ايساف: د ملي اردو سرتيري يو بهرنی عسکر وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): افغانستان کې دبهرنيو عسکرو «ايساف» لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سړي د ملي اردو په يونيفورم کې د خپل ټوپک شپيلۍ د ايساف پر عسکر راړولې او نوموړی بهرنی عسکر يې ځای پر ځای وژلی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې دا پېښه د افغانستان ختيځ کې رامنځته شوې ده.

ايساف وايي، چې دوی او افغان امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

ايساف د خپلې کړنلارې له مخې د پېښې دقيق ځای او د وژل شوي عسکر هويت نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډو ځواکونو په منځ کې نفوذي بریدونو خورا بې باوري رامنځته کړې ده.

تر دې وړاندې پغمان ته څېرمه په پوځي اکاډمي کې یو افغان سرتېري پنځلسو بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله ور واړوله.

په دغه پېښه کې چې د تطر میلادي میاشتې په شپږمه ترسره شوه افغان سرتېري رفیق الله تورن امریکايي جنرال او یو جرمني افسر او ګڼ نور بهرنيان ووژل.

د چارو د شنونکو له قوله دغه ډول بریدونه د ناټو ځواکونو له لوري د افغان ځواکونو د روزنې دعوه تر سوال لاندې راولي او داپه ډاګه کوي چې که يې افغان ځواکونه په نظامي برخه کې روزلي دي، خو فکري اړخ يې لاهم پر دوی د ټوپک د شپېلۍ د ور اړولو دی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د