نظــر

تلپاتی پېغور- دوديزه لویه جرګه

Loya_Jirga_2002نږدې یوکال مخکي د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې (USAID) لخوا څخه د سیمیزو شوراګانو په نوم یو پروګرام په بیړه پیل شو.

محمد طیب چې په نوموړي دفتر کې یې کار کاؤ، ډیره هڅه کوله چې ډیري شوراګاني جوړي کړي. کله چې پوه شو شوری ګاني دراتلونکي ستراتیژک تړون د منلو په منظور جوړيږي، دنده يې پريښودله او په کور کیناست.

د دغه دفتر کسان چې  په لومړي سر کې یې د سهیل لویدیځ ولایتونو څخه د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې په پیسو د شورا ګانو جوړول پیل کړل ماته يې د خاص ارزګان د شوری خبره وکړه، هغوی وویل چې هر ې ولسوالي ته چې موږ د شوری جوړولو لپاره ځو، د (USAID) په چورلکو کې رسول کیږو. د خاص ارزګان خلګ چې بې تعلیمه او له مرکز او ښارونو څخه لیري پاتي شوی دي، د شوری په جوړولو کې یې ډیري ستونزي وي. دسیمیزو شوراګانو تګلاره چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې (USAID) لخوا جوړه شوی وه باید د سیمو د ټولو قومونو څخه د وګړو د سلني لمخي کسان پکې انتخاب شي. او د شوری رئيس به د اکثریت په خوښه ټاکل کیږي ، ولي په ټولو دغه ډول جوړوشوو  شورا ګانو کې رئیسان زور واکی او یا هم د هغه قوم څخه ټاکل  شوی دي چې اکثریت يې په سیمه کې زیات  او دولت پلوه وي.

د خاص ارزګان خلک په شوری کې د ونډو په سر جنجال درلود هر قوم غوښتل چې زیاته ونډه ولري، له ډیرو ستونزو وروسته شوری د خاص ارزګان ولسوالي په مرکز کې چې د بهرنیانو اډه هم وجود لري جوړه، رئیس ، منشي او اړوند کسان يې وټاکل شول.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې  (USAID)  د شوراګانو جوړونکي کارکوونکي تر ټولو لومړی د ولایت مرکز ته تلل ترڅو والي او یا هم مرستیال والي وویني چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې دشوراګانو پلان ورته تشریح ، په مرکز او ولسوالیو کې یې د شوراګانو په جوړولو کې مرسته ترلاسه کړي. دوی کوشش وکړ چې د ولایتونو په ټولو ولسوالیو کې دغه ډول شوراګاني جوړي کړي.

د ولایت مرکز او هغه ولسوالۍ چې نسبتاً ارامي وې او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې ددفترکارکوونکي  د چورلکي په واسطه تګ ورته کولای شوای دغه ډول  دولت پلوه  شوری ګاني چې د شوری جوړیدو په وخت کې به د ولسوالي ولسوال، د امنیت مسؤل او ځینېي وختونه بهرنیانو هم ګډون درلود. د دولت او بهرنیانو تر سیوري لاندي جوړیدلي، ښکاره خبره ده چې د سیمیزو شوراګانو رئیس او نور غړي به د دولت په خوښه هغه کسان ټاکل کیدل چې بهرنیانو ته هم  د منلو وړ ؤ.

شوری ته ډیر امتیازونه ورکول کیدل، چې د ولسوال او ولسوالي اړوندکارکوونکو په ادلون بدلون کې، همدارنګه د مرسته کیدونکو توکو  ویښ (چې یواځي د ولسوال په خوښه به کیدل اوس يې په غلا کې نور شریکا ن هم ور اضافه شول)،  د پروژو په اخستلو او عملي کولو او داډول په نورو رسمي او غیر رسمي کارونو کې یې باید نظر واوریدل شي او تر ډیره حده ددوی نظر ولسوال باید پلي کړي.

