نظــر

له ترانسپورت سره دیوه فدايي دقربانۍ بدل فردوس جنت او الهي رضا ده

Us_convay_under_attackزخمي افغان

په دې وروستیو کې مې په ازادو ویب پاڼو کې یو ه لیکنه ولوسته  ، چې عنوان یې وه ،( له ترانسپورت سره دیوه ځانمرګي بریدګر قیمت دوه  لکه روپۍ دی ) دا لیکنه دغلام ولي نوري په نامه یوه کاناډا میشتي لیکوال  لیکلي وه ، او داستشهادي مجاهدینو سپکاوی یې په کې کړی وه ، غلام ولي  چې اوس  کاناډايي  درقبول شو ی  ، یوه وخت دکندهار او کابل په ډالر بازار کې یو ټیټ پوړی  تنخوا اخیستونکی وه ، چې له کناډایانواو امریکایانو سره په تر جماني  ،

د خارجي ژورنالیستانو دلالي  ، دارګ  مطبوعاتي باشي توب   او داسې نورو دندو باندې مصروف وه  ، دبهرنیانو دې هرکاره خدمتګار دخپل اخلاص له مخې دامریکایۍ جاسوسې ( سارا چیس )  چې په کندهار کې دقومي نفاق دپارولو لپاره رالیږل شوې وه ، لیکل شوی کتاب هم پښتو ته واړاوه ، ترڅو دلته دقومي نفاق په پارولو کې کارنده رول ولوبوي  دغه راز یې له بهرنیانو سره دیوه بل استخباراتي قرداد په ترڅ کې په کندهار کې دوژل شویو حکومتي چارواکو  اوږد لیست هم تیار کړ، چې  دبهرنیانو هر وژل شوی ، جاسوس ، اجیر او مزدور چارواکی په کې  دیوه قوم لوی سړی بلل شوی دی .

تېر کال چې کاناډایي پوځونو له کندهار څخه وتل پیل کړل ، نو دکاناډا حکومت یوه چارواکي ویلي وه ، چې دوی به  دخپلو پوځیانو سره یوځای خپل هغه افغان تنخواخواره هم  کاناډا ته پارسل کړي چې په تیرڅوکلن اشغال  کې یې ددوی چوپړ کړی دی ،  ښایي غلام ولي هم  په همدې ټېل کې  له سمندرونو اوښتی وي ، چې اوس له کاناډا څخه انلاین دی ، په هرحال

غلام ولي  په خپله تازه لیکنه  کې چې  پریمانه ګرامري او املایي تیروتنې لري  ، له پیله احساساتي شوی دی ، او دافغانستان ویاړمن جهاد او مجاهدین یې مسخره کړې دي ، نوموړي دخپلې لیکنې په پيل کې ، دشوروي ضد جهاد  مجاهدین ( داسلامي نړۍ ترهګر ، مجرمین ، قاتلان ، جاسوسان  او مجاهدین !!؟ ) بللي دي  ، چې ماته دخپل ډول یو نایاب قضاوت وبریښېد .

ورپسې غلام ولي خپل مطلب ته راغلی او دافغانستان دروان جهاد په استشهادي اتلانو پسې یې خوله خلاصه کړې ده  ، دنوموړي  دلیکنې ټوله خلاصه  چې یوه مدعا او یودلیل ترې جوړیږي ، په خپل منځ کې ژور تناقض لري او خبرې یې په خپله ردیږي .

