افغانستان

درېیم تعقیب: طالبان وايي په تورخم کې يې لسګونه اکمالاتي موټراو دوولس عسکر له منځه وړي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو تېره شپه ناوخته د تورخم سرحدي ښارګوټي سره د بهرنیوعسکرو د اکمالاتي ټانکرو او موټرو په تم ځای د برید خبر ورکړ.

په ختیځ زون کې د ۳۰۱ سرحدي زون ریس ارکان سمونوال محمد ایوب حسین خېل دغه برید ومانه او له رسنیو سره يې په خبرو کې وویل چې برید د مقناطیسې بمونو پر مټ ترسره شوی دی.

د طالبانو له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه برید کې يې لسګونه اکمالاتي موټر او ټانکرونه له منځه وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د ۱۹۷ عرادو اکمالاتي موټرو په تخریب سربېره يې دوولس عسکر هم ځای پرځای وژلي دي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې دا یو سرتېري برید و، چې عبدالرحمن لوګري او صفی الله ننګرهاري ترسره کړ، د مجاهد په قول په سرتېرو بریدګرو سربېره په دې جګړه کې شاوخوا سل مقناطیسي بمونه هم په سیمه کې ځای پر ځای کړي وو.

د یادې خبرپاڼې له مخې په سرتېرو بریدګرو کې عبدالرحمن لوګری له برید وروسته له سیمې نه روغ وتلی دی او خوندي ځای ته رسېدلی دی.

ویل کېږي چې له سیمې نه تر غرمې مخکې لا هم لوګي پورته کېدل او د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند و.

دا په داسې حال کې دی چې نن سهار هم په کابل ښار کې یو سرتېري برید ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

یاده دې وي په تورخم کې د بهرنیو ځواکونو لپاره د مرستندویه کتار په تم ځای دوه ځلې وړاندې هم سرتيري بریدونه شوي دي چې خورا دروند مالي تاوان يې لرلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x