دهري شوری لپاره یوه اندازه پیسي هم ورکول کیږي چې د شوری د هرغړي میاشتنۍ تنخوا او دارنګه دشوری نور مصارف ددغه پیسو څخه ورکول کیږي. ویلای شو چې دنوموړو شوراګانو ټول غړي د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې لخو تنخوا اخلي.

په هغو ولسوالیو کې چې د نوموړي موسيسې کارکوونکو تګ ورته ستونزمن ؤ او نه یې شوای کولای چې هلته د شوری په نوم کسان راوغواړي، ځکه ډیري داسي ولسوالۍ هم شته چې د ولسوالي تر مرکز ددغه دفتر کارکوونکي د روسیې جوړ د امریکا لخوا په کرایه شویو چورلکو کې ځان  رسولای  شوای خو دولسوالي له څلورو دیوالو وتل یې ستونزمن ؤ، بل داچې دطالبانوله ډاره په  ډیرو ولسوالیو کې د شوری جوړیدو په نوم د سیمي خلک  نه حاضریدل، پدغه ډول ولسوالیو کې به د زور او ځواک څخه کار اخستل کیدی، د سیمي خلک به  په  دي نامه  چې ستاسي سره ولسوال کومه  خاص او مهمه خبره لري د ولسوالي مرکز ته راغوښتل کیدل (د سیمي خلک  چې د طالبانو لخوا د ولسوالي مرکز ته په تللو يې بندیزلګیدلي ؤ  او دشوری جوړیدلو څخه منعه  شوی ؤ د دوی څخه تر اجازي وروسته به )  ولسوالي ته د ولسوال سره د لیدلو لپاره  حاضریدل.

د ولسوال او امنیت کارکوونکو لخوا به تهدید کیدل چې تاسي له طالبانو سره جوړ او ښي اړیکي لرئ نو ځکه شوری نه جوړوئ. او که شوری جوړه نه کړئ موږ ستاسي په کارپوهیږو.

د سیمي خلکو به وویل چې سیمه  د طالبانو تر کنټرول لاندی ده او هلته طالبان مسلط دي،  که موږ ولسوالي ته د هغوی بې اجازي راشو کله چې ستانه شو وژل کیږو او که چیرته د شوری غړي شو نو کورته له رسیدو سره سم به له منځه یوړل شو.

که ستاسي هدف زموږ وژل وي بیا سمه  ده او که هدف زموږ ژوندي پاتي کیدل وي نو بیا موږ له شوری څخه تیر یو.

دولت او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې باید په هره ولسوالي کې دغه ډول دولت او امریکا پلوه شوری ګاني جوړي کړی وای، ترڅو په راتلونکې کې دوی خپل هدف ته ورسیږي. نو ځکه يې په ستونزمنو ولسوالیو کې د ولسوال او والي په خوښه انتصابي شوری ګاني جوړي کړي (په ټولو شوری ګانو کې غړي يې ددولت په خوښه او دولت پلوه ټاکل شوی دي خو په انتصابي شوری ګانو کې يې غړي د دولتي چارواکو ډیر نږدي کسان  ټاکل شوی دی ترڅو وښيې چې په ولسوالي کې شوری شته).

ولي یوکال مخکې  د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې لخوا ددغه ډول شوری ګانو جوړیدل پیل شول؟ ځکه  هغوی غوښتل د نوموړو شوری ګانو پواسطه د ډیر کم امتیاز په ورکولو د امریکا او افغانستان  ترمنځ ستراتیژک تړون  منلو او لاسلیکولو لپاره لاره له مخکې څخه هواره کړي.

د نوموړو شوری ګانو کسان چې د کال په اوږدو کې د تنخوا سربیره  د بهرنیانو لخوا د ځینو وړو او غټو پروژو په ورکولو سره ونازول شول او ډول ډول  امتیازات یې ترلاسه کړل اوس به حتماً د امریکا په اشاره ددغه تړون د منلو لپاره راغوښتل کیږي او د تړون څخه به خپل ملاتړ اعلانوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې  د شوری ګانو جوړولو د څانګي کارکوونکي چې کله وپوهیدل چې نوموړي شوری ګاني د امریکا سره د ستراتیژک تړون د منلو او له هغه څخه  د ملاتړ کولو په منظور جوړيږي ځینو يې دندي پریښودلي، خو بیا هم  دغه د شوری ګانو جعلي پروسه (  نومړي شوری ګاني د سیمي او ملت استازیتوب هیڅکله نشي کولای) په ټول هیواد کې پلي او په هره ولسوالي کې په یو ډول نه یو ډول د شوری په نوم  یو  ګروپ جوړ شو.

