نظــر

لويه جرگه د افغانستان د خلكو ملي عنعنه ده

afghan_parimentافغانستان د جرگو وطن دى او لويه جرگه په افغانستان كې د ټولو اوسيدونكيو، چې هيڅ راز استثنا نه مني؛ ملي عنعنه او سپېڅلى دود دى. دغه دود ان د لومړنيو آريايانو له وخته رواج لري.

افغانانو تل خپل قبيلوي، ملي او نړيوال مسايل د جرگو او لويو جرگو له لارې حل كړي؛ خو ځينې داسې معلوم الحاله ډلې، كورنۍ او افراد هم شته،

چې په تعصب كې د سر تر ويښتانو ډوب دى او د پرديو په لمسون د يوې جبهې په توگه دومره له ځانه پردي شوي، چې د بېړنۍ مادي گټې لپاره په پوره بې شرمۍ خپل ټول ملي مقدسات ترپښو لاندې كوي.

ځينې ورځپاڼې، چې ځانونه د كذابي(دروغجنې) جبهې رسمي اورگانونه بولي د لويې جرگې له لرغونتوب(سابقې) يې په بشپړ ډاډ سترگي پټې كړي او هغه دا، چې دغه ملي عنعنه او دود يو (قبيلوي) شى مني او يوازې د پښتنو ځانگړى دود ورته وايي.

د دغې متعصبې جبهې نظرله پېښوره خپريدونكې(( وحدت ورځپاڼې)) هم خپوركړى او زه يې د يوه سند په توگه ټول وړاندې كوم:

د مسلمانانو او سلامي امت لپاره ملي عنعنات ترهغې د احترام وړدي، چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټكر يا تضاد كې نه وي. د همدې لامل له مخې هره عنعنه د منلو وړ نه ده او دا لازمه ده، چې(جاهلي) عنعنې، دودونه او رواجونه دې له ښو او منليو رواجونو بېلې شي.

دا خبرې د متحدې جبهې په رسمي جريده(پيام مجاهد) كې په ډېرتهور خپرې شوي، چې د لويې جرگې په اړه د دوى د نظر څرگندونه كوي.

په دې جريده كې راغلي دي:

لويه جرگه د افغانستان ملي عنعنه نه؛ بلكې په شرقي، جنوبي او جنوب غربي برخو كې رواج لري، چې د پښتنو قومونو يوه عنعنه ده. ان د افغانستان د مركزي او شمالي برخو په پښتنو كې  هم رواج نه لري.

په دې جريده كې په ډاگه شوې، چې:

د لويې جرگې ملاتړكوونكي هڅه كوي، چې دغه جرگه د هېواد ملي او تاريخي عنعنه وښيي؛ خو په دې نه دي توانيدلي. يوازې د حاجى ميرويس خان هوتكي او احمدشاه بابا د جرگو مثالونه په خپل زړه وړاندې كوي، چې په هغو كې سلطنت او قدرت د كندهار له پښتنو (غلجي، پوپلزي، اسحق زي او نورزي قبايلو) سره و. دا محلي جرگې وې او د نننۍ لويې جرگې معنا نه لري.

په جريده كې ټينگار شوى، چې:

د تعجب ځاى دى، چې د لويې جرگې ملاتړ كوونكي لويه جرگه د افغانانو يوه ملي عنعنه بولي؛ خو په تېرو دوه پېړيو كې له احمد شاه بابا، ميرويس نيكه او امان الله خان پرته نورمثالونه نه شي وړاندې كولى.

په دى جريده كې ادعا شوې، چې:

لويه جرگه هيڅكله زمونږ د خلكو ملي او تاريخي عنعنه نه وه؛ بلكې د تېرو شپېته كلونو د حكومتونو او رژيمونو دولتي او رسمي عنعنه ده، چې تېر رژيمونه په دروغو دعوو كولو په دې توانيدلي، چې سياسي قدرت او دلخوا اقداماتو ته ملي او قانوني صبغه وركړي. لويه جرگه ملي عنعنه نه، بلكې يو دولتي مهردى، چې د خلكو خوښه او تائيد په كې له منځه وړل شوى دى. يعنې د لويې جرگې فرمايش دولتي دى او د ملت اراده په كې منعكسه شوې نه ده.

