افغانستان

د کابل په سرتيري بريد کې څلور بهرني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه وشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن سهار اته بجې کابل ښار کې د امريکا سفارت ته څېرمه د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيري بريد کې څلور بهرني عسکر وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

د کورنيو چارو وازت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد پخلی شوی، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

افغانستان کې د بهرنيو عسکرو «ايساف» لخوا په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې سرتيري بريد کې د ايساف درې عسکر وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د بلال په نوم د دوی يو تن سرتيري بريدګر د امريکا سفارت ته څېرمه هغه مهال پر بهرنيو عسکرو سرتېری بريد وکړ، چې بهرني عسکر په خپلو موټرو کې او ځينې يې پلي ولاړ وو.

مجاهد زياتوي، چې ياد بريد د سراچه ډولي موټر په واسطه شوی، چې له قوي چاوديدونکو توکو ډک و.

د ښاغلي مجاهد په وينا په دغه سرتيري بريد کې د بهرنيو عسکرو يو نظامي او دوه سرف موټر په بشپړه توګه له منځه تللي او بهرنيو عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی معلومه.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، چې ياده پېښه کې څلور بهرنيي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د پېښې سيمه اوس هم د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x