نظــر

د اسلامي دولت پرخلاف د امریکا نوی ایتلاف څومره د بریالیتوب چانس لري؟

لیکوال: روح الله حرکت

تيره ورځ د پاریس په کانفرانس کې د نړۍ ۴۰ هیوادونو د امریکاپه مشرۍ د دولت اسلامیه(داعش) پرخلاف یو نوی پوځي ایتلاف تشکیل کړ.

د دولت اسلامیه پرخلاف د امریکا نوی ایتلاف په داسې مهال کې جوړیږي چې تردې ۱۳ کاله وړاندې واشنګټن له په اصطلاح تروریزم سره د مبارزې په پلمه ورته ایتلاف تشکیل ، او دهغه په وسیله یې لومړی افغانستان او ورپسي عراق اشغال کړل.

په داسې حال کې چې د امریکا په مشرۍ لومړني ایتلاف د په اصطلاح تروریزم په له منځه وړلوکې هیڅ لاسته راوړنه نده لرلې د هغوی لخوا د دوهم ایتلاف په تشکیلولو سره امریکا غواړي یواځي خپل قیمومیت پرسیمه اونړۍ ثابت وساتي.

پرافغانستان باندې د یرغل لپاره د امریکا لومړني ایتلاف امریکایان او دهغوی مؤتلفین له درنو ځاني او مالي تاوانونوسره مخ کړل ،د جګړې په ډګرکې یې د مجهزوځواکونو شکست د هغوي وجاهت تر پښولاندې او بالاخره یې ټول دې ته مجبورکړل چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بیرته وباسي.

اوس امریکایان غواړي د دغه ایتلاف په جوړولوسره نړیوالوته داوښیي چې دوی په افغانستان کې ماتې نه ده خوړلې او لاهم په نړیوالو سیاسي او امنیتي موضوعاتوکې دیوه مطرح حاکم قوت په توګه دا توان لري چې دخپلو مخالفینو پرضد پوځي ایتلافونه جوړ کړي.

په هرصورت اوس چې د امریکا په دغه نوي ایتلاف کې د نړۍ او سیمې ۴۰ هیوادونه برخه لري ایا هغوی به وکړای شي په عراق کې د دولت اسلامیه تنظیم له منځه یوسي؟
د سیمه ییزو پوځي کارپوهانو له نظره د امریکادغه ایتلاف هم د هغوی د مخکیني ایتلاف په څیر مخکي ترمخکي په ناکامي محکوم دی ؛ ځکه په دې ایتلاف کې د عراق نیږدي مهم ګاونډی هیوادونه لکه ایران ، ترکیه او سوریه نه دي شامل کوم چې د هغوی رول په عراق کې دهرپوځي اقدام لپاره ځانګړی اهمیت لري.

ترکیه چې دا مهال یې ۴۶ تنه اتباع له دولت اسلامیه سره یرغمل دی د هغوي د خوندیتوب له امله نه غواړي له امریکایانو سره په هیڅ ډول پوځي فعالیت کې ګډون وکړي، همدا راز ایران چې یاد ایتلاف ته په سیمه کې د امریکايي نفوذ د وسیلې په سترګه ګوري هیڅکله په هغه کې دګډون پلوي نه دی.سوریه هم چې خپله عملا له دولت اسلامیه سره په جګړه کې ده نه غواړي چې له امریکاسره په دغه ایتلاف کې ځان ګډ کړي ، بلکي د سوریې رژیم له امریکا غواړي چې د دوي د مخالفینو داعش او جبهة النصرة پرخلاف دي د سوريي د پوځ ملاتړ وکړي.

امریکایان او د هغوی مؤتلفین غواړي په عراق کې د دولت اسلامیه پوځي مرکزونه د هوايي بریدونو په وسیله له منځه یوسي خو د پوځي کارپوهانو په باور دا کار یواځې د هوايي بریدونو په وسیله ناشونی دی، ترڅوچې له هوايي بریدونوسره ځمکنۍ پلي ځواکونه ملتیا ونه لري ، عراقي پوځ چې یوه نیمه میاشت ترمخه یې د دولت اسلامیه د ځواکونو په مقابل کې ښکاره ماتي خوړلې او پوځي مورال یې بایللي دی په يواځیتوب نشي کولای د ایتلافي هوايي ځواکونو لپاره دپلیو ځمکنیو ځواکونو رول تر سره کړي.

بناء ویلای شو چې د دولت اسلامیه تنظیم پرخلاف د امریکا نوی ایتلاف له دې پرته چې په سیمه کې نوره تباهي رامنځته کړي بله بریانشي لرلای.

او په افغانستان کې د امریکايي ایتلاف پایلوته په کتلو سره داسې معلومیږي چې د مسلمانانو پرخلاف د هغوی د ایتلافونو عمده هدف هم په اسلامي هیوادونوکې د ګډوډي او تباهي رامنځته کول دي اوبس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x