[ وحدت ورځپاڼهؤ، د جمعې ورځ د 1421س.هـ كال د ذوالقعدې 22 مه د 1379ل.هـ كال د سلواغې(دلوې)29، د 2001 ع كال د فبرورۍ 16 ، 46 گڼه لومړى او پېنځم مخونه- د شمال متحدي جبهي لويه جرگه رد كړه].

دا مقاله هغه وخت ليكل شوې، چې يو شمېر څېرې د بهرنيو ځواكونو په اوږو سپاره د تالقانو د بهاوالدين له كلا كابل ته راورسول شول.

لويه جرگه د كنشكا له وخت مخكې دود وه، چې وروستي آريايان د سوس او اندوس غاړو ته نه ول  راكوچيدلي.

اروښاد پوهاند رشاد د لويې جرگې په اړه وايي او ليكي، چې:

په افغانستان كې لويه جرگه معلومه ده؛ هغه د كنشكا د زمانې ده او كنشكا د افغانستان لوى پاچا و، چې په دوه يمه ميلادي پېړۍ كې تير شوى. په ژمي كې به په پېښوركې و او د دوبي به په كابل  او بگرام كې اوسيده . يو وخت كله، چې دى پېښورته ولاړهلته يې د بودايي ائين عالمانو لو يه جرگه جوړه كړ، چې په كې500 كسو شموليت درلود. دا به زه داسې درته ووايم، چې: دا معلومه لويه جرگه وه، چې(1800) كاله پخوا په افغانستان كې تشكيل شوې ده او له هغه را وروسته؛ نو بيا د لويې جرگې تاريخ د ميرويس خان له وخت په مونږ كې رواج دى.

بله لويه جرگه، چې د افغانستان په تاريخ كې ډېرارزښت لري هغه د شيرسرخ جرگه ده؛ چې د احمد شاه بابا د انتخاب مراسم په كې په ځاى شوي دي.

په حقيقت كې د معاصرافغانستان د تاريخ جوړيدلو ابتداء له همدغه وخت شوې ده.

كومه لويه جرگه، چې ميرويس نيكه په وخت كې جوړه شوې وه په هغې كې ميرويس نيكه د جرگې گډونوالو ته وينا وكړه، چې د خطاب يوه برخه يې دا ده:

كه په تاسې كې داسې وگړي هم وي، چې هغوى د آزادۍ په دې لوى نعمت؛ چې لوى څښتن زمونږ نصيب كړخوشحال نه وي، نو هغوى دې ځانونه څرگند كړي هيڅوك به ور سره غرض نه كوي. داسې خلك بې شكه د دې آزاد رياست له پولو بهر د پرديو د مظالمو او غلامۍ زنځير په غاړه اچولي شي.

لويه جرگه د افغانستان خلكو د ملي او نړيوالو پېښو د حل لپاره جوړه كړې او خپلې منلې ستونزې يې د افغان ملت رښتينو بچيانوته وړاندې كړي او د هغوى له پرېكړو سره سم يې عمل كړى دى.

د ميرويس نيكه د وخت لويې جرگې افغانستان د ايرانيانو له واكمنۍ ژغورلى او خپله ملي شمله يې هسكه ساتلې ده. د دغې جرگې له جوړيدو مخكې زمونږ شل كسه هزاره هېوادوال ميرويس نيكه ته ورغلي وه او د ايرانيانو له سلطې او تسلطه يې شكايت كړى او دا يې ورته ويلي وه، چې مونږ د ايرانيانو د ظلم او ستم له لاسه تر دوه سپږمو راغلي وو؛ مونږ له تاسې څخه، چې نوميالى مخور افغان يې هيله كوو، چې مونږ د قاجار د اولادې له ظالم او ستم وژغورئ او د خپل واك خاوندان مو كړئ. ميرويس نيكه ورته ويلي وه، چې تاسي صبروكړئ اوس لا وخت شته دى. كله، چې وخت راغى په گډه به د خپل افغانيت ملي شمله ساتو او خپل ملي بيرغ به رپانده ساتو.

يو بل يار په يوه گروپي اخباركې ليكلي، چې:

دا معلومه خبره ده، چې لويه جرگه به د افغانستان او پاكستان ترمنځ پوله، پاكستان ته وسپاري او په دغه وسيله به د پاكستان او افغانستان تر مخ لانجه وشليږي.