دټګیو او برګیو ډکو پارلماني ټاکنو څخه هر افغان  ښه خبر دي چې ولي په دومره لویه پیمانه ټګي او  برګي د پارلمان د غړو په ټاکلو کې وشوه،  او پارلمان ته ډیری هغه کسان په زور، ټګي او برګي ننوتل چې په راتلونکي کې به د امریکا  او افغانستان د بدنام او شرموونکي ستراتیژک تړون څخه  ملاتړ کوي.

امریکا وغوښتل چې د اسانه  لاري څخه د ستراتیژک تړون منل په افغانانو ومني. اوسني دولت ته يې دنده وسپارله چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایې موسيسې لخوا څخه جوړو شوو شوری ګانو نماینده ګان  کابل ته راوستل شی او  د تړون څخه خپل ملاتړ اعلان  کړي.

په ارګ کې د ښاغلي کرزي او بهرنیانو په موجودیت کې  دشوری دنماینده ګانو لخوا د ستراتیژک تړون څخه نه ملاتړ  واقعاُ د ستایلو وړ دی. پدې هیله چې په دودیزه لویه جرګه کې به هم ورته عمل وکړي.

په ولسي جرګه کې هم د ستراتیژک تړون  په اړه ډیرو وکیلانو منفي نظر وړاندي کړاو د ستراتیژک تړون لاسلیکول يې داوسني کمزوري او ناواکه  دولت له واک څخه  لوړکار وباله.

بهرنیان پوه شول چې ددوي پیسو او پروژو سم کارندی کړي، او افغانان نه غواړي چې پخپل هیواد کې بهرنیانو ته اډي ورکړي په نورو لارو چارو يې فکر وکړ  چې پایله یې ددوي منونکي دولت ته دنده وسپارله چې د لويې جرګې په نوم  دولت پلوه او د بهرنیانو ملاتړ کوونکي کسان راټول ترڅو د امریکا او افغانستان د نابرابر اوشرموونکي تړون څخه ملاتړ وکړي او په دي ډول وکولای شي چې دغه ناسم تړون پاس کړي.

له څو میاشتو راهیسي چې دتړون خبره کیږي امریکا هڅه وکړه چې د سیمیزو شوری ګانو امتیازاتو ته بیا کتنه وکړي او داډول يې هغوی ته په امتیاز ورکولو کې ښه سخاوت وښود. په ولسي جرګې کې یې هم پوره کار وکړ او ډیری وکیلان یې په یو نه یو ډول تطمیع کړل ترڅو د ستراتیژک تړون څخه ملاتړ وکړي.

یوه فلیپیني راته ویل چې فلیپین ډیر وخت د امریکا مستعمره  پاتي شو، فلیپینیان د امریکا د  ناوړه چلند او ناخوالو څخه تر پوزي راغلل، ولسي پاڅون ؤشو، د وخت لاسپوڅي حکومت د امریکا په مرسته د ولسي پاڅون د ځپلو لپاره  له هیڅ ډول ظلم څخه دریغ ونکړ، خو فلیپینیانو په یوه خوله د لاسپوڅي حکومت نسکوریدل وغوښتل او پایله داچې د وخت رئیس جمهور د امریکا د چورلکي پواسطه د ولسي پاڅون څخه وژغول شو او له فلیپین څخه د امریکا په مرسته ژوندی ووت.

