامي کړنو کې برخه نه اخلي نه حل کيږي ځکه چې هغوى يواځې د سمبول په توګه پيژندل کيږي او په خبرو يې عمل کيږي که چيرته د  هغوى مخونه کاږه او قبله يې بدله شي نو د هغوى پر ځاى به صحنې ته داسې لوبغاړي راشي چې اوسني جنګيدونکي به ورڅخه لا خوښ او جګړه به لا زور واخلي .

د ټيټ پوړو طالبانو پريشاني او سرګرداني د دې ښکارندويي کوي چې د مذاکراتو خبرې په بشپړه توګه بې ځايه او تشې اوازې ندي بلکه له پنځوس سلنه زيات پر حقيقت او واقعيت بناء دي .

که چيرته په ريښتيا سره هم طالبان د مذاکراتو په سمندر کې ورګډ شوي وي نو د ټيټ پوړو او جنګي طالبانو تشويشونه پر ځاى دي او بايد داسې ونه انګيرل شي چې د مذاکراتو د بهير د برياليتوب په صورت کې به امنيت تامين شي بلکه پدې سره به د دولت ، بهرنيانو او هر طالب مخالف پلو پر ضد يوه داسې سوچه او د يو نظر درلودونکى ډله رامنځته شي چې رام کول به يې خورا ستونځمن او ناشوني وي.

پاى

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x