نوموړي  لومړی دعوه کړې ده ، چې دمجاهدینو یو فدایي یوازې ددوو لکو روپیو په بدل کې فدایي حمله کوي  ، ده ویلي دي چې داخبره یې هغه مهال کشف کړې کله چې په ارګ کې ددندې په مهال یې یو پټ راپور له نظره تیر شو ، دخپل دې مدعا داثبات لپاره نوموړي دیوه کندهاري سرمایه دار  سړي  حاجي جانان چې دده په وینا ډیر پیسه دار دی ، دزوی کیسه کړې ده ، چې  په کندهار کې یې  دنظم عامه په قرارګاه استشهادي حمله وکړه  ، او مایي پلار ته وویل  چې دا حمله یوازې ددوو لکو روپیو په بدل کې  کیږي ،  خو پلار یې ویل چې ما به تردې ډېرې  ورکړې وې   حمله به یې نه کوله  .

دخندا وړ همدا ځای دی چې غلام ولي دلته وروستۍ خبره څنګه له لومړنۍ سره کوشیروي  ، که  فدایي حمله دپیسو لپاره یاد غربت له وجې  کیږي ،  نو بیا د کندهار دستر سرمایه دار حاجي جانان زوی ولې ورته اماده کیږي  ، آیا هغه پیسو ته ضرورت درلود ؟ ؟؟

دلته نو ویلی شوچې ( صدق وهو کذوب ) غلام ولي چې  خدایزده دکوم شیطاني تبلیغاتي ماموریت او چوپړ لپاره یې قلم را اخیستی دی ، دلته  ددې په ځای چې خپل مدعا رښتیا کړي ، خپل شیطاني اند یې په خپله  رد کړی ، او اوس هر لوستونکی له لیکنی زده کوي ، چې استشهادي عملیات هیڅوک هم د دوه لکو یا تردې زیاتو روپیو یا دنیایي ارمانونو لپاره نه ترسره کوي ، ځکه که یې  دکوم دنیایي هدف  یا پیسو لپاره کولای ، نو دکندهاري تجار حاجي جانان نازولي زوی ته خو دا هرڅه اماده  وه ، او هر دنیایي نعمت ته یې لاسر سی درلود .

غلام ولي ته باید ووایم چې  هغه دفارسي شاعر په خبره ( هر هوسناکې نداند جام وسندان باختن ) په کناډایي بیسونو ، ګزمو ، او لرګینو ټاپریو کې لوی شوی ترجمان ، چې یو لسیزه د صلیبي عسکرو په  خلطه یي خوړو تغذیه شوی وي ، دګرین کارت په مټ یې ځان غرب ته رسولی او دنایټ کلب هوسراني یې وروستی مصروفیت وي ، هغه به څنګه  درښتینی الهي  ، عقیدوي عشق له نړۍ څخه معلومات ولري ، چې ترهغه ورلوړ دعشق ، ایثار او وفا بله مرحله نشته .

په زغرده باید ووایم چې  استشهاد  هغه څه  دی چې هرچاته  حق نشته  ، چې خوله په کې خلاصه کړي ، استشهاد( شهادت غوښتنه ، له دین څخه ځان ځارونه  )  له دین سره دمیني او ایثار وروستی حد دی  ، او هغوی چې ددین تر لومړي حده یې نظر نه رسیږي ، نه باید چې په لوړو ښاخو کې وغږیږي

نن سبا  دانټر نیټ له پراخېدو سره هرچاته دخبرو وار رسیدلی دی ، او هر څوک کولای شي په ازاده توګه لیکنه وکړي ، نظر ورکړي او تبصره وکړي ، په دې ترڅ کې ترټولو مهمه خبره داده چې دلیکنې لیکوال باید لږ دخپلو پښو او بړستنې کچ او میچ ته پام وکړي ، خپلې خبرې باید پوره سنجولې او  دخپل همت ، استعداد اومیړانې په اندازه وکړي  ، هغه چې د ګرین کارت لپاره یې لس کاله ایمان په ترخه کې ایښی وي ، که دکندهارد خان او سرمایه دار  په سرلوړي مؤمن  فدایي زوی پسې بدې خبرې لیکي او په غیرموجهه توګه یې دپیسو په اخیستلو تورنوي ، (دابه  بیخي لویه  نا ځواني او نامردي وي  )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x