کله چې فلیپینیانو د امریکا څخه وغوښتل چې د فلیپین څځه خپلي اډي وباسي او ازادي ترلاسه کړي نو امریکا وویل چې سمه ده موږ به اډی وباسو اوتاسي اختیار لرئ چې کوم ډول ازادي غواړئ خوښه موده، ولي موږ ستاسي له واکمنو څځه فلیپین له وګړو (نفوس) سره د پیسو په مقابل کې اخستی دی، اوس تاسي ووایاست چې د فلیپین د ځمکنۍ ازادي غواړئ او که د فلپین د خلکو ازادول غواړئ.

په تیرو وختونو کې ځینو افغان واکمنو په شخصي ډول سره د قدرت ساتلو پخاطر د بهرنیانو سره ځیني تړونونه لاسلیک کړي ؤ چې زموږ استقلال او ازادي پکښې ترسوال لاندې راتلله خو د افغانستان  په ټول تاریخ کې داسي پيښه نده ثبت شوي چې زموږ د هیواداستقلال دي  د لویې جرګې او یا هم د ولس د استازو لخوا څخه تهدید شوی وي.

که خدای مکړه جوړیدونکي دودیزه لویه جرګه د امریکا او افغانستان  ترمنځ نابرابر تړون ومني دابه  د افغانانو په لمن یو تاریخي شرموونکي تور داغ وي.

ډاډه یم چې په تړون کې به امریکا ته د ګاونډیو هیوادونو د تهدید سربیره ډول ډول نور امتیازات هم ورکول کیږي ، د افغانانو وژل، بې عزته کول، بندي کول، تهدیدول، په کورنو د شپې لخوا چاپې اچول، پخپله خوښه عملیات کول او  بالاخره د مسلمانو نجونو بې پته کول.

د دودیزي لويې جرګي لخوا د تړون منل به  لاندي زیانونه ولري:

1.      د هیواد ارضي تمامیت او استقلال به له منځه ولاړشي.

2.      اوسنی دولت به نور هم  کمزوری شی. ځکه  چې عملا به د تړون  لمخي دسیمي او ولس لخوا یو لاسپوڅي دولت ونومول شی.

3.      د تړون په منلو سره به امریکا زموږ په کورنیو چارو کې ازاد لاس ولرې او هر نوی راتلونکې نظام به ددوي په خوښه  ددوي دګټو او موخو  ساتلو په نظر کې نیولو سره منځته راځي.

4.      زموږ د درې نسلونوغوږونو  ته به د غلامۍ کړۍ د امریکا لخوا د دودیزي لويې جرګې په مرسته واچول شي، ځکه چې نوموړی تړون د ۹۰ کلونو لپاره کیږي او په ۹۰ کلونو کې به موږ درې ځوان نسلونه د نورو په چوپړ کې ولرو.

5.      دسیمي هیوادونه به خپل نظامې، سیاسي او استخبارتي هڅي نوري هم زیاتي کړي او هغوی به ځانته حق ورکړي چې بې دفاع او ناوسه افغانان د خپلو ګټولپاره د سپر او ډال په توګه وکاروي. چې پایله به یې یوډول سیمیز ناورین  رامنځته او جنګ به  لا زیات زور واخلي، ځکه چې سیمیز هیوادونه به د دولت او امریکا سره مخالفت کوونکې تقویه او دهغوی هرډول نظامي، سیاسي او لوژیستکي  مرسته به وکړي.

6.      د تاریخي لویو جرګو پریکړو او حیثیت ته به  زیان ورسیږي، او په راتلونکې کې به دا ډول لویې جرګي د شخصي او بې هدفه کړنولپاره په کار یوړل شي.

7.      ډیر دولت پلوه او امریکا پلوه افغانان به د تړون له برکته خپل ژوند دلاسه ورکړي، ځکه  د لویې جرګې ګډون کوونکې مجبور دي چې د تړون منلو وروسته خپلو سیموته  د ژوند کولو لپاره ولاړ شي، داچې وار دمخه لا د طالبانو او حکومت سره نورو  جنګیدونکو ډلو لخوا د وژلو ګواښونه ورته شوی دی کله چې خپلوسیمو ته ستنیږي پداسي حال کې چې  دولت او امریکا یې ساتنه  نشي کولای ددغه ډول وژلو اصلي مسؤل به بیا هم اوسنی دولت او امریکا وي.

