نظــر

اختر په ګوانتانامو کې

guantanamoنن اختر دی ، د یونیم میلیاردي اسلامي نړۍ اوسیدونکو مسلمانانو هریو دا ستره ورځ له خپل کلتور او عنعناتو سره په بېل ډول لمانځي ، چې ډیری خویې ددې پرځای چې دبرکتونو له دې ورځې دثواب حاصلولو لپاره ګټه پورته کړي ، علاوه  دګناهونو مرتکب کیږي .

داختر ددې رنګارنګۍ یوه جالبه برخه دامت دهغه اتلو زامنو اختر هم دی ، چې یوازي داسلامي غیرت په جرم په زندانونو کې اچول شوي دي ،

دلته راځئ دګوانتانامو په زندان کې داختر له څرنګوالي ځان خبر کړو ، چې هلته اختر څنګه رنګ درلود ؟

دکابل ولایت  اوسیدونکی مولوي عبدالنصیر ( منصور ) چې شپږ کاله یې دګوانتانامو په زندان کې تیرکړي دي ، او له راخلاصیدو وروسته یې خپل دنیول کیدو او زندان کیسه د ( له حجرې ترپنجرې ) ترعنوان لاندې لیکلې اوپه کتابي بڼه چاپ کړې ده ، دګوانتانامو ددې زنداني دکتاب دیوه فصل نوم دی  ( په ګوانتانامو کې اخترونه ) راځئ دلته  دهمدې لیکنې په رڼا کې دګوانتانامو له اختره ځان خبر کړو .

مولوي عبدالنصیر لیکي :

دګوانتانامو په بندو قفسو کې مو ډیر اخترونه تېر کړل ، خو موږ په اخترو کې هیڅ یو داسې امتیاز نه درلود چې داختر ورځ مو له عادي ورځو څخه جدا کړي ، داختر په ورځ به هم دنورو ورځو په شان په خپلو بندو قفسونو کې ناست وو ، نوي کالي ، بوټونه وغیره مو نه درلودل ، ښه خواړه چې معمولا په اخترو کې خوړل کیږي ، زموږ لپاره نه وه ، یو بل ته دتګ راتګ لاره مو پنجرو نیولې وه ، داختر په ورځ به یوازې یوه بل ته له پنجرو څخه نعرې وهلې ، چې اختر دې مبارک شه ، اختر دې مبارک شه ، اوبس ،، خو دامبارکیانې به په لسو دقیقو کې خلاصې شوې ، خاموشي به شوه ، او دپخوا به شان به بیرته ټول بندیان ویده شول ، که کوم بندیان به ویښ پاته وه او داختر دورځې خوښۍ ته به یې زړه کیده هغو به له دې امله  خبرې نه کولې چې هسې نه ویده بندیان راویښ شي ، هیڅ داخوښۍ اثار به نه ښکاره کیدل ، بلکه بالعکس به داختر په ورځ بندیان اضافه خپه وه ، ځکه دوی ته به په همدې ورځ خپلې کورنۍ ، مور پلار او اهل وعیال ورپه زړه کیدل ،  او په دې فکر به وه چې نن ورځ به دوستان په موږ پسې خپه وي ، داختر په خوشالۍ به نه پوهیږي .

خو یوازینی شی چې زموږ اخترونه یې رنګینه کول داوو ، چې بندیانوبه له اختر څخه  یوه هفته یا لس ورځې مخکې  یوه بل ته ویل چې اختر را روان دی ، ترانې او اشعار جوړکړئ چې اختر پرې ولمانځو ،  بیا به بندیانو داختر په مناسبت اشعار لیکل ، او که به یې وختي لیکلي وه هم یوه بل ته به یې نه ویل ، ترڅو داختر تر ورځې زاړه نه شي ، او داختر په ورځ یې په لومړي ځل خلک واوري ، لکه څنګه چې اختر لپاره جوړ شوي کالي چې وړاندې له اختره څو ک نه اغوندي ، دا داشعارو پروګرام به اکثره وخت بندیانو داختر په بیګا جوړاوه .

ما هم په ګوانتانامو کې دیوه اختر دلمانځلو لپاره یوه ترانه لیکلې وه ، چې په ترنم سره ویل کیږي ، په لاندې کرښو کې یې لوستلای شئ .

تش په نامه باندې مو څله غولوې اختره       ……………………  ولې راځې اختره

زموږ زخمونو باندې مالګې دوړوې اختره …………………… ولې راځې اختره

مونږه دې نه غواړه اختره ته په خپله راځې

ته عجیبه شانته میلمه یې بې غوښتلو راځې

ځه چمنو ته لاړشه …. شنو منظرو ته لاړ شه  

لاړ شه مزې به وکړې ….. ښکلې میلې به وکړې

په خوشالي په ګډا ……. تابه لمانځي په خندا

موږ یې مشغول په ژړا ….. نه یو اوزګار تر خندا

دا اخري ده اخطار ….. دلته رانشې بل وار

دلته ولچک دې زولنې او شکنجې اختره ………………….. ولې راځې اختره

زموږ سینو کې دي سکروټې دغمونو انګار

زموږ دسویو زړو له حاله یې ته څه خبردار

بحر دغم کې داخل …… راځیني ورک ده ساحل

دي متصل شوګیرې …… سترګې مو دي تکې سرې

دنفرتو دی بل اور ……. زړونو مو شوو لکه سکور

ګریوان مو لوند وي مدام ……. وي پرې دا وښکو باران

په نوم بشر دوستي ده …… اصلا بشرپوستي ده

سباوون نشته همیشه وي په موږ شپې اختره ……………….. ولې راځې اختره

زموږ قاضي سره دعوه ده ځکه یو ملامت

چې زړه یې غواړي په موږ وتپي هماغه تهمت

داتحقیقونه ګوره …… دافسادونه ګوره

غریب سړی وي دهقان …… کړي ترینه جوړ قومندان

یو ورځ یې بولي جنګي ….. بل ورځ یې کړي خطري

قاضي ددوی په نفعه …… نه مې وکیل نه دفعه

دغه انصاف وګوره …… ظلم یې صاف وګوره

د زړه په سرمو دوحشت چړې پرتې اختره …………….. ولې راځې اختره

خوابده نه کړې اې اختره مونږه ګپې کوو

ستا وراتلو ته خوشالي په لپې لپې کوو

راځه راځه مرحبا ……… له مونږ نه مه شې جدا

مونږه دې یو انتظار ….. سترګې مو دواړه په لار

زمونږ ه جېل دتا ده …. حاجت دست نشته ده

ته دهر درد دوا یې ……. له زړو غمونه بیا یې

خو اشینی نه شې که منصور وکړي ګیلې اختره ……………… ولې راځې اختره

( له حجرې تر پنجرې  ۱۰۳   – ۱۰۶  صفحه  )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x