ارواښاد  پروفيسورعبدالرسول امين د لويې جرگې په اړه داسې نظريه لري:

په ولس كې د لويې جرگې خلك معلوم دي.

دا د ټولو افغانانو وظيفه ده، چې د ټوپكوالو او رشوتخورو په مقابل كې ودريږي او پرينږدين، چې رشوت خواره او ټوپكوال د دوى استازي شي.

د لويې جرگې د تدويركميسيون او د ملگرو ملتونوځانگړي استازي همدا وظيفه ده، چې د افغان ټولنې د بېلابېلو اقشارو، سيمو او قومونو رښتيني استازي لويې جرگې ته راوليږي.

پوهاند دوكتور محمد حسن كاكړ وايي:

د لويې جرگې د غړيو غوره كول په اصل كې د افغان ولس له خوښې سره تړاو لري. د لويې جرگې اغېزمنتوب د هغې د غړيو د غوره كولو پرڅرنگوالي اړه لري، چې په كې د حكومتونو رول ډېر مهم دى. كه نړيواله ټولنه د دغه واقعيت په نظر كې نيولو سره غواړي د لويې جرگې له لارې يو اغېزمن او ټولمنلى حكومت را منځته شي؛ بايد ولس پريږدي، چې د لويې جرگې لپاره غړي په آزاد  ډول معرفي كړي. كه داسې ونه شي؛ نو راتلونكې لويه جرگه به هسې بې اغېزې وي.

ډاكټرعبدالصمد حامد ټينگار كړى، چې:

جرگې په عمومي توگه زمونږ د ولس له هغو غوره دودونو يو دود دى، چې ډېر اوږد تاريخ لري او په يوه محل او قام پورې منحصرې نه دي. زمونږ د ټولنيز ژوندانه په مختلفو ساحو كې د ډېرو معضلو د حل لپاره له جرگو استفاده كيده او كيږي. په دې وجه د دې موسسې بلا انقصاع او عام چلښت د يوه منل شوي ښه دود په توگه هم د شرعې په سطح او هم د افغانستان د حقوقي نظامونو په سطح (د تعاملي حقونو په توگه) يوه نافذه حقوقي موسسه گڼل كيدى شي. كه څه هم تر اوسه په دغه برخه كې لازمې او دقيقي څېړنې نه دي شوي؛ خو زمونږ د تاريخ په اوږدو كې په خاصو حياتي ساسي بحرانونو او حالاتو كې جرگې دايرې شوې دي او اكثره د دې جرگو د مناسبو پرېكړو او د هغو د تطبيق په واسطه زمونږ د تاريخ مجرا په مثبته توگه تثبيت شوې هم ده؛ داسې جرگې معمولاً د ملي جرگو په نامه ياديږي. د مثال په توگه د ميرويس نيكه په ابتكار او تدبير په 1087 هجري 1709 م كې د كندهارپه(مانجه) كې جوړه شوې جرگه او په 1126 هـجري او 1747م –كال كندهار ته نږدي د شيرسرخ مزار ملي جرگه، چې احمد شاه بابا په كې د هېواد د مشر په توگه وټاكل شو. كه څه هم داسې ملي جرگې زمونږ په تاريخ كې له ډېرو لويو جرگو زيات ارزښت او اهميت لري؛ خو د ماهيت له كبله لويې جرگې له دوى متفاوتې دي…)).

اوس، چې زمونږ هېواد زمونږ له خپله لاسه له زياتو لانجو سره مخ شوى؛ راتلونكې لويه جرگه به، چې د افغان ملت رښتيني اشخاص به په كې گډون كوي؛ په داسې توگه پرېكړه وكړي، چې زموږ ملي هويت او ماهيت به له هر راز خود عرضۍ په كې خوندي پاتې شي او افغانستان به له ټوټې ټوټې كيدو وژغورل شي.

دغه مهم هدف ته به هغه لويه جرگه رسيږي، چې له متعصبو، ټوپكوالو او هغو اشخاصو څخه جوړه شوې وي، چې لاسونه يي د بېوزلو افغانانو پر وينو نه وي ككړ شوي او له څنگلو يې د هغه افغان ويني نه څاڅي، چې پر ځمكه سيورى او په آسمان كې ستورى و نه لري( كه خداى كول).

عبد الرؤف قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x