8.      د هیواد څخه د دفاع کوونکو سره چې د سولي په نوم (دسولي عالي شوری) جوړه شوی ده کارونه به يې په ټپه ودریږي او د تړون منل او لاسلیک کول به د سولي په جریان نا رغنده ګذار وي.

9.      د دولت  او ولس ترمنځ فاصله به  ترپخوا نوره هم زیاته شي، او ملت به له دولت څخه ځان ګوښه کړي. په دولت کې دداسي لوړپوړو او ټیټ پوړو کارکوونکو شمیر هم  کم ندې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون مخالفت کوي، د تړون په منلو سره به ددولت نوموړي کارکونکي هم د دولت مخالف، د ولس او مقاومت کوونکو سره به په یونه یو ډول مرستندوی شي.

10.     د ډیورنډ په ډول به دغه تړون او ناسورد افغان پرمخ بله څپیړه وي چې په راتلونکې کې به د تړون ماتوله او له منځه وړل د ډیورنډ پشان ستونزمنه موضوع او مسئله وي.

11.     قومي، نژادي او سیمیزي ستونزي به د تړون منل وزيږوي،  ځینې قومونه ، نژادونه او سیمي به د تړون په منلو کې خپلي ګټې ولري او ځینې به د تړون منل د اسلام، کلتور، عنعناتو او خپلو ګټو مخالف وګڼي.

12.     روحانیون به پکې د زښت زیات زیان سره مخ شي او په راتلونکې کې به روحانیون خپل حیثیت په دغه ننګین کار سره د ولس په منځ کې وبایلي، په خاص ډول سره د حضرتانو کورنۍ، ځکه د امریکا او افغانستان د ستراتیژک تړون منلو په موخه  چې کومه جعلي دودیزه لویه  جرګه جوړیږي مشري یې د حضرتانو د کورنۍ مخکښ حضرت صبغت الله مجددي کوي.

13.     اوسنۍ د USAID شوری ګاني او دارنګه د دولت او  بهرنیانو له لوري د ناسمو مشرانو  ټاکل او دهغوی په واسطه د تړون منل او د هیواد ازادي له لاسه ورکولو پواسط به په عام ولس کې  دحقیقي شوری او مشرانو حیثيت ته صدمه ورسیږي او مسؤلیت به یې بیا هم په دودیزه لویه جرګه کې د ګډون کوونکو پغاړه وي.

14.     د امریکا لخوا د هدف ترلاسه کولو(تړون منلو) وروسته به پرمختیايې کارونه ودریږي ، حکومت او ولس به له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

15.     د تړون په منلو سره به نصرانیت او لا مذهبي خپرولو ته لاره هواره شي. چې بیا به هم د نصرانیت او لامذهبي خپریدلو مسؤل د جوړيدونکې دودیزي لويې جرګې ګډون کوونکي وي.

16.     د امریکا د نظامي اډو سره نږدې به په نورو هیوادونو کې د امریکا د نظامي اډو پشان د فحشا مرکزونه جوړيږي چې  مسؤل به يې  اوسنی دولت او جوړیدونکې دودیزي جرګې ګډون کوونکي وي.

17.     او بالاخره د بشپړکلتوري او مذهبي یرغل لپاره به د امریکا او افغانستان ستراتیژک تړون د پول کار ورکړي. چې بیا هم د مسؤلیت ګوته هغه چاته نیول کیږي چې د نوموړي تړون د منلو لپاره به په دودیزه لویه جرګه کې ګډون کوي.

دپورته زیانونو په نظر کې نیولو سره نه ښایې چې کوم کس دې د افغان په نوم ددغه شرموونکې نابرابر تړون د منلو لپاره په  دودیزه لويه جرګه کې ګډون وکړي او که د مجبوریت لمخي ګډون هم وکړي نه ښایې چې خپلو کورنیو ، سیمواو راتلونکو نسلونو ته تلپاتې پېغور پریږدي او دتړون له منلو څخه ملاتړ وکړي.

نظر محمد مطمئن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx