کله چې یو سفیر د ولسمشریزو نوماندو منځګړیتوب کوي… ـ سرمقاله

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: سره له دې چې د یکشنبې پر ورځ ټولنیزو رسنیو کې ځینو خبریالانو راپور ورکړ، چې د اصلاحاتو او همپالنې او بدلون او دوام د ټیمونو مشران موافقې ته رسېدلي دي. په هغو ګنګوسو کې ویل شوي و، چې ګټونکی نوماند (اشرف غني) به ولسمشر او «دویم نمبر ګټونکی» (عبدالله عبدالله» به د نوي اجرایي پوسټ مشري کوي او له دوو کلونو وروسته به اساسي قانون کې بدلون راځي او نظام به له ریاستي نه پارلماني ته بدلېږي. دا خبره هم د اشرف غني له ټیمه فیض الله زکي وکړه، چې شاید حتا «ساعتونو» کې موافقې ورسېږو.

خو نن هر څه په بله واوښتل. دواړه نوماندان یو ځل بیا په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته ولاړل او هلته یې د امریکايي سفیر په منځګړیتوب خبرې وکړې. نن سبا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري د اسلامي دولت پر ضد د نړیوال ایتلاف په جوړېدو بوخت دی، د افغانستان لپاره یې خپل ماموریت دلته خپل سفیر ته سپارلی. د دغو محرمو خبرو جزیات تر دې دمه رسنیو ته نه دي راوتلي؛ خو دا خبره جوته ده چې منځګړیتوب یې د امریکا سفیر کوي او غونډه د امریکا سفارت کې روانه وه.

سفیر په یوه بهرني هېواد کې د متبوع هېواد تر ټولو مشر سیاسي استازی دی. د سفیر دنده په بهرني هېواد کې د خپل هېواد د ګټو تامین دی. سفیران تل هڅه کوي، چې د ماموریت هېواد کې له موثرو سیاسي اړخونو سره د اړیکو جوړولو او دوستانه روابطو له لارې وکولای شي، په دې هېواد کې له حاکم وضعیت څخه کره او موثق معلومات ترلاسه کړي. سفیر بیا همدا معلومات له خپلو تحلیلونو او شننو سره ګډوي او خپل هېواد ته یې پالیسي جوړوونکي ارګان ته د سیاست جوړونې په موخه لېږي.

اوس چې په افغانستان کې یو سفیر، د دوو داسې کسانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، چې دوی د دې هېواد پر مشرۍ په سیالۍ لګیا دي. د دې هېواد دیپلوماتیک رازونه به تر کومه حده له ښاغلي «جيمز کنينګهم» څخه خوندي پاتې وي؟ ایا ښاغلی کنینګهم دلته د یوه سفیر دنده ترسره کوي او که د اتلسمې پېړۍ د سترې برېتانیا د سیاسي استازو رول لوبوي، چې هغوی د استعماري برېتانیې استازي وو. داسې استازي چې په شرقي هېوادونو کې يې مطلق واک درلود.

د بهرني هېواد سفیر منځګړیتوب زباتوي، چې افغانستان نن د سیاسي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ديپلوماتیکو رازداريو له چوکاټه وتلی دی. نن افغانستان داسې هېواد دی، چې یو سفیر یې برخلیک ټاکلو کې رول لري. نور نو هغو رادیويي سوداګریزو خبرتیاوو رنګ بایللی چې «ستاسو رایه، ستاسو راتلونکی».اوس جان کېري پسې دلته کنینګهم پرېکړې کوي.

د سفیر له منځګړیتوبه خو د بهرنیو چارو د وزیر منځګړیتوب ډېر پتمن و!

د نن ټکی اسیا سرمقاله

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

سلامونه او احترام

متاسفانه هیڅ څوک هم د مزدورو نوماندانو د انډوخر اصلي هدف ته نه لویژي

زما له نظره یاد نوماندان د اشغالګرانو د پلان او تر لاندی روانی دسیسی (انډوخر) له مخی د راتلونکو خدانخواسته!! شمالي او جنوبي افغانستانونو تحمیل شوي او بلواک مشران دي.

شهزاد
میلمه
شهزاد

د پښتو یو متل دی وایی نیم پټۍ یی و خوړ ته یی لا اوس هم